تاند- بریدمنه اسلام بي بي په هلمند کې تر ټولو جګپوړې ښځینه پولیسه وه چې نن په لشکر ګاه کې له کوره د کار ځای ته د تګ په لاره کې ووژل شوه.

د هلمند د والي ویندوی وویل، اسلام بي بي نن له خپل زوم سره په موټرسایکل روانه وه چې وسله والو کسانو پرې ډزې وکړې.

د والي ویندوی عمرځواک وویل:«اسلام بي بي له سختو ټپونو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه خو زوم یې ژوندی پاتې شو.»

د ښاغلي ځواک په وینا اووه دېرش کلنه اسلام بي بي، چې د درو ماشومانو مور ده، غالباً د وسله والو طالبانو له لوري ویشتل شوې خو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په ځلونو دولتي مامورین، پولیس او د ملي اردو منسوبین په دې ډول حملو وژلي دي.

ویل شوي چې اسلام بي بي په خپلو کارونو کې د بریالیتوب له کبله زیاته ستایل کېده په تېره بیا په دې خاطر چې د افغانستان په ټولنه او هغه هم د هلمند په شان ولایت کې چې ښځې په ټولینزو فعالیتونو کې په اسانه برخه نه شي اخیستلی د یوې ښځې په توګه سخت مسوولیت ته غاړه ورکړې وه.

رویټرز خبري اژانس د اسلام بي بي په اړه په یوه راپور کې ویلي چې اسلام بي بي له ۲۰۱۰ کال را په دې خوا د افغانستان په ملي پولیسو کې د یوه ستوري په شان د پرمختګ په حال کې وه.

6 thoughts on “وسله والو کسانو نن په هلمند کې یوه مهمه پولیس افسره ووژله”
  1. په افغانستان کې د طالبانو او ډیرو ملکي خلکو شکایت دا وي چې امریکایي او نور بهرني ځواکونو یې کورو ته د تلاشۍ لپاره ورځي او دا اسلامي اصول نه دی. که تاسو یوه پولیسه، یوه افغانه وژنئ نو تلاشي به مو څوک اخلي؟؟؟ لږ له ځان سره فکر وکړئ د خوابدي خبره ده چې په افغانانو کې یوه ښځه دومره جرات پیدا کوي چې پولیسه شي او هغه بیا د یوه نادان په هغه ټوپک ووژل شي چې پردی ورکړی او دی بدبخته په ځان هم پوه نه دی چې دا ټوپک یې ولې راکړی. همدغه پردی ورته وایي، چې افغانستان ته بهرني راغلي هله جهاد فرض شو، ښه په سعودي عربستان کې، په عربي متحد اماراتو کې ، په اردن کې په کویت کې په عمان کې بهرني عسکر نه دي پراته هلته خو جګړه هم نه شته ارامي هم ده ولې بهرنیان پکې دي او د هغه ځای خلک ولې دوی نه وژني؟؟؟ هغه عربان چې په عربي هم تر ما تا ښه پوهیږي په قرانکریم هم تر تا ما ښه پوهیږي هغه دغه بهرني نه وژني ځکه وایي چې خپل وطن ولې خراب کړم، لږ له ځان سره فکر وکړئ په دغه قطر کې چې طالبانو د خپل دفتر د پرانیستلو پر مهال د هغه له پاچا ډیره مننه وکړه او هغه یې ډیر دروند یاد کړ هلته د امریکایي پوځیانو مرکزي قومانداني ده، ای طالبه فکر وکړه او د ټوپک خوله دې پر خپل ورور او خور مه تشوه

  2. سلامونه
    عکس د ملالۍ کاکړ دى
    ملالۍ کاکړ کلونه مخکې په کندهار کې ووژل شوه

  3. زموږ دټولو افغانانو په ګټه ده ځکه دتلاښی په وخت کی زموږ په ښځوکی چی نرتلاښی کوی هغه ښدی اوکه ښځینه میرمن تلاشی
    تری اخلی
    بل اسپتالونوکی زموږ دمیرمنو تداوی ده هغه دنرډاکټرانو لخواه ښده اوکه ښځینوولخا
    دخدای لپا ره دښځوسره کارملری څکه په افغانستان کښی داسی مسلمانا ن خلګ شته چی په کورکی یی داولاد بیماری وی دښځو
    ډاکټرانو دنه شتون له کبله یی ښځه په کورکی دمرسره مخ شوی ده موږپه افغانستان کښی ښځینه ډاکټرانی اوښځینه پولسی ډیری کمی
    دی له څنګه چی زموږ دمیرمنو لپاره ښځینه ډاکټرانی پکاررازی هم داسی ښځینه پولسی زموږمیرمنو ته کارکوی ځکه دتلاښی پروخت زموږ دمیرمنو مخ چی ښځوته ښکاره شی هغه ښده اوکه نرپولس بورکه ځنی لیری کوی اومال ناموس یی لټوی داډیردشرم
    خبره
    ښځینه پولیسی اوښځینه ډاکټرانی اودښځینه کارکونکو وژل دهرچاله خواڅخه چوی داډیر غلط کار دی ځکه دښځینه وو کارکول

    1. ښځینه پولیسی اوښځینه ډاکټرانی اودښځینه کارکونکی زموږ دټولو افغانانو په ګټه ده ځکه دتلاښی په وخت کی زموږ په ښځوکی چی نرتلاښی کوی هغه ښدی اوکه ښځینه میرمن تلاشی
      تری اخلی
      بل اسپتالونوکی زموږ دمیرمنو تداوی ده هغه دنرډاکټرانو لخواه ښده اوکه ښځینوولخا
      دخدای لپا ره دښځوسره کارملری څکه په افغانستان کښی داسی مسلمانا ن خلګ شته چی په کورکی یی داولاد بیماری وی دښځو
      ډاکټرانو دنه شتون له کبله یی ښځه په کورکی دمرګ سره مخ شوی ده موږپه افغانستان کښی ښځینه ډاکټرانی اوښځینه پولسی ډیری کمی
      دی له څنګه چی زموږ دمیرمنو لپاره ښځینه ډاکټرانی پکاررازی هم داسی ښځینه پولسی زموږمیرمنو ته کارکوی ځکه دتلاښی پروخت زموږ دمیرمنو مخ چی ښځوته ښکاره شی هغه ښده اوکه نرپولس بورکه ځنی لیری کوی اومال ناموس یی لټوی داډیردشرم
      خبره

  4. ښځینه پولیسی اوښځینه ډاکټرانی اودښځینه کارکونکی زموږ دټولو افغانانو په ګټه ده ځکه دتلاښی په وخت کی زموږ په ښځوکی چی نرتلاښی کوی هغه ښدی اوکه ښځینه میرمن تلاشی
    تری اخلی
    بل اسپتالونوکی زموږ دمیرمنو تداوی ده هغه دنرډاکټرانو لخواه ښده اوکه ښځینوولخا
    دخدای لپا ره دښځوسره کارملری څکه په افغانستان کښی داسی مسلمانا ن خلګ شته چی په کورکی یی داولاد بیماری وی دښځو
    ډاکټرانو دنه شتون له کبله یی ښځه په کورکی دمرګ سره مخ شوی ده موږپه افغانستان کښی ښځینه ډاکټرانی اوښځینه پولسی ډیری کمی
    دی له څنګه چی زموږ دمیرمنو لپاره ښځینه ډاکټرانی پکاررازی هم داسی ښځینه پولسی زموږمیرمنو ته کارکوی ځکه دتلاښی پروخت زموږ دمیرمنو مخ چی ښځوته ښکاره شی هغه ښده اوکه نرپولس بورکه ځنی لیری کوی اومال ناموس یی لټوی داډیردشرم
    خبره

  5. زما ورونو :
    په پاکستان کئ په زرګونو ښځی پو لیسانی فعالیت کوی ما تر اوسه نه دی اوریدلی چئ پاکستان طالبانو دی پولیسه میرمن وژلی وی نوزما په وطن کی یی ولی وژنی او په څه؟ ها ویدو افغانو طالبانو لږ د غفلت د خوبه را ویښ شی او پخپل و طن ورحمیږی

ځواب ورکول پروین سید ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *