تاند- د افغانستان ولسمشر وايي، طالبان باید د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي چې د افغانستان ۱۷ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن /پنجشنبه/ په کابل کې له بلومبرګ سره په مرکه کې وویل، طالبان او نورې تروریستي ډلې هڅه کوي چې «زموږ ښکلی هیواد د جګړې او تشدد په میدان بدل کړي. موږ باید د سولې لار خپله کړو، د دایمي او تلپاتې سولې.»

ښاغلي غني په دې مرکه کې ویلي چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به ځان کاندید کړي چې خپل نابشپړ کارونه بشپړ کړي.

دا لومړی ځل دی چې ښاغلی غني رسماً وايي د راتلونکي لمریز کال د حمل د ۳۱ نېټې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندیدوي.

د ده ځینې سیاسي مخالفان هم هڅه کوي چې پر یوه کاندید جوړ راشي.

د شمال پخوانۍ ټلواله، چې اوس یې د افغانستان د ستر ملي ايتلاف په نوم ټلواله جوړه کړې، له یوې مودې راهیسې سلامشورې کوي چې ولسمشرۍ ته پر کاندید موافقه وکړي.

One thought on “ولسمشرغني وايي، د راتلونکي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندیدوي”
  1. SALAMOALIKUM/IF PEOPLES THINK POSITIVE/ASHRAF GHANI IS BETTER FROM ANY OTHER,
    ASHRAF GHANI CAN DO GOOD.
    BUT WE NEED MORE ATTENTION FOR NANGAR HAAR,
    LAST PERIODE HE FORGOT NANGARHAR.

    THANK YOU

ځواب ورکول RAZMOHAMMED MAMAWAAL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *