تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې ته په افغانستان کې سخت ګوزار ورکړای شوی دی.

ولسمشر غني د جمعې په ورځ د جرمني په مونښن کې امنیتي کنفرانس ته وویل:«په افغانستان کې د داعش ۱۵۰ غړي وژل شوي دي.»

ده همداراز وویل چې په افغانستان کې د پاکستان پولې ته څېرمه د داعش د خلافت ږغ راډیو د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په دوو هوايي حملو کې ویجاړه شوه.

د داعش ډله په افغانستان کې نوې رامنځته شوې ترهګره ډله ده او اوس په ننګرهار کې زیاته فعاله ده خو په ګڼو نورو ولایتونو کې یې پټ فعالیتونه پیل کړي، جګړه مار یې جذب کړي او هغوی ته یې ویلي چې تر هغو په کورونو کې واوسي چې دا ډله پرې ږغ کوي.

د امریکا ولسمشر په وروستیو کې په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته اجازه ورکړه چې په افغانستان کې د داعش پر ضد عملیات وکړي.

امریکايی چارواکي وايي چې په وروستیو ۳ اوونیو کې په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو د داعش پر ضد ۲۰ هوايي حملې کړي دي

One thought on “ولسمشرغني د مونښن کنفرانس ته وویل، په افغانستان کې داعش بد ګوزار خوړلی”
  1. څه مداري اولس مشران زمونږ په برخه دي خدایه، دا څه وایي آیا دی د هیوادوالو له حاله خبر دی ؟ که یواځې د ارګ د دیوالو منځ کې ځان ته امنیت غواړي؟
    لمر په دوو ګوتو پټیږي نه، دداعش زیږوونکي هم ټولو ته مالوم دي او او وژوونکي هم

ځواب ورکول غوټۍ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *