تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په هیواد کې د سولې ټینګېدو ته هیله وښوده، ویې ویل چې د خلکو په ملاتړ او د حکومت، نړیوالې ټولنې او د سیمې د هیوادونو په هلوځلو به د پخلاینې پروسه بریالۍ شي.

ښاغلي غني نن د لوی کندهار، لویې پکتیا او لوی ننګرهار له قومي مشرانو، مخورو او د ولایتي شوراګانو له استازو سره په کتنه کې تاکید وکاوه چې سوله او ثبات د ولس یوه اساسي غوښتنه ده او حکومت به د دې هدف لپاره له خلکو سره مرسته وکړي.

ولسمشر غني همداراز وویل چې افغانستان له تېرو ۱۴ کلونو راهیسي د پاکستان له نااعلان شوي جنګ سره مخامخ دی. ده پر افغانانو ږغ وکړ چې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره حکومت ته لاس ورکړي.

ولسمشر غني له واک ته رسېدو وروسته ټول تمرکز په هیواد کې د سولې او ثبات ټینګېدو ته واړاوه او د دې هدف لپاره یې زیاته هڅه وکړه چې له پاکستان سره اړیکې ښې کړي او دا هیواد د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې پر ځای دوستانه سیاسي او اقتصادي همکاریو ته وهڅوي.

ده د جنوبي، جنوب ختیځو او ختیځو ولایتونو مخورو ته په عین حال کې وویل چې سوله او ثبات یوازې له بهرنیانو سره د خبرو له لارې نه شي ترلاسه کېدای.

ولسمشر وویل:«زموږ هیواد شتمن دی خو خلک مو بېوزله دي. که سوله او ثبات مو راوست، له خپلو سرچینو او زېرمو څخه به د خپلو خلکو د سوکالۍ، هوساینې او پرمختګ لپاره کار واخیستلی شو.»

One thought on “ولسمشرله خلکو وغوښتل چې د پاکستان د نااعلان شوې جګړې په وړاندې د حکومت ننګه وکړي”
  1. ای کاش چی زمونږ چارواکی پدی خپله خبره ودریږی او دغه خبره خپله استراتیژی وګرځوی جی مونږ په جنګ دپاکستان سره مخامخ یو خو افسوس چی پاکستان لږ ځان بیا نرم کړی بیانو چارواکی میدیا ته وایی چی دپاکستان په ضد خپل تبلیغات بند کړی یعنی دابیا دداسی خبری مانا ورکوی چی نعمت را ناخورده دشکرکشیدن په مانا ده مونږ باید دتراخری حده پوری په پاکستان شک وکړو نه داچی خوش باوره اوسو هغه پدی چی دا ډیر مکار اوفریب کاره دی دپاکستان په ښه کار کی هم افغانستان ته بلا ډیر مصیبتونه نغښتی دی

ځواب ورکول محمد داود یتیم یار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *