تاند – ولسمشر محمد اشرف غني د پښتو ژبې نومیالي سندرغاړي او د غزل پاچا استاد خیال محمد ته د غازي میربچه خان عالي دولتي مډال ورکړ.

په هغه فرمان کې چې په کابل کې د ولسمشرۍ له دفتر څخه صادر شوی او د ولسمشر له خوا لاسلیک شوی راغلي، «د پښتو د کلاسیکې موسیقۍ، ولسي موسیقۍ او نوې موسیقۍ په برخه کې پېژندل شوی سندرغاړی استاد خیال محمد د پښتو موسیقۍ د ځانګړي مکتب خاوند ګڼل کیږي.»

د ولسمشر فرمان زیاتوي، «نوموړي په خپلو سندرو کې د لرغونو او معاصرو شاعرانو شعرونو ته روح او ولس ته یې د سندرو په بڼه خوشحالي وربښلې ده. موسیقۍ ته د خدمت په لاره کې یې د قدر وړ کړنې ترسره کړي او له ځانه یې ښې وړتیاوې ښودلي دي.»

د ولسمشر غني فرمان په دې ټکو پای ته رسېږي، «له همدې امله، د نوموړي د ښو، غوره او قدر وړ خدمتونو د تقدیرولو په موخه د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۹مې فقرې له حکم سره سم د پښتو موسیقۍ د غزل پاچا استاد خیال محمد ته د غازي میربچه خان د عالي دولتي مډال ورکړه منظوروم.»

د استاد خیال محمد د هنر او شخصیت د لمانځنې غونډه نن/د نومبر۱ نېټه/ د پېښور په نشترهال کې ترسره شوه چې د نوموړي د هنر مینه والو په کې برخه اخیستې وه، خو ویل کیږي چې د غونډې له نېټې څخه خواوشا لس ورځې مخکې د پاکستان حکومت د غونډې منتظمینو ته اخطار ورکړ چې له افغانستان څخه دې مېلمانه نه ورغواړي.

5 thoughts on “ولسمشرغني استاد خیال محمد ته د غازي میربچه خان عالي دولتي مډال ورکړ”
  1. عبیدخان اوس خبر شو چې پاکستان د نړۍ کثیف ترین هېواد دی. لعنت په آی ایس آی چې افغانان وژني او د یو کېدلو مخه یې نیسي.

  2. دولسمشر اوهغو خلکو دې کور اباد وي چې دخیال محمد استاد قدر یی وکړ او خیال استاد هغه غازي دی چې د موسیقۍ په توره اوډال یې د پشتون ولس یې غزا وکړه

  3. ولی په هره برخه کی وایی ” د پشتو وتلی لوبغاری، سندرغاری او….” ولی یوازی سندرغاری نه لیکی. بیا که سوک درته وایی افغان نه یی په قار به هم شی که سنگه؟

    1. د (له) او (د) فرق همدلته کېږي. که مو وویل له پښتو وتلی، معنا یې هماغه ده چې تاسو ورته اشاره کوئ او که مو وویل د پښتو وتلی یعني معروف – پېژندل شوی
      یو بل مثال یې دا مصرع ده: تل به دې ساتو له پردو وطنه
      او که د (له) پر ځای (د) ووایو، معنا یې بدلېږي لکه
      تل به دې ساتو د پردیو وطنه

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *