خبریال: بشرمل – ولسمشر غني وايي، خوست، پکتیا او پکتیکا به ډېر ژر په اقتصادي او صنعتي مرکزونو بدل شي.

 ولسمشر غني دا خبره د ځدراڼ میشتو  سیمو له مشرانو او ځوانانو سره په غونډه کې وکړه.

په دې غونډه کې د ځدراڼو د ځوانانو ټولنې له ولسمشر څخه وغوښتل چې خوست ولایت دې د لویې مواصلاتي لارې د جوړولو په وسیله د ځدراڼو  تنګي درې له لارې د پکتیکا له ارګون ولسوالۍ او بیا له زابل ولایت سره ونښلول شي.

د دوی په وینا د دې کار ګټه به دا وي چې خوست او پکتیکا ولایتونه به د لوی کندهار له  حلقوي سرک سره ونښلول شي،  او له یادې لارې به دا درې ولایتونه په اقتصادي لحاظ د نیمروز  ولایت د دلارام  له لارې  د  چاه بهار له بندر سره ونښلول شي.

 د ځوانانو بله غوښتنه دا وه چې خوست ولایت دې، د ځاځي میدان او مقبلو سیمو له لارې د پکتیا د څمکنیو او ځاځي اریوب له ولسوالیو او بیا د یادې لارې د لوګر له  ازرې ولسوالۍ سره او له هغې لارې بیا له ننګرهار ولایتونو سره ونښلول شي.

په غونډه کې په خوست ولایت کې د باچاخان نړیوال پوهنتون طرحې او(۲۰۰۰ جریبه)  ځمکې امر غوښتنه د یوه ځانګړی فرمان د صادرولو له لارې وشوه. همداراز د یاد پوهنتون افتخاري ریاست وړاندیز هم ولسمشر ته وشو، او له ولسمشر د یاد پوهنتون د مالي ملاتړ لپاره د نړیوالو ډونرانو کنفرانس د رابللو غوښتنه وشوه؛ د دې غوښتنې په بدل کې ولسمشر د باچاخان  نړیوال پوهنتون طرحه یو ځل بیا وغوښته او له ځان سره یې د کتو په موخه کیښوده.

One thought on “ولسمشرغني: لویه پکتیا به په صنعتي او اقتصادي زون بدله کړي”
  1. دا د باچاخان پوهنتون کې د چارسدې د باچاخان پوهنتون د کیمپس یا استازې ادارې په نامه او له هغوی سره د استادانو د تګ راتګ په بڼه جوړیږي دا شی کافي اندازه خطرناک جوړیدای شي ځکه چې هلته په ولي خان پوهنتون او باچاخان پوهنتون کې یوازې افغانستان پلوه نیشنلیان استادان نه دي بلکې د آی ایس آی غټ خلک هم په کې موجود دي او چټلستان چې کله افغانستان ته څوک لیږي حتما به یې په سوغۍ کې څه فساد وي. دا باچاخان پوهنتون دې مستقیما د عالي تحصیلاتو د وزارت تر چتر لاندې او د چارسدې له پوهنتون نه جلا جوړ کړای شي.

ځواب ورکول جمال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *