ذبیر افغان
ولاء د لغت له مخې دوستي او مینې ته وايي، لسان العرب تر (موالاة ) لاندې همدا ترجمه کړې ده. المولی بیا په خورا زیاتو ماناؤ کارېږي چې زیاتره وخت د مرسته کوونکي او دوست لپاره کار شوی دی. ولایة په زور سره د نسب، نصرت او ازادي(عتق) په مانا دی. نو موالاة د معاداة(دوښمنۍ) او ولي د عدو(دوښمن) ضد دي. ولي د نژدېکت او موالاة بیا د متابعت(پيروي) لپاره هم استعمالېږي. تولي کله د مخ اړولو په ماناوي او کله د پيروي، قران کریم کې دي( وان تتولوا یستبدل قوما غیرکم) بل ځای وايي: (ومن یتولهم منکم فانه منهم) په لومړي ايت کې د مخ اړولو مانا ور کوي او په دویم کې د پيروي او مرستې.(لسان العرب د ابن منظور: ۳/ ۹۸۵- ۹۸۶، القاموس المحیط مخ: ۲۹۴)
ابن الاعرابي د براء په اړه ویلي چې د خلاصون، پاکي، لیرېوالي او ډار په مانا دی. براء او بریء په یوه مانا دي.(لسان العرب: ۱/ ۱۸۳، القاموس المحیط: ۱/ ۸)
د دې دواړو اصطلاحاتو په اړه شرعي یا اصطلاحي تعریف کې پخوا ډېر عمومیت شوی دی. که اوس هم د افراطي ډلو تعریفونه وکتل شي نو ترې مالومېږي چې د قران کریم له دې اصطلاحاتو سره يې ظلم کړی دی او تر خپل هغه مفهوم يې ډېر عمومیت ور کړی چې د قران په ایت کې له کوم سیاق و سباق سره راغلي دي.
زه په دې لیکنه کې د نوروپخوانیو یا اوسنیو افراطیانو تعریف نه را اخلم، لومړی د قران کریم یو ایت را اخلم او هغه ایت د دې دواړو سم شرعي تعریف وړاندي کړی دی چي وروسته يې تشریح کوم:
اللّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُواْ يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّوُرِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ أَوْلِيَآؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُم مِّنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ (البقره: ۲۵۷)
ژباړه: الله د هغو کسانو دوست دی چې ایمان يې راوړی، له تاریکیو يې رڼا ته باسي او هغوی چې انکار يې کړی دی، د طاغوت دوستان دي چې له رڼا يې تیارې ته بیايي.
له دې ايت څخه په ډېره اساني د ولاء او براء تعریف مالومولای شو. قران کریم دلته مومنان د الله دوستان او کافران د طاغوت ولیان ګڼلي دي. له دې ښکاري چې په قران کریم کې هر ځای د ولاء یا براء یادونه کوي نو ديني او مذهبي دوستي يې هدف وي. قران کریم اصلا د لغت پوهنې کتاب نه دی چې د الفاظو پر مانا یا تعریف خبرې وکړي، خو د اصطلاحاتو له کارونې او سیاق و سباق څخه يې موږ تعریف مالومولای شو.
قران کريم یو بل ځای هم د دې وضاحت کړی دی:
لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (8) إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (الممتحنة: ۸، ۹)
ژباړه: چا چې له تاسو سره د دین پر سر جنګ نه وي کړی او نه يې له خپلو سیمو پسي اخیستي یاست الله مو له دې نه منعه کوي چې نیکي او انصاف ور سره وکړئ بېشکه الله انصاف کوونکي خوښوي. بلکې د هغه چا له دوستي مو الله بندوي چې له تاسو سره يې د دین پر سر جنګ کړی وي او تاسو يې له خپلو سیمو شړلي یاست او ستاسو پر ایستلو يې کومک کړی وي، که چا له دوی سره دوستي وکړه نو هماغوی ظالمان دي.
په دې ايت کې دا په ډاګه شوه چې څوک له مسلمان سره د دین پر سر شخړه کوي، نو هغه د دوستۍ وړ نه دی، ځکه په اسلام کې اصل دادی چې (لا اکراه في الدین) نو څوک چې دې اصل ته درناوی نه لري هغه ګواکي اسلامي او انساني ارزښتونه نه شي پاللای له دې امله د مسلمانانو د دوستۍ وړ هم نه دی. مګر بل پلو هغه کسان چې دا کار يې نه وي کړی د هغوی له نیکي او انصافه الله تعالی منعه نه ده کړې بلکې مسلمانان يې دې ته هڅولي دي چې نیکي او انصاف وکړي، د الله همداکسان خوښېږي.
رسول الله په مدينه کې له یهودو سره تړون وکړ چې موږ و تاسو به سره حلیفان یو، مسلمانان او یهود يې یو سیاسي ائتلاف بللې دې او له مدينې د دفاع په خاطر يې له یهودو سره سیاسي او دونیوي دوستي در لوده، د یهودو په بازارونو کې مسلمانانو پير و پلور کاوه او د ځينو مسلمانانو تجارتي کاروانونه د روم او فارس تر ولکې لاندي سیمو ته تلل چې د رسول الله په ټوله لسکلنه نظامي سیاسي رهبرۍ کې هغه له دې څخه منعه نه ده کړې او له ځينو عربي قبایلو سره چې يې د تجارت راکړه ور کړه بنده کړې وه هغه هم د دین پر سره د شخړې له امله یو مجبوریت وو چې مکیان د دې ډلې په لومړي کتار کې ولاړ وو. اما کله چې هغوی د مسلمانانو له لاسه رسول الله ته شکایت وکړ چې زموږ د تجارت لار د بنوحنیفه قبیلې یو مشر ثمامه بن اثال بنده کړې ده؛ نو رسول الله هغه ته امر وکړ چې لار خلاصه کړه ځکه زه خلګ له لوږې نه وژنم. د بخاري په کتاب المغازي او فتح الباري کې يې پوره تفصیل راغلی دی.
د ولاء او براء په اړه یو حدیث هم ډېر راوړل کېږي چي خلګ له هغه څخه هم ناسم فهم اخلي، حدیث دادی:
«مَنْ أَحَبَّ فِي اللَّهِ، وَأَبْغَضَ فِي اللَّهِ، وَأَعْطَى لِلَّهِ، وَمَنَعَ لِلَّهِ فَقَدِ اسْتَكْمَلَ الْإِيمَانَ» (المعجم الاوسط باب المیم باب من اسمه مسلمة ح: ۹۰۸۳)
ژباړه: که چا مینه او کینه دواړه دالله لپاره وکړل، ور کړه او منعه يې هم د الله له کبله وي، نو هغه ایمان بشپړ کړ.
دا او دې ته ورته روايات هم واضح دي زموږ له پورته تشریح سره يوډول ضدیت نه لري. ځکه د الله لپاره مینه او کینه هم په دین پوري تړلې وي، همداراز ور کړه او منعه هم. په دې خاطر چي الله د دین رالېږونکی دی، ديني چارې راښيي، نو موږ چې د الله له امله له یو چا سره دوستي یا دوښمني کوو حتمي خبره ده چي هغوی به پر دین راسره شخړه کوي کنه په دنیوي امورو کي خو هيڅ ځای الله امر نه دی کړی چې له چا سره دوستي او له چا سره دوښمني وکړو؟
د الله لپاره هر څه یوازي تر دین پوري محدود دي؛ ځکه الله ديني لارښود دی، لومړی شارع دی، ديني چوکاټونه او حدود هغه ټاکلي دي، له دې امله به د خدای لپاره خپګان او خوشالي د هغه د دین پر سر وي نه د هغه څه پر سره چي الله يې په اړه هيڅ نه دي ویلي. له دې ښکاره مالومېږي چې دین د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او نورو دنیوي چارو په اړه هيڅ نه دي ویلي، بلکې په دين کې اړینه ده چې په ديني چوکاټ کي دننه به د هغه لارښوونې عملي کېږي، له دې امله که څوک خپه کېدل خپه دي شي او که څوک خوشالېدل خوښ دې شي. د همدې دين د پياوړتیا لپاره ور کړه د الله لپاره ور کړه او د دېن د دفاع په خاطر يې بندول هم د الله لپاره دي.
د ولاء او براء تعریف داشي کول چې له نامسلمانو سره ټولې دنیوي اړيکې باید پریکړل شي، نه کوم ديني بنسټ لري او نه يې ځمکني واقعیتونه مني. رسول الله په خپل وخت کې د مدینې له یهودو نیولې بیا د فارس تر اورپرستانو او د ورم تر اهل کتابو له ټولو سره اړیکې ساتلې وې، د مسلمانانو تجارتي قافلې همدې سترو نامسلمانو امپراتوریو ته تلې راتلې او د رسول الله د مرګ مهال هم د هغه زغره د یوه یهود سره ګرو وه، د خیبر ځمکې يې یهودو ته د یو معاملې له مخې ور کړې وې او داسي نور مثالونه. قران کریم هم یادونه کوي چې که مسلمان له تاسو مسلمانانو د دین پر سر مرسته طلب کړي نو تاسو به مرسته ور سره کوئ اما نه د هغه قوم خلاف چې له تاسو سره تړون ولري.(النساء: ۹۰، ۹۲، الانفال: ۷۲)
زما په اند له مکیانو او یهودو سره د جنګ مهال ځيني احکام رسول الله د سیاست او د وخت د غوښتنې له امله هم ور کړي چې په دې ډول يې د خپلو پيروانو ترمنځ له دوښمنه نفرت پيداکاوه او د هغوی اتحاد هم په دې ډول مضبوط کېدی. د جنګ مهال د یوه بریالي مشر یوه ځانګړنه داده چي د خپلو کسانو ترمنځ دوښمن بدنام کړي او هغوی باید سخت نفرت ځني وکړي، په دې ډول نه دوښمن ته د نژدېکت، همکارۍ او جاسوسۍ هڅه کوي او خپلمنځي اتحاد ته هم ډېره ګټه رسوي.
له مکیانو او یهودو سره د جنګ مهال همدا د حالاتو غوښتنه وه، جګړه ییز حالات یو ډول احکام لري او د امن وخت بل رکم، د سختۍ مهال یو ډول اوامر وي او د سوکالۍ پر وخت تغییر کوي، د ضعف حالت بیا د قووت له حالت سره په ډېرو شیانو کې توپیر کوي.
له دې امله د ولاء او براء یوازي یو تعریف او هغه هم د قران او سنت پر نصوصو او اصولو برابر نه وي نه معقول کار دی او نه يې د وخت غوښتنې ایجابوي. نن اړتیا ده چې موږ ځيني فقهي اصطلاحات له نوي سره تعریف کړو، ځيني فقهي قواعد د وخت له حالاتو سره سم اپډيټ کړو او ځيني بیا نوي رامنځته کړو. په دې ډول موږ کولای شو چې د دین د سم فهم لپاره لار هواره کړو او هغه ناسم پوهاوی چې اوس موجود دی ممکن تر ډېره بریده يې ګراف راکم شي.
د پخوانيو تعریفونو یوه ستونزه دا هم وه چې د یوه کس له لوري کېدل، هلته داسي یوه اداره موجوده نه وه چي د یوې قاعدې یا تعریف ټول اړخونه وسنجوي او بیا يې په اړه پریکړه وکړي، بلکې د یوه کس د هڅو محصول وو چې ګوره په خپل وخت کې به يې سمه نتیجه ور کړې وي کنه؟ اما اوس حالات بدل شوي دي، هغه تعبیرونه چې له دینه پخوا یوه کس یا یوې وړې ډلي کړي دي نن زموږ غوښتنې نه پوره کوي، ځکه هغوی خپله د اوس له وخت له انکشافاتو خبر نه ول، دا مسلې ورته مالومې نه وي، زموږ د وخت له غوښتنو په هيڅ صورت هغوی نه وو خبر، له دې امله يې حللار هم نه ده ټاکلې، د همدې لپاره باید نن هڅې وشي او د یوې مستقلې ادارې له لوري وشي چې د نورو علومو ماهر پوهان يې هم غړیتوب ولري څو يې د جانبي عوارضو په اړه هم فکر او سنجش وکړي.
کیدای شی تاسی تہ پتہ وی چی عربی ڑبہ یوہ بشپرہ ڑبہ دہ چی پہ نورو ڑبو کی د الجبر مفھوم لری خکہ چی بشر قانون او فارمول لری او لہ ھمدی آملہ د کلام اللہ پہ لیکلی سرہ یی اوچت مقام تر لاسہ کری
ھغہ مخارج ،ریشہ او تعریف چی د کلام اللہ پہ الفاظو کی دی ھیخ قاموس یی نشی بیانو لی تا دیر پیچلی بحٹ کری او نہ پوھیزم چی سیاق او سباق او عتق دی ولی بی خایہ استعمال کری یا یی پہ مانا پوہ شوی نہ یی او یا ھسی ۔۔۔۔
ستا پاملرنہ غوارم کہ پہ دی ھکلہ دلیل لری چی موضوع روشانہ شی شخصی انگیز ہ نہ لری
سلامونه،
د ولاء اوبراء تعاریف او ماناوې خو یو څه روښانه سوي ، خو زه د زبیر خان په دغې جملې سم پوه نه شوم (له دې ښکاره مالومېږي چې دین د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او نورو دنیوي چارو په اړه هيڅ نه دي ویلي، بلکې په دين کې اړینه ده چې په ديني چوکاټ کي دڼه به د هغه لارښوونې عملي کېږي، له دې امله که څوک خپه کېدل خپه دي شي او که څوک خوشالېدل خوښ دې شي.)!
مونږ خو له ډیریو علماوو کرامو اوریدلي او تفاسیرو کې مو لوستلي چې دین او په ځانګړې ډول (اسلام دین ) یو مکمل دنیوی او اخروی تګلاره ده چې د انسانانو حقیقی فلاح په کښې نغښتې ده . پخپله د حضرت محمد ص.، د راشده وو خلفاوو، عمر بن عبد العزیز ، نو شیروان عادل، سلطان عبدالحمید خان عثماني ا.د.ن. روښانه دورې او تاریخونه د دو شاهد دي.
نپوهیږم ، که زبیر خان افغان په دې برخه کې لږ نور توضیحات ورکړي ، یا ېې بله مقاله کې ، د شریفزاد صیب خبره د سیاق،سباق او عتق … د تشریح سره واضح کړي . مڼنه .