ولسمشره زه درته ډیر درناوی لرم خو په دې شپو ورځو کې ولس درڅخه ورو ورو د خفه کیدو په حال کې دی هغه خلکو او هغه وګړو چې ته یې نن دې څوکۍ ته رسولی یې ټول درنه خواشیني دي څوک درنه څوکۍ نه غواړي او خلکو درته د څوکۍ لپاره رایه نه وه درکړې خلک درڅخه د انارشۍ ، ناامنۍ ، غلاوو، چور ، زورواکۍ ، بی عدالتۍ او بی کارۍ ختمول غواړي. خو ستاپه څنګ کې بیا ځینې نااهله خلک شته چې د نیوکې په لیدو سره ټولو ته د څوکۍ د نه ورکړې پیغور ورکوي چې ګواکې تاته یې نن څوکۍ نه درکړی نو نیوکه کوی. انشاالله ټول ولس ته یو کپله ډوډۍ یا زیاته یا کمه رسیږي ځکه چې دا هم د مخلوق سره د لوی څښتن ژمنه ده هیله مې داده چې لږ دی په شاوخوا خلکو له سره کتنه وکړه او لږ څه ناڅه د خلکو احوال خپله واخله د غوړه مالو او چاپړوسانو خبرو ته پام مه کوه هغوې ټول خپلې څوکۍ ساتي ستا د څوکۍ او کرکټر فکر ورسره نه شته د هغوې موخه یواځې پیسې دي هغه که د غني، عبدالله او که له کرزي ترلاسه کیږي هیله کوم زمونږ ددې ولس غږ واوره قاطعیت غوره کړه خاینانو اوغدارانو ته په خوله سوک ورکړه ستا نیږدې ملګري درڅخه ورځ تربلې د لرې کیدو په حال کې دي او دغه حالت به ستا د حکومت د نسکوریدو لامل شي خلک اوږي دي خلک بې روزګاره دي د خلکو هره ورځ بچیان وژل کیږي هیواد د نابودۍ په لورې روان دی دخدای په خاطر له ولسه ځان خبر کړه که ستا ترڅنګه نورخلک هرڅه کوي ډاډمن اوسه چې ټول ستا په نوم تمامیږي باوروکړه چې د ټولو په خوله کې ته ولیدلی يي بیا هم هیله کوم زما خبره فیس بوک او په ویپ پانه ده خدای خبر چې ترتاسې به درورسیږي او که نه خو زه د یو افغان ژورنالیست او لیکوال په توګه درته وړاندیز کوم یوه ورځ ولسمشر اوسه خو دغه یوه ورځ دی د هیواد په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکه زه ځانته داحق نه ورکوم چې تاسې ته ښودنه وکړم خو په خدای باور وکړه چې هره ورځ ددغه مظلوم ولس نارې سورې اورم چې ستاسې له ژمنو دردیږي د خلکو به ټپونو ملهم کیږده که نه ستاسې شته حکومت به د خلکو دهیلو په لمبو کې وسوځي زه ستا د یوه کمپیانر په توګه د خلکو د پيغور شوې یم ترننه نه درته درغلې یم او نه مې د ټآکنیزو منډو ترړو مخکې او نه وروسته لیدلی خو له تاسې سره مې ډیرې مرکې کړي دي بیاهم وایم چې ځانته دا واک نه ورکوم چې تاسې ته مشوره درکړم خو دخپل ولس اه مې درسره شریک کړ.

قدرمنه ولسمشره خلک درڅخه د انګیزې شینوارې په اړه چې ستا حکومت ورته هیڅ پاملرنه ونه کړه خفه دي ولس او په ځانګړې پښتانه وايي که انګیزه شینوارې له پښتون قوم پرته د کوم بل قوم وای اوس به یې ټپي ځان ترجرمني او امریکې د درملنې په موخه رسیدلې وه خو افسوس چې ستا حکومت ددې ریښتنې پښتنې په مړینې یوه خواشینې هم ونه ښوده زه فکر کوم چې تاسې به د خپلو شاوخوا چاپړوسانو او بوټ پاکانو لخوا نه یې خبر شوی نو زه فکر نه کوم چې زما لیک هم ستاسې حضور ته در ورسیږي ځکه چې زه هم …………. یم خو مشره دومره درته وایم چې ستا اطلاعاتي ډله په صفرکې ضرب ده او که زما پورتنې خبره بیا ریښتیا وي چې ته به لاتر اوسه هم د انګیزې شینوارې له مړینې نه یې خبر شوی نو زه فکر کوم چې په ارګ کې به د مدیریت په تعریف هم څوک پوه نه وي اطلاع رساني او ستاسې اطلاعاتي ډله خو په خپل ځای پریږده. په زړه مې ډیر دردونه دي او ددې دردونو یواځینې لاره لیکنه ده او زه به په همدغو لیکنو زړه سپک کړم ډیرې خبرې نورې هم راسره دي خو بیا به مې دلیک لوستلو تاسې او قدرمن هیواد کیدای شي وخت ونه لري.

 خو یوه بله د لوګر خبره هم درسره شریکوم د انګیزې شینوارې له مړینې وروسته د لوګر درنو خلکو پرخپلو بچو وژړل په لسګونو افغان بچیان په کې شهیدان شول خو ستاسې اطلاعاتي برخې تاسې ته د لوګر د دریدلو خلکو خبر او احوال درنه کړو ځکه چې هغه هم ………………. افسوس افسوس افسوس ولسمشره. او اوس به دې د طلاعاتي برخې ځواب دا وي چې ولسمشره صیب مونږ خبر ورکړئ زه درته په ډاډ سره ویلې شم چې ولسمشرۍ ماڼې د خواشینې یو پیغام هم نه دی ورکړې او حتې ځینو پلورول شویو رسنیو پرې راپور هم جوړ نه کړ افسوس افسوس ولسمشره کې که کوم بل ولایت وايې په خدای چې په خپله خو دې ورته سفرکړی وه، ښه ده، ښه ده، ددې ولس او بیا ددې لوګریانو ګناه همدا ده چې تاسې ته یې رایه درکړئ او انشاالله زه ډاډمن یم چې دا ولس به بیا په ریښتني افغان هم باور ونه کړي او ستاسې د کړنو له امله به راتلونکې کې هم ریښتینې افغان ته څوک رایه ورنه کړي. په مونږ (د اونې او تبرګي کانه ده ) په دې خبره ټول پوهیږي.

ولسمشرډیرې خبرې نورې هم راسره شته خو څه وکړم که ډیر څه ولیکم بیا به یې ته هم ونه لولې که مطبوعاتی برخه دې خدای مهربانه کړي او زما لیک ستاسې حضور ته درورسوي.

ګرانه ولسمشره ! د څه باندې څلورو میاشتو کردې او کړنې مې دې  ټولې له ځان سره لیکي دي خو بیا هم درته وایم او دغه زما وینا نه ده بلکه ددې ولس غږ دی او زه د یوه کوچني لیکوال په توګه خپله دنده بولم چې ټول څه تاته ورسوم، خو زه په خپله هم ستا په دې بیکاره حکومت کې دومره له یو مړۍ ډوډۍ پسې سرګردانه یم چې لیکلو ته هم وخت نه لرم او زما په شان به نور هم همدا حال ولري. خو بیا هم دومره درته په پای کې وایم چې ولس درڅخه ډیر ډير ډیر ډیر…………. خفه دی او خدای مه کړه چې ددې ولس شته خفګان ستاسې د حکومت د نسکوریدو لامل نه شي خو ښه خبره به داوي چې لومړۍ دڅنګ پرخلکو له سره کتنه وکړه او بیا د پخوانیو ژمنو سره د ماڼۍ یا ارګ او خلکو ترمنځ واټن له منځه یوسه او خلکو ته ځان نیږدې کړه زه پوهیږم چې ډیر به بوخت یې خو نن چې هرڅه تیریږي ټول ستا له لاسه دي. اوبس نورې ګیلې په نورو لیکنو کې.

په درنښت

3 thoughts on “ولسمشره د ولس غږ واوره!  – سید نظیم سعیدي”
  1. Der de afsos zae dy che yaw likwal po de andaza qazawat kawi , fekar kawam che la de wroste ba har afghan de de dudy gola hum la wlsmshra po khola ke ghwari zaka che bal hesok masolyat aw mokalefyat na lari zaka che Ashraf Ghani ta mo raya wakri da.

  2. فکر کوم چې لیکوال هېڅ معلومات نه لري. ولسمشر د خپل دفتر له لارې د خواشينۍ پیغام وړاندې کړی دی. بله داچې په يواځې رای ورکونه افغانستان نه زرغونېږي بلکې له هر وګړي څخه دوامداره هېواد پالنه او ملت پالنه غواړې د کوم څه شتون چې زمونږ په ټولنه کې ډېر نیمګړی دی.
    درېمه خبره شهيدې انګېزې شینوارې بهر ته د تداوی لپاره د لېږلو او یا نه لېږلو ده نو په دې اړه باید ووایم چې د انګېزې شینواړې حالت ډېر وخیم وو او په داسې حالت کې د ناروغ لېږد په الوتکه کې ناممکن او که ممکن هم وي نو ډېړو پرمختللو تخنیکي امکاناتو ته اړتیالري له کومو څخه چې زمونږ هېواد کېدای شي یو پېرۍ لرې پاتې وي.

  3. سلام
    ستاسى نه مننه عاجل او بالمواجه د حل لارى:
    مشكل سيستم او اداررى سيستم كى دى سيستم بايد اصلاح شي.
    دا سيستم فساد جوروي.
    كادري سياسيت بايد اصلاح شي جى د فهم، مسلك، سياسي تقوى او فضيلت بر اساس داسى وي جى ملت اصلى تصميم نيوونكى شي.
    مونز سوله غوارو اما نه به هر قيمت. وطن او خلكو ته خيانت د سولى ترنامه لاندى او د ديورند كرشى د منلو به شرط نه غوارو. زه نه وايم دا خبر به همدا نن فيصله كيزي. دا يي وخت نه دى. مونز سرحدونه او يو ملت جدا كول نه منو اما داسى حركات روان دى جى همدي خبرى ته امن وهى او باكستان د تهديد او فشار لاندى خبل شرايط تحميلوي.
    ملى امنيتى قوتًونه قوى كول مسلكى كول او غير سياسي كول او به ملى كدرونو تقويه كول.
    سوله باكستان خيرات نه راكوي او به دى باندى بايد بوه شو.
    سوله زمونز حق دى او حق خيرات نه وركول كيزي. لاندى تبصره هم به همدى ارتباط برى اضافه كوم:

    سلام
    خبر جديد حاكى است كه وزارت داخله افغانستان در بخش رياست ترافيك مديريت قوچ هاى نظم ترافيك را ايجاد و در حال توسعه است.
    به اساس اين ابتكار جديد تجربه شده در هر چار راھي با يك ترافيك يك قوچ نيز توظيف كرديده تا نظم ترافيكى را كنترول ،نظارت و مخلف را مجازات كند.
    اقاى پدرام اين را خلاف ديموكراسي خواند و حضور يك نماينده از ايشان را در صف اين قوچان براى عدالت حتمى خواند. براى اقاى پرام تفهيم شد مطالب مبنى بر كار براى فرهنك هاى مختلف افغاني ضرورت است و حضور شان نيز درين بخش نيز بحاست اما دامن زدن به تفرقه قومى و سمتى و تجارت سياسي به اين نام قابل قبول نيست.
    اقاى رحيمى نطاق …. در نام اين مديريت با دكر كليمه افغان مخالف است و از راحل شريف قومندان نيرو هاى نظامى باكستان استقبال نمود كه درين معضله جانب افغانى را مساعدت كند.
    اقاى رحيمى از حضور راحل شريف سخت خرسند به نظر ميرسيد. اين بدان معنا است كه كدام خيانت بزرك تاريخى در حق كشور و ملت ما در عقب خوشي اقاى رحيمى نطاق قوه اجراييه افغانستان در غياب ملت در حال شكل كيري است.
    خيانت و تغيير در سياسيت خارجى ايكه حتى استاد سياف نيز به ان اشاره و تذكر جدى داشت و كشور هند در نتيجه ان ادامه سرمايه كذاري در بندر چا بهار ايران را بخاطر رهايي افغانستان از وابستكى يكجانبه به باكستان توقف داد و به اين ترتيب جانب افغاني فرصت طلايي تاريخى را دارد از دست ميدهد.
    ببخشيد موضوع عادى نظم ترافيكى را به موضوعات بس خطر ناك امكان خيانت تاريخى ربط دادم.
    اما از هر فرصت بايد براى افشاى دسايس عليه ملت و كشور برداخت، تنوير و اداى رسالت كرد تشكر

ځواب ورکول د. صلاح الدين سعيدي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *