ارشیف

تاند- د کونړ ولایتي چارواکي وايي، نامالومو وسله والو په دغه ولایت کې پر یوه ښوونځي حمله کړې او هغه ته یې اور ورته کړی دی.

د کونړ امنیه قومندانۍ پېښه تایید کړه، ویې ویل چې دا پېښه تېره شپه ناوخته په اسمار ولسوالۍ کې شوې ده.

د کونړ د پوهنې ریاست هم راپور تایید کړ، ویې ویل چې په دغه ښوونځي کې څلور سوه ماشومانو زده کړه کوله.

د کونړ د پوهنې د ریاست یوه جګپوړي مامور عبدالقادر وویل چې په دغه منځني ښوونځي کې هلکانو او نجونو په ګډه درس وایه. ښايي همدې مسلې سخت دریځو ته د دغه ښوونځي د سوځولو جواز برابر کړی وي.

تراوسه پوري کومې ډلې د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. طالبانو په لومړیو کلونو کې په ویاړ پر ښوونځیو د حملو مسوولیت په غاړه اخیست خو وروسته وروسته چې یې د خلکو عکس العملونه ولیدل، د ښوونځیو د سوځولو او یا ورانولو په اړه څه نه وايي.

د افغانستان د نورو سیمو خلاف، چې دا ډول بریدونه پکې عموماً وسله وال طالبان کوي، کونړ یو له هغو ولایتونو څخه بلل کېږي چې وسله وال طالبان یې د ښوونځیو مخالفت نه کوي حتي ویل شوي چې په ځینو سیمو کې طالبان پر ښوونځیو څارنه کوي چې ایا ښوونکي تدریس ته حاضریږي او کنه.

د افغانستان د پوهنې وزارت په وروستیو کې پر ښوونکو، زده کوونکو او د پوهنې په وزارت پوري پر اړوندو مامورینو د وسله والو مخالفانو پر بریدونو اندېښنه ښکاره کړې وه.

د دې وزارت په وینا د روان کال له پیله د اګست تر میاشتې پوري تر سلو زیات ښوونکي او یا د معارف د وزارت کارکوونکي وژل شوي دي.

7 thoughts on “وسله والو کسانو په کونړ کې یو ښوونځی وسوځاوه”
  1. په دې ښوونځي کې لږ تر لږه شباړلس قرآن کریمونه او سل ټوکه نور دینی کتابونه سوځېدلي دي. ایا د ننګرهار پوهنتون محصلان حاضر دي چې په دغو قرانونو هم مظاهره وکړي؟ د دوی دین او غیرت به اوس معلوم شي؟

  2. هغه کسان چی شونځی سوزوی او د تحصیل او تعلیم خلاف دی اولآ خو مسلمان بیا افغان نه دی. الله پاک دوی ته سخته سزا ورکری او په دنیا او اخرت کښی وشرموی

  3. دکنړاواسمار باتورولس ته خطاب، لږڅه بیداره شۍ .دقرآنکریم اودعلم له کوره دفاع وکړۍ۰نوربس ده، راتلونکۍ نسل په تیاروکې مه پریږدۍ۰

  4. وایی: جلیل هم افغان حکومت ته هم طالب چارواکوته هم دوطن اواسلام دښمنانو ته

    هرڅوک چی افغانان دتعلیم څخه لیری اومکتبونه سوځوی الله تعالی دی په دنیا اواخیرت کی شرمینده اورسواه کړی الله تعالی په سترګوړوند اوپه پښوشل کړی داڅنګه مسلمان دی په دی مکتب کښی یوازی ماشومان دمکتب کتابونه لولی
    اوکه قرآن شریف هم زده کوی بل داچی په دی مکتب کښی یوازی مکتب اورواخیست او که قرآن مجید هم ورسره اورواخیست په الله تعالی ښه خبردی

  5. پدی توګه دوی ثابته کړه چی مسلمانان نه ، بلکی منافقین دی. دوی غواړی پدی توګه د مسلمانانو زړونه له آسمانی مقدس کتاب – قرآن شریف او نورو اسلامی ارشاداتو نه تور کړی. دا کار سل په سلو کی د اسلام مقدس دین دښمنانو ته خدمت کول دی. که طالبان رښتیا مسلمانان وی نو دوی د د دی خبیث کار عاملین ونیسی او همداسی د په اور کی واچوی. او که دوی دا کار ونه کړ نو دوی خپله د دی شنیع عمل مرتکبین دی . د الله لعنت دی په هغه چا وی چی د علم او پوهی ډیوی وژنی.

  6. دا ضالمان نه غواړی چه د افغان بچی د علم او بوهی خاوندان شی۰ دوی داسی فکر کوی چه د جنت دروازی تنها د بیسوادو بر مخ وازی دی۰ مخکی له دی مکتب وسیزی خبل هغه خواهشات چه لری باید له قوم سره بری خبری وکړی۰ ددی جهاد به اخیر کی به د کونړ تول بچی بی علمه باتی شی او بیا به تول عمر دیاړی کوی

ځواب ورکول بسم الله خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *