تاند- ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان به په نوي کال کې د برېښنا د تولید په برخه کې داسي بې ساري ګامونه واخلي، چې مخکې نه دي اخیستل شوي.

ښاغلي غني وویل، په ۱۳۹۵ کې به د برېښنا تولید د تېرو ۱۰۰کلونو په پرتله په بې ساري ډول زیات شي.

ولسمشر غني مخکې ویلي و چې د افغانستان په مختلفو برخو کې به پر ۱۷ بندونو کار پیل شي.

ده په خپل حکومت کې پر نیمګړتیاوو او ستونزو اعتراف وکړ، په تېره بیا د اداري فساد یادونه یې وکړه، ویې ویل چې له دې پدیدې سره به په ۱۳۹۵ کال کې سخته مبارزه وشي.

د افغانستان ولسمشر د نوي کال په مناسبت په خپله وینا کې ملت ته د سولې ژمنه ورکړه او ویې ویل چې افغان امنیتي ځواکونه به په نوي کال کې لا پرمختګ وکړي.

ده وویل، حکومت تیر کال په زیاتو برخو کې ستونزې درلودې خو افغانستان به په نوي لمریز کال کې په امنیتي او اقتصادي  ډګرونو کې د پام وړ پرمختګونه وویني.

ولسمشر دا هم وویل چې د هیواد په لویدیځ  کې له ایران سره او په ځینو نورو ولایتونو کې به د  اورګادي د پټلیو جوړیدل پیل او مهمې اقتصادي پروژې عملي شي.

12 thoughts on “ولسمشرغني وايي، دومره برېښناکوټونه به جوړ کړي چې په ۱۰۰ کلونو کې نه دي جوړ شوي”
  1. دائې ګز دائې ميدان
    څوک چه جنګ نه کوي لو ډبره راآخلي
    مياشت دآوله سره معلومه وي
    په شعارو آفغانستان نه جوړيږي

  2. اختر خو پټ مېړه نه دی،‌۱۳۹۵ کال به هم وګورو،‌خو خدای دې ګل مرجی درنه واخلي چې کار ته لاره هواره شي.

  3. دا د ارګ د خولی غږیږي غني د يو بدبخته افغانستان خوا ته ملت او د افغانستان د کشولو کوښښ کوي الله تعالی د تری مونږ او دا ملت خلاص کړی نه ئې هيواد ترقي مخ ته راهنمايي کړو نه ئې اداري فساد ختم کړو ان ادارو څخه هغه پخواني د ټوپک سالاري د وخت اداري جوړي دي وزير که د هر طرف يا ډلي وي نو لاندي مامورين هم د هغه ډلي وي او که د ازاد رقابت له لاري ورته د هغه د ډلي يا ګوند کس کامياب نشي هغه امتحان بیا لغوه کوي ما سره ئې ښه مثالونه شته يو به درته د نموني په ډول وړاندي کړم چې د عدلي وزير لخوا د هغه کس چې د ازاد رقابت له لاري کامياب شوی ددی وجی لغوه او بست ئې بيا اعلان ته ورکړچې دوزير کس پکي کامياب شوی نه وه ددې په شان نور

  4. کله چې د کونړ په سیند د بریښنا د تولیدولو په موخه د کارکولو کوم څرک نه لګيږي ، د ولسمشر وعدې خوشې بې معنی معلوميږي

  5. مخلص
    دا خوشی خبری او بیجایه وعدی دی. اوس هم هماغه چور او چپاول روان دی که پخوانیو توپک سالارانو وزیرانو برالا
    غلاوی کولی مگر اوسنی دانسبتا هوشیار او تنکی وریران لکه دابو او برشنا وزیر اوله خپله یوه کمپنی دبل چا په نامه تاسیس کوی او بیا یوه لویه پروژه دخارجی کمپنی په نوم دجاینت ویچر په شکل اخی او نیمی پیسی دپروژی په خپل جوب کی اچوی پرته لدی چه کوم کار هم په پروژه کی وکی ا

  6. زمونږ دبرق اوبریښنا څخه توبه ده، زه هره ورځ وژل کیږم ماته آمن راوله

    ددفاع، کورنیو چارو وزیران دسرپرستی څخه وباسه اوهم دملی امنیت ریس اووالیان راته دسرپرست دنوم څخه اوباسه

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *