تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۹مه: نامعلومو وسله والو نن د کابل د اوومې حوزې په دارلامان واټ کې د طالبانو د واکمنتۍ د مهال د بهرنیو چارو وزارت پخوانی چارواکی او د دې ډلې په پلوۍ مشهور وحید مژده وژلی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته پېښه تاییدوي او وايي ښاغلی وحید نن ماښام جومات ته پر لاره د روسیې سفارت سره نږدې د موټرسایکل سپرو وسله والو لخوا په نښه شوی دی او وژل شوی دی.
وحید مژده په کابل کې د طالبانو پلوي شنونکی ګڼل کېده، خو تر اوسه د ښاغلي مژده د وژنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
شهید وحید مژده د ښه قلم او عالي احساس خاوند وو. که څه هم هغه طالبانو ته منسوب شخص بلل کېده ، خو هغه له وطن او خپل ولس سره ډېره مینه درلودله.
د هغه وژل له سولې سره مخالفت او یوه توطیه ده .
مرحوم ته د الله ج جنتونه نصیب کړي ، کورنۍ او خپلوانو ته د زړه صبر. د ظالمانو لاس د مات شي .
کیدای شی دا کار د پاکستان استخباراتی ډلو او ګلمرجان ډلی کړی وی
ځکه هغه تیر کی زیاتره داسی خبری کولی چی د ګلمرجان ډلی ته منلو نه وی
وحید مژده: پاکستان طالبانو ته ویلي چې په بل نوم، بیرغ او شعار جګړې ته دوام ورکړي
http://www.taand.com/archives/43229