د وروستي راپور پر اساس، د کابل په سخي زیارت کې د حملې په نتیجه کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۴۳ تنه نور ژوبل شوي دي. په ځینو راپورونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۶ تنه ښودل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې روغتونونو ته ۴۳ ټپیان وروړل شوي خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې ۳۶ تنه ژوبل شوي دي،.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي و چې د حمله کوونکو شمېر ۳ تنه دی خو پولیس وايي چې د پېښې په ځای کې یې د یوه بریدګر مړی موندلی دی.

حمله کوونکي د پولیسو یونیفورم اغوستی و.

د کارته سخي په زیارت کې ۱۴ تنه ووژل شول

تاند- د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په سخي مېنه کې د شیعه ګانو پر زیارت د وسله والو په حمله کې لږترلږه ۱۴ تنه وزل شوي او نژدې ۲۶ نور ژوبل شوي دي.

د وروستي راپور پر اساس دا برید، چې د شپې په ۸ بجې پیل شو، په نهه نیمې بجې پای ته ورسول شو.

امنیتي ځواکونه وايي ټول حمله کوونکي یې وژلي دي.

ویل شوي چې پولیسو ۴ حمله کوونکي وژلي خو ګومان کېږي چې یو بل بریدګر تښتېدلی وي.

تراوسه پوري کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. وسله وال طالبان، له ایران سره د پټو جوړجاړو له کبله، چې باور کېږي دې ډلې ورسره کړي دي، عموماً پر شیعه ګانو برید نه کوي.

تر دې وړاندې د روښنايي غورځنګ په مظاهره کې د انتحاري حملې مسوولیت داعش په غاړه اخیستی و.

وسله والو په کابل کې د سخي په زیارت کې ګڼ شیعه ګان برمته کړي

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې لږترلږه ۳ تنه په وسلو سمبال د کابل په سخي مېنه (کارته سخي) کې د شیعه ګانو د سخي زیارت ته ننوتي او ګڼ کسان یې یرغمل کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي نن /سې شنبه/ وویل چې سو وسله وال د پولیسو له لوري وژل شوی دی.

صدیقي وايي، دوه نور وسله وال د سخي زیارت ته ننوتي او لا هم همالته دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، یوه پولیس چارواکي ورته ویلي چې لږترلږه ۷ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل دي.

دغه چارواکي همداراز ویلي چې ممکن د مرګ ژوبلو شمېر تر دې زیات شي.

د عامې روغتیا وزارت ویندوی اسماعیل کواسي وايي، ۱۸ تنه ټپیان شوي او روغتون ته وړل شوي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت وايي، په وسلو او بمونو سمبالو انتحاریانو د شیعه ګانو پر جومات او زیارت برید کړی او یو شمېر کسان یې یرغمل کړي دي.

سفارت وايي، راپورونه یې ترلاسه کړي چې څو تنه په وسلو سمبال کسان د کارته سخي جومات ته ننوتل او ممکن پر خلکو یې بې درېغه ډزې کړي وي.

شاهدان وايي چې برید په چاودنې پيیل شو.

شاهدان وايي، دوه تنه د زیارت خوا ته ورغلل، چې کله یې په دروازه کې پولیس ولید، ډزې یې پرې وکړې، په دې وخت کې لږترلږه ۲ تنه نور زیارت ته ننوتل.

د کابل امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحیمي وویل چې حکله د ماسخوتن په ۸ بجې پیل شوه.

د رحیمي په وینا امنیتي ځواکونو له زیارته ډېر کسان ایستلي دي.

دا برید تر عاشورا یوه ورځ وړاندې پر هغو مراسمو شوی، چې شیعه ګان یې د تاسوعا د ورځې مراسم بولي.

د امنیتي چارواکو مخکې تر مخکې خبرداری

د افغانستان امنیتي چارواکو مخکې تر مخکې شیعه ګانو ته خبرداری ورکړی و چې کره استخبارات یې ترلاسه کړي چې سختدریځي د شیعه ګانو له لوري د محرم او عاشورا پر مراسمو بریدونه کوي.

د حج، ارشاد او اوقافو وزارت او امنیتي چارواکو له غوښتنې سره سره شیعه ګانو په کابل کې پر دېوالونو تور بیرغونه لګولي او له لوډسپېکرونو څخه موعظې خپروي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور پر اساس د کابل د کارنیزیون قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي تر دې حملې وړاندې وویل چې کره استخباراتي معلومات یې ترلاسه کړي چې د عاشورا پر مراسمو حمله کېږي ځکه له شیعه ګانو غواړي چې مراسم یوازې په خپلو تکیه خانو کې ولمانځي.

د حج او اوقاف کرستیال وزیر داعي الحق عابد هم وویل چې شیعه ګانو ته یې سپارښتنه کړې چې سږ کال د عاشورا د مراسمو په لمانځلو کې له احتیاطه کار واخلي او د ویر کوونکو د ژوند د ساتنې لپاره لوی مراسم جوړ نه کړي.

د افغانستان امنیتي چارواکو مخکې تر مخکې شیعه ګانو ته خبرداری ورکړی و چې کره استخبارات یې ترلاسه کړي چې سختدریځي د شیعه ګانو له لوري د محرم او عاشورا پر مراسمو بریدونه کوي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت او د کابل ګارنیزیون تېره اوونۍ (اکتوبر۶ – پنجشنبه) هم له شیعه ښاریانو وغوښتل چې د امنیتي پېښو د مختنیوي لپاره د محرم مراسم په خپلو جوماتونو او تکیه خانو کې په ځای کړي.

د حج او اوقافو وزارت او د ګارنیزیون په اعلامیه کې راغلي «د عاشورا د ورځې د لمانځلو او ویر مراسم دې د حج، ارشاد او اوقافو وزارت او دغه راز د امنیتي کمیسیون په همږغۍ په هغو سیمو کې اجرا شي چې شیعه وروڼه پکې اوسي.»

دې ته په پام چې اوس داعش یا اسلامي دولت په افغانستان کې فعال شوی دی، احتمال لري چې دا برید په داعش کړی وي.

دې ډلې په کابل کې د روښنايي غورځنګ په مظاهره کې په انتحاري برید کې شاوخوا سلو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

One thought on “د کابل د سخي زیارت په حمله کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۴۳ نور ژوبل دي”
  1. ډېردخواشینۍ ځاي دی چې زمونږ بیګناه هیوادوال دخپلو دیني مراسمو د اداکولو په وخت کې شهیدان او یا ژوبلیږی.
    د داسې فاجعو مسوولیت د هغه چا په غاړه دی چې د کابل ښار امنیتی مسوولینو اعلامیو ته یی پام ونکړ او هغه یی بابیزه ګڼلی دی. د دې ویر سازمان ورکوونکی باید د محاکمې میز ته را کش کړل شی. دوی باید د ټپیانو د تداوي مصارف او د شهیدانو کورنیو ته کافي اندازه مصارف ورکړی.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *