لیکوال : حبیب الله حبیب [email protected]

د سقاو غله زوي څخه نادرخان ته د لویې پکتیا او ډیورنډ کوزې خوا پښتنو وزیرو او مسیدو کابل وګاټه او د نادر خان او ظاهر شاه کورنۍ یې تر اوسه منندویه ده خو ددوي لپاره یې په بدل کې هیڅ هم ونه کړل. د بابا یوې سپین سرې خور کیسه مې اوس هم په یاد ده چې ویل یې نادرخان ځاځیو ته راغلی ؤ او قومي مشرانو ته یې د ننواتې په دود خیراتونه وکړل او د سقاو غله زوی څخه د کابل او افغانانو خلاصون غوښتنه یې ترینه وکړه. د احمدخیلو ولسوالۍ حسن خیلو کلي کې اوس هم د نادر خان جوړې کړې کوټو کنډوالې شته او کله چې یادې سیمې ته راغلی ؤ او قومي مشرانو سره یې لیدلي وو نو یو زړور مشر ملامت کړی هم ؤ او نادرخان ته یې په مخ څپیړه ورکړې وه او ورته ویلي یې وو چې ولې ورنه د کابل پاچاهۍ تخت د سقاو غله او نالوستي زوی ورنه ونیوه، خو نادرخان پرته له ځوابه یوازې دومره ویلي وو چې له ما سره مرسته وکړئ او تاسو ته د مرستې په هیله په ننواتې راغلی یم.

وروسته نادرخان د آریوب تر سپین غره رسیدلی ؤ او د خوست په ګډون د لویې پکتیا او ډیورنډ کوزې غاړې وزیر او مسید هم ورسره مل شوي وو تر څو یې کابل فتح کړ. ددې فتحی په اړه زما د نیکه سپین سرې خور یوه سروکي هم د نادرخان لپاره د کابل نیولو کیسه کې ویله چې زه یې کټ مټ دلته راوړم: ((ځاځیو ونیوه کابل نري سرونه ــــ د ګذرګاه په سرې توپې چلوینه ــــ ځاځیو ونیوه کابل)). یعنې ځاځیو کابل ونیوه او د ګذرګاه په سر توپونه چلوي او د سقاوې په ړنګولو کې بریالي شول. ددې مرستې په بدله کې نادرخان د ځاځیو ، وزیرو او مسیدو او د لویې پکتیا ټولو قومونو ته د هیواد په شمالي سیمو ، لوګر ، میدان وردګو او کابل کې ځمکې ورکړې او د ظاهر شاه تر وروستیو د لویې پکتیا قومي مشران ارګ ته ډیر نږدې وو او په ډیر درنښت ورته لیدل کیدل.

2د سقاو زوی حبیب کلکاني د امان الله خان لخوا پرمختللي سیستم نظام په صفر ضرب کړ او د خپلې غلا ، بچه بازۍ ، زنکه بازۍ ، کفتربازۍ ، بودنه بازۍ او چور سره یې چې دده او د ملګرو یې یوازینی کار ؤ او له دې سیوا یې نور څه نه وو زده خلک تر پوزې راورسول؛ نو له همدې امله د لویې پکتیا او ګڼو نورو سیمو مشران ورسره یو ځای شول او د نادرخان لپاره یې له کلکاني ارګ وګاټه ځکه د انګلیس په ماتولو کې هم نادرخان ته د لویې پکتیا او وزیرو او مسیدو قومونو میړانه او قوت معلوم شوی ؤ او د خپلواکۍ په تاریخ کې د جنوب زون کې د نادرخان کارنامه څرګنده ده. نادرخان د تعصب له مخې دا کار ونه کړ بلکې په خپله لنډه واکمنۍ او هم د ظاهر شاه په واکمنۍ کې تر پښتنو ډیر تاجک قومونه په دولتي لوړ پوړو ادارو کې په دندو ګمارل شوي وو. خو نادرخان موخه دا وه چې د چور او تالان له دې حالت څخه افغانستان وژغوري او د یو پرمختللي افغانستان د ژغورنې لپاره ګام واخلي.

د نادرخان لپاره د لویې پکتیا قومونو او وزیرو او مسیدو د کوم شخصي مقصد یا ګټو لپاره سقاوې رانسکوره نه کړه ؛ بلکې له دوي ټولو سره له ژور او تالان څخه د افغانستان ژغورنې احساس په ذهن کې موجود ؤ که چیرې یې کومه موخه درلودای نو اوس به د لویې پکتیا ټول قومونه د اوسنیو زور غوښتوونکو غلو په څیر په لویو دولتي ادارو کې وزیران ، معینان او په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې سفیران وو او د شمال خونخوارو او له سلګونو ناکردو ډکو جنګسالارانو په څیر به یې د میلیاردونو ډالرو سرمایې او په هیواد او بهر کې ودانۍ درلودې. د کابل د دهمزنګ تپه سلام کې د ځاځیو د یوه مشر په کور کې د هغه د نیکه هغه یادګاري بیرغ اوس هم شته چې د سقاو غله زوی پر وړاندې جګړه کې د یو بیرغچي له لګیدو څخه سملاسي ده را کابو کړی ؤ او پر ځمکه لویدو ته یې نه ؤ پرایښی. خو د هغه او نورو کورنیو مشران اوس په خپل شخصي کارونو بوخت دي او د هیڅ دولتي امتیاز څخه نه دي برخمن شوي او نه هم په کوم ځای کې ځمکې او جایدادونه لري؛ خو کومو ته چې نادرخان په شمال کې ځمکې ورکړې وې اوس د شمال متعصبه او افغانستان تجزیه طلبه جنګسالارانو تر خیټې لاندې کړي دي، چې همدې جنګسالارانو ته سست عنصره حامدکرزي ملي قهرمانۍ ، مارشالۍ او سترجنرالۍ ورکړې او د لویې پکتیا قومونو د شهیدانو وینو ته یې هیڅ ارزښت هم ورنه کړ.

اوس اوس د غله حبیب کلکاني یا بچهء سقاو پلوي فعالانو د افغانستان حکومت ته ۱۵ ورځې وخت ورکړ چې د «بچه سقاو» هډوکي له قبره راوباسي او په حکومتي مراسمو یې بیا خاورو ته وسپاري. د امریکا مشهورې ورځپاڼې واشنګټن پست د اګست په ۲۰مه لیکلي چې،‌ د افغانستان د تاریخ له مخې، حبیب الله کلکاني یو بې سواده لاره شکوونکی یا قطاع الطریق غل وو چې په ۱۹۲۹ کال یې د افغانستان یو ریفورمست یا اصلاحات راوستونکی پاچا [امان الله خان]‌ له قدرته لیرې کړ، ۹ میاشتې یې واک وچلاوه او مخکې له دې چې د سلطنتي ځواک له خوا ونیول شي او په کابل کې راځوړند کړای شي هغه د عصریتوب ټولې نښې له بېخه نړولې وې.‌واشنګټن پست لیکي چې، خو په افغانستان کې چې د قومي جګړو دود په کې موجود او د بهرنیو فاتحانو په وړاندې سخت مقاومتونه کیږي، حتی ډېر پخوا وژل شوي قطاع الطریق واکمنان هم پلویان لري.‌ورځپاڼه لیکي چې، د کلکاني قضیه د هغه د قومي تاجک اقلیت له خوا راپورته کړای شوې ده چې وایي چې نوموړی یو متقي مسلمان او اتل وو چې اروپا ته د وخت د پاچا امان الله خان د سفر او د ملکې له خوا د غربي لباس اغوستلو له امله یې د پاچاهۍ په مقابل کې راپورته شو. سقاوخېل غواړي چې، «بچهء سقاو» دې د محمد داودخان په څېر په حکومتي مراسمو او درناوي سره بیا ښخ کړای شي.‌

نو که چیرې افغان ولسمشر اشرف غني د سست عنصره او د ملي ویاړونو او مډالونو لیلاموونکي حامدکرزي په څیر د سقاو پلویانو په خوله وکړي او د ملي خاین او غله وراسته هډوکي چې تر اوسه یې قبر هم دقیق معلوم نه دی راوباسي او د پلویانو غوښتنې سره سم یې خاورو ته وسپاري؛ نو دا به د خپلواکۍ ستر سالار غازي امان الله خان نوم او د لویې پکتیا او نورو شهیدانو ارواح ته تر ټولو ستره بې احترامي وي او ټول افغانان به ددې عمل پر وړاندې خپل غبرګون وښيي ځکه امان الله خان د ټولو افغانانو ویاړ ؤ ، دی او تل به وي او دغه راز د سقاوې رانسکورول او افغانستان له بحران څخه ژغورلو په تړاو غبرګون هم د ټولو افغانانو ویاړ دی او هیڅ افغان به دې ته اجازه ورنه کړي چې په دې لار کې د شهیدو شویو نیکونو وینو ته یې په سپک نظر وکتل شي.

2 thoughts on “ولسمشره! غله ته ویاړ به د لویې پکتیا شهیدانو سپکاوی وي”
  1. لیکنه له ارزښته ډکه او ډیره مهمه ده خو لوګر او میدان وردګ د هیواد په سویل کې موقعیت لري نه په شمال کې که امکان یې وي دغه ټکي ته درسره پام وکړي او اصلاح یې کړي.
    مننه.

ځواب ورکول محمدنسیم ستانکزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *