د تهران ایمرجنسي اعلان وکړ چې د تهران په دواړو حملو کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۲ نور ژوبل دي.
د ایران رسمي رسنۍ وايي چې په پارلمان او د خمیني پر مقبره د وسله والو حملې پای ته رسېدلي دي.
د ایران تسنیم خبري اژانس په روغتونو کې د وژل شویو او ټپیانو لیست خپور کړی دی.
په دغه لیست کې د ۴۹ تنو نومونه شامل دي.
دغه اژانس په دقیق ډول نه دي ویلي چې په دغه لیست کط څومره کسان وژل شوي او څومره نور ټپیان دي.
داعش د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
وسله والو کسانو د ایران پر پارلمان او د خمیني پر مقبره برید کړی
تاند- ایراني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد پر پارلمان او د خمیني پر مقبرې هممهاله بریدونه شوي دي چې لا هم روان دي.
د ایران رسمي خبري اژانسونه وايي چې حمله کوونکو یو شمېر کسان (چارواکي) یرغمل کړي دي.
په پارلمان کې په داسې حال کې حمله وشوه چې دې جرګې نن /چهارشنبه/ علني غونډه لرله.

د ایران سپاه پاسداران وايي چې د یرغملو د خلاصون خاص ځواک یې د خمیني په مقبره کې دوه تنه حمله کوونکي وژلي دي.
تراوسه پورې د حمله کوونکو د هویت او شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي خو ایراني رسنۍ یې تروریستان بولي.
سپاه پاسداران ادعا کوي چې په پارلمان کې یې له ۴ تروریستانو څخه یو تن وژلی دی خو یو د پارلمان یو شمېر غړی یرغمل شوي دي.
ایراني رسنۍ وايي چې په پارلمان کې ۸ تنه وژل شوي او ۴ تنه د پارلمان په پاسنیو منزلونو کې یرغمل شوي دي.
د پارلمان په پنځم پوړ کې چاودنه وشوه.
د ایران تلویزیون وايي، د خمیني په مقبره کې لږترلږه ۴ تنه ژوبل شوي دي.
دوی په دې اړه څه نه دي ویلي چې وژل شوي کسان د پارلمان غړي دي اوکه مامورین.
په پارلمان او د خمیني په مقبره کې ډزې لا هم روانې دي.
اور دشیطان کور ته ورسید. شیطان به یی غچ په افغانستان د خپلو جاسوسانو په لاس له افغانانو اخلی، د شویه او سنی محاذ به هم پرانیزی- وطنه ستا د وجود اورونه ستا پر دښمن پوری شه