تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د سرحدي پولیسو د افسر د دوهم ساتمن نجیب الله مېړانه وستایله، ویې ویل چې نوموړی د هیواد د ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا د دفاع په لار کې شهید شو.

دوهم ساتمن نجیب الله وړمه شپه هغه مهال د پاکستاني پوځیانو له لوري وویشتل شو چې ده او ملګرو یې پاکستاني پوځیان پرې نښوول چې د افغانستان په خاوره کې پوسته جوړه کړي.

ولسمشر غني په یوه حکم کې د نجیب الله د زړه ورتیا د ستاینې ترڅنګ د نوموړي د کورنۍ پاتې غړیو ته لوړ دولتي میډال او په کابل ښار کې د درو خونو اپاراتمان ورکړ.

د ولسمشر په حکم کې دا هم ویل شوي چې د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې ښار مرکزي چوک کې دې «شهید دوهم ساتمن نجیب الله چوک» ونومول شي.

ولسمشر محمد اشرف غني په یوه جلا حکم کې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالي د سرحدي پولیسو د ۴۰۲ زون اتم کنډک ته، چې نجیب الله یې هم غړی و، د مېړانې لوړ دولتي نښان او یوه میاشت اضافي معاش وباخښه.

په حکم کې ویل شوي چې د افغانستان ولسمشر د دې کنډک منسوبان په دې خاطر ستايي چې د افغانستان په خاوره کې یې د پردیو پوستو د جوړېدو مخه نیولې ده.

8 thoughts on “ولسمشرغني وايي، نجیب الله د خاورې په دفاع کې شهید شو”
  1. ملا فضلو یو کار وکړه چه دجنت دروزای درته خلاصی او ګناهونه به دی وبخښل شی. هغه داچه دجهاد نکاح فتوا په کافرستان یعنی پاکستان کی صادر کړه چه تول پنجابی او سندی ښځی دافغانستان دمجاهدینو سره جهادالنکاح وکړی ,,, په دی کار سره به دی دومره اوی خدمت کړی وی چه ان بابای قوم پاکستان به په قبر کی درڅخه خوشحاله شی . مننه ستا دډیرو کامیابیو په هیله

  2. گوره دیره بیغیرته بی پښتو سړی راته ښکاره شوی,زما مطلب صرف پنجاب او سند دی ما خو نه پښتونخوا او نه بلوچستان ته بده خبره کړیده , ته جاهل او نادان پدی اوسه پوری نه پوهیږی چه پنجابیان دټولو پښتنو دښمنان دی, دا که دافغانستان پښتون دی او که د پښتونخوا او بلوچستان پښتون دی, او بله داچه ته دپنجابی ښځو ولی دفاع کوی ,کوم ځای کی زه اوسږم دومره پنجابی او سندی فاحشی او سۍږی, چه دحسابوتلی دا ټوله دنیاته پته ده چه چه پنجابی قوم بی ایمانه بی غیرته او نامرده قوم دی, که ته پښتون یی لاړشه خپل دمشرانو او سپین ږیرو نه پوښنه وکړه دوی به تاته د پنجابی په باره کی معلومات درکړی.

  3. سلامونه
    تاسو دا تبصرې ګورې نه چې د هر چا چټيات نشروې
    د دوګوره کوم د پنجابي نوکر دلته ټولو ته څه سپک کنزل لیکلي؟

  4. د تاند څخه ګلیله:

    د یوه تبصره کونکې لخوا ډیر بد الفاظ استعمال شوی دی نو تاسو بیا ولی د هغه نظر خپور کړی دی… د خواشینۍ وړ خبره ده

    1. کله ناکله ځیني تبصرې سهوا خپرې شي. ستاسو له همکارۍ مننه له نورو هم هیله ده چې د سپکو تبصرو د خپرېدو په صورت کې ژر خبر راکړي.

  5. نجیب الله خو دې وطن په دفاع کی شهید شو خدای دی جنت نصیب کړی ولی دا پک غنی خپل یو زوی دی وطن په دفاع کی نه شهیدوی او د پکتیا په پوستو کی ‌‌‌‌‌‌ وظیفه نه اجرا کوی دا وطن خو صرف په نجیب حق نه درلود.

  6. نجیب الله خو دی وطن په دفاع کی شهید شو خدای دی جنت نصیب کړی ولی دا پک غنی خپل یو زوی د وطن په دفاع کی نه شهید وی او دپکتیا په سرو لمرونو کی وظیفه نه ور کوی. کرزی دوس در وطن په هغه خلکو و خوړل چی ځان افغان نه بولی او دا پک غنی اوس د پښتنو ځامن درست وځنی.

ځواب ورکول Amam ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *