ستا د واکمنۍ له پېله محروم پاتې شوي یو ،د ډیرو سازشونو قربانې دې کړو ، جنګسالاران دې مارشالان کړل ، د هیواد تر ټولو کوچنی اقلیت دې پر مونږ مشران کړل تا هغه چلند وکړ چې تاریخ کې یې ساري نشته ، ستر پوهنتونونه دې د سترو خاینانو پر نومونو ونومول ، چیرته یو مکتب یوه لېسه دی زمونږ د یو پښتون اتل په نوم ونه نوموله ، په کانکور کې مونږ بې نتیجې یو له بورسه مونږ پاتې یو ښوونځې زمونږ سوځې بمبادر په مونږ کېږي  له ارګه واخله تر بهرنیو هېوادو د افغانستان په سفارتونو کې زمونږ د غوڅ اکثریت له ژبې سره د مور ميرې چلند کېږي .

تا جنګسالاران پر مونږ واکمنان کړل ملي خاینین دي ملي قهرمانان کړل تا  یو څو تنه تر پوزې وپړسول ، ستا لومړې مرستیال تر تا ډیر واک او ځواک لري ، قانون دې مات کړ د ملت د استازو بې عزتې بې حرمتې دې وکړه ، د خپلو ګټو د خوندېتوب لپاره تر ننه د ملت سره د شویو مرستو پیسې د ځان او خپل ټیم په ګټه لګوي ، دا ټولې ناخوالې مو ومنلي ستا احترام مو وکړ ستا اطاعت مو پر ځان لازم کړ ،  ستا پر وړاندې مو بغاوت مقاومت ونه کړ ستا په راوړې ډیموکراسۍ مو پل کیښود دوولس کاله مو انتظار وکړ که په درغلۍ وې که شفافې ټاکنې ته ولسمشر اعلان شوي مونږ ومنلي چې څه ناخوالې دې وکړي مونږ برداشت کړي ، ستا دوره چې اوس په پای ته رسېدو ده له تا یوه هیله لرو دا د ملت ارمان دي دا د ملت بقا ده نور نو دا مظلوم ملت مه کړوه ، ستا او ستا د ټیم نه نور دا ملت تر پوزې راغلي پریږده دا مظلوم ملت چې خپل راتلونکې پخپله وټاکي. سیاسې سازشونو ته دې د پای ټکي کیږده ،  ستا د تپل شوي ، تحمیل شوي  زلمی رسول لپاره ستا کمپاینونه ،  په ارګ کې د هغه په ملاتړ غونډې ، نور نوماندان د هغه په ګټه تېرونه هر ډول مالې او معنوې ملاتړ یې دا د دې ملت په سترګو کې شګې اچول  د دوۍ د ارمانونو سره لوبې کول او د قانون ماتول  ندې نو څه دي ؟؟

 ولسمشره له خدایه وویرېږه !!

 که له خدایه نه ویریږي په هغه اساسي قانون عمل وکړه چې همدا تا تایېد کړي تا لاسلېک کړي ، تا له تاجکستانه زلمی رسول ته کمپاین پیل کړ له تا چې ژورنالست د راتلونکوټاکنو د نوماندانو  پوښتنه وکړه یاد دې شي چې ورغبرګه دی کړه چې د جمهوري ریاست یو کاندید پدې غونډه کې ناست دي له ډیر پخوا دې لکه په ملا چې ډبولی وي، جمهوررییس صیب ته به پوهیږي چې ستا تپل شوي نوماند په ملت کې هیڅ شهرت او ملاتړ نلري  ، د قانون په چوکاټ کې هم د نوماندۍ اهل ندي هغه  اساسي قانون چې تا لاسلېک کړی وایې : چې پښتو او دري د هیواد رسمې ژبې دي ، یو نوماند یا ولسمشر پرې باید حاکمیت ولري ، ستا زلمی رسول داسې پښتو وایې لکه کوم چېنایې تبعه چې تازه د پښتو زده کول پیل کړي وي . ستا عمل او وینا سره تناقض کې دي ، فرمان صادر کړی چې هیڅ دولتی چارواکې باید د هیڅ کاندید لپاره کمپاین ونه کړې خو خپل ورور دی دې ته اړ کړ چې زلمي رسول ته د خپلې نوماندۍ نه لاس په سر شي .

په هر دلیل ، منطق چې د زلمی رسول نه ملاتړ کوي خیانت کوي ، ته غواړې چې د زلمی رسول د کامیابۍ په صورت پخپله ناکامه دوره پرده واچوي ، ته داسې شخص ولسمشرغواړی چې د افغانستان ملت ستا ارمان وکړي ، په یاد ساته داسې نوماندان د اشرف الکاندیدان د سونامي مخه نشې ډبولای ، ته د غنی سره د مخالفت پر ځای هغه نه ملاتړ وکړه ، د هغه په کامیابۍ کې د خپلې دورې ناکامې مه ګوره ، که بیا هم ته خپل قصد په سر اخیستي یې نو بیا ټاکنو ته څه اړتیا ده په ملیونونو ډالر لګښت پر ټاکنو دا به څه ګټه ولري ؟ خیال دی وي ولسمشر صیب که د ملت د هېلو خلاف کومه پرېکړه وشوه نو مالومه ده چې ستا او خدای مکړه  هیواد به د ډیر ناوړه برخلېک سره مخ شي. ولی تاسی به خامخا خبر یاست چې ستا د اداری والي استاد عطا او ستا پخوانې رقیب ډاکټر عبدالله عبدالله لا د مخه ګواښلی یې وایې :  که ټاکنو کې درغلي وشوه ناوړه پایلی به ولري ، که مونږ څه ونه وایو ستا د لستوڼي ماران هغه چې تا تر خپل چپن لاندې رانغاړلي ول و به دي چیچي ، خطر به درپېښ کړي سلطنت به دی ویجاړ کړي ،  ګوره یاد  ساته هغه ستا مارشال هم نشته چې تر شا دې ودریږی.

 نو له خدایه وویرېږه !! د دې زوریدلې ملت د هیلو غوټۍ مه ریژوه ، د قانون احترام وکړه او پریږده چې ولس خپل جمهوررییس پخپله خوښه وټاکي.

4 thoughts on “ولسمشره له خدایه وویرېږه !! / عبدالواحد رضوانزی”
  1. ليکنه ښکلې ليکنه ده خو په يو حساب اوښ ته رباب وهل دي. کرزي فاسد په ۱۲ کله دملت کومه غوښتنه منلې چې اوس به دخیر کار وکړي.

  2. د پښتو هر متل يوه فلسفه لري په پخوا وختو يو ملا صيب وو چې خپله ږيره به ېې په نکريزو سره کوله اود دينې مطالعې څخه زيات ېې خپل ځانته پام وو، يوه ورځ ېې د منبر په سر مسلې کولې نو يوه مسله ېې غلطه تشریح کړله ، چې د منبر څخه راښکته شو یو چړي ورسره ډېر بحث وکړ چې استاذه د کنځ کتاب يو شئ وايي او ته بل څه وايي ، نه پوهیږو چې ستا ومنو که د کتاب ۰ ملا ورته کړل چې ( کنځ به هرڅه وايي که ملا شاه ګل ېې ومنې ) رضوانزئ صيب ملا شاه ګل ېې نه مني او نه ېې آوري

  3. د کرزی غوندی فاسد او خراب انسان نشته او نه به هم وی .دپښتنو سره په هیڅ حکومت کی داسی جفاګانی او ددوی پر سرنوشت لوبی نه وی شوی او نه به وشی لکه دکرزی خاین په حکومت کی چی د دی هیواد اصلی بچیانو او سرښندونکی قوم سره چی وشول.

  4. خداي بخشلي ملنك جان ويلي .

    ً ًمه وإيه رشتيا رأ با ندي سر به مي به دار شي. ——- خو ك جه رشتيا واءي دريشتيو نو طر فدار شي .
    بل شاعر واءي.

    به دنيا د زمر يألو دي دا دوه كاره. ———- يا به وخوري ككري يا به كامران شي
    كر انه وروره خه جه دي ليكلي كاملا درست دي داجه كرزي ملي وحدت ته خه جه أساسي قانون جه دده د زما مداري به وخت كي منخ ته راغلي سبكاوي اوملي وحدت ءي ضربه داره كر مكر مونز ملي وحدت ته ضرورات أوهغي ته وفاه دار اوبه درنه ستركه كورو اوبه به سوك نه بيليزي .
    كه زه ووايم جه زه يم ، أوته. و ه. واءي جه ته ءي. ، هم به زه وم. او هم به ته ءي. /. كه زه ووايم جه زه يم ، أوته. وواءي جه زه يم — نه به زه وم اونه به ته وي . دستركو توره ملي وحدت به دخان دوينو به قر باني سره سأتو.
    حبيب الله جلالزوي .

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *