استاد پوهيالى رباني وحدت

ولسمشرحامدکرزي د١٣٩٣ لمريزکال دوري د١٦ نيټې په ولسمشريزو او د ولايتي شورا په ټاکنوکې داسې رول ولوبوه  چې ډيرو افغانانويې تمه نه درلوده اودخپلې نسبتاً اوږدې ولسمشريزې دورې په وروستيوشپو او ورځوکې يې په افغاني ټولنه کې خپل درنښت ته  دروند زيان  ورساوه . که څه هم کرزي په وار وار ويلي چې ده او حکومت به يې په ټاکنوکې بې طرفه وي خو په خپله ژمنه کې رښتيني نه وو او دپردې ترشا په پخپله کرزي او دحکومت يوشمېر کارکوونکو په پراخه کچه دځينو نوماندانو په ځانګړي ډول  دډاکټرزلمي رسول اوډاکترعبدالله  په ګټه  په ټاکنوکې لاسوهنه  وکړه .

سره له دې کرزې  پدې پوهيدو چې زياتره افغانان ددوکتور غني له طرحو اوپلانونو څخه ملاتړ کوي خوپه خپل ټول توان اوځواک يې هڅه وکړه چې ددوکتور غني دبرياليتوب مخه ونيسي  او  په ټاکنوکې دډاکټرزلمي رسول څخه په پټه کلک ملاتړ وکړ ترڅو ترڅو ډاکټرزلمى رسول ديوسمبول په توګه دولسمشرى په چوکى کينوي او په غيرمستقيم  ډول يوځل بيا  دهيواد دچارو واګي په خپل لاس کې واخلي خو دده دتمې برخلاف زلمي رسول په ټاکنو کې کوم ټل ونه وهه ( توره يې ونه کړه ) يوازې دومره يې وکړل چې په لومړي پړاو کې  يې ددوکتور غني دبرليتوب مخه ډب کړه .ځکه له ټاکنو وروسته څرګنده شوه چې دوکتور غني او ډاکټرعبدالله ترټولو ډير رايې خپلې کړيدي اوډاکټرزلمى رسول په دريمه  درجه کې قرار لري .خو داسې اټکل کيږي چې شايد په لومړي پړاو کې  يو نوماند هم پنځوس  جمع يو رايې پوره نه کړي او ټاکنې ددوو مخکښو نوماندانو يانې دوکتور غني او ډاکټرعبدالله ترمنځ  دوهم  پړاو ته لاړې شي .

له ټاکنو وروسته ډاکټرعبدالله له بې بي سي سره په خپله لومړنى مرکه کې وويل چې د ټاکنو ددوهم پړاو پرځاى بايد جوړ جاړى وشي خو دوکتور غني  دجوړجاړي او ايتلافي حکومت سره مخالفت  وښود

داچې ولې دوکتور اشرف غني دجوړجاړي اوايتلافي حکومت مخالفت کوي او دټاکنو ددوهم  پړاو پلوي دى؟ بېلابېل لاملونه لري چې يوڅويې په لاندې ډول دي .

١:دوکتور اشرف غني غواړي چې خدمت وکړي نه حکومت خوډاکټرعبدالله  يوازې دحکومت کولو وږي دي  نه  دخدمت ځکه چې  دوي پخوا  ازمايل شوي او په عمل کې يې په  ډاکه کړيده  چې دافغانستان لپار ددوي نسخې ګټورې نه وې

٢: دوکتور غني پدې پوهيږي چې ايتلافي حکومت دافغانستان په خير اوګټه  نه دى،تاريخ په ثبوت  رسولي چې ايتلافي حکومت  ډيرى وخت دتصميمونو په نيولو  اوپلي کيدو کې دستونزو سره مخامخ کيږي ځکه چې هلته بېلابېلې سليقې،ليدلورې اوپاليسى پالل کيږي نو دوکتورغني دا ډول ايتلافي حکومت دخپلو وړاندې شويو پلانونو دفرماندهى اوسازماندهى  پروړاندې خنډ اوګواښ بولي  او نه غواړي چې خپل لاسونه په خپله وتړي.

٣:دوکتوراشرف عني دا درک کړيده چې ولس بدلون غواړي دهمدې مثبت بدلون په تمه ولس دده ملاتړکړى، دابدلون هغه مهال شوني دى چې په حکومت کې داسې کسان راټول کړي چې ملي ګټو او ارزښتونوته ژمن وي، دملت دسرلوړى دهيواد دپرمختګ لپاره کاروکړي، دپلانونو په پلي کيدوکې ورسره مرسته وکړي دډاکټر عبدالله  او دکرزي  يوشمېر مفسد  وزايران په څېر کسان يې  په حکومت کې نه وي .

٤: دوکتور اشرف غني پدې پوهيږي چې په دوهم پړاو کې ډاکټرعبدالله ته په اسانى سره ماتي ورکولاى شي ځکه په تيرو ټاکنوکې دپښتانو رايې د اتو (٨)  نوماندانوترمنځ ويشل شوى وې ،اوپه دوهم  پړاو کې  به دپاتې شپږو نوماندانو پلويان چې اکثريت يې پښتانه دي هغې رايه ورکوي .

داچې دکرزي لومړى پلان ناکام شو نو اوس هڅه کوي چې دجوړجاړي او ايتلاف له لارې په راتلونکي حکومت  کې خپل موقف او اغيز وساتي اوپه  دوکتور غني فشار راوړي ترڅو جوړجاړي او د ايتلافي حکومتجوړولو ته غاړه کيږدي.ځکه کرزي په دې پوهيږي چې که ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي نو دوکتور غني يې حتماً ګټي ،که دوکتورغني ولسمشرشي نودده  مصلحت پالنې او معامله کولوسياست ته به دپاى ټکى کيږدي .اوکرزى نه غواړي چې له ده په پرتله  په هيواد کې  يو ځواکمن او پياوړى حکومت او ولسمشر رامنځته شي .په همدې موخه يې دټاکنو دلومړنيو قسمي پايلو په ښودلو سره غني ته سيګنال ورکړترڅو په خپله پريکړه له سره غور وکړي خو غني دغره په څېر په خپله پريکړه ټينګ ولاړدى نو د رايو ددوهم ځل دقسمي پايل په ښودلوسره يې دلومړي په پرتله نږدې څلور برابره ځواکمن سيګنال ورکړ،ترڅو دوکتور غني له خپل دريځ څخه تيرشي.

دټاکنو نننى پايلو داغلان څخه وروسته چې ډاکټرعبدالله نږدې ددکتور غني په پرتله ١٢سلنه وړاندې دى په افغانانو کې دکرزي په اړه بېلابېل شکونه پيدا کړيدي  ځکه  هغې په خپله ولسمشريزه دوره کې دشوراى نظار او پنجشيريانوڅخه دولتي امتيازات، لوړ اوکليدي پوستونه ،لوړ او درنه القاب نه دي سپمولي .او هروخت يې خپله  وفاداري  په عمل کې ورته ښودلې ،خلک ويره لرې چې خداى مه کړه کرزى دخپلو شخصي موخو لپاره يوځل بيا دا ځوريدلى اوکړيدلى ملت او جنګ ځپلى هيواد دهمدې کسانوپه واک کې  ورکړي او دخلکو هيلې په ناهيلى بدلى کړي.

ليکوال : استاد پوهيالى رباني وحدت

د خوست پوهنتون د حقوقواوسياسي علوموپوهنځى استاد

هندوستان پلازمينه ډهلى .

0 thoughts on “ولسمشرکرزى هڅه کوي چې د ډاکتر اشرف غني دبرياليتوب مخه ونيسي”
  1. محترم إسناد بوهيالي رباني وحدت ته سلام. !
    شكلي او واقعي تحليل او ليكنه دي كري زمونز هيلي او ستركي ستاسي به شان وبوهو أو بادا نشو إسنادا نو او دبوهنتونو خوان نسل او با دركه او به وطن مين محصلينو. ته دي تاسي ياستي جه دابس مانده جامعي ته بر مختك لاره هواره اودا كاروان دوطن ددشمنانو دمنكولو خخه خلاص او دمر ام هدف ته ورسوي ولسونه ستاسي سره دي.
    جلالزوي

  2. ښاغلی استاد، مطلب مو له حقایقو ډک دی. په رښتیا چې خلک په کرزي له ابتدا تر انتها ډېر وغولېدل، خو که خدای کول پلانونه به یې له خاورو سره خاورې شي ځکه چې د ظالم څراغ تر عمره نه سوځي. احمدزی صیب خو به اوس پوه وي چې په دویم ځل ټاکنو کې له کوم ډول تدبیرونو څخه کار واخلي؛ زما په خیال خو تر ټولو غوره لار د درغلیو مخنیوی دی چې هغه کېدای شي په ټول ولس د غږ کولو له لاري چې د څارونکو په توګه، البته د سر په بیعه، یې ترڅنګ ودرېږي او دا تاریخي بری حتمي کړي

  3. I am carefully agree but hope from President Karzai to not apply this formula in Afghanistan if applied will push the country to a heavy critical condition the responsibility will be belong to Karzai sahib.

  4. Dear Ustad that must be Shaikh Zayed University, not Khost University, because we do not have any university in Afghanistan that names Khost University.
    Anyway, thanks for the right analysis

  5. استاده سلام. لیکنه مو له مفهومه ډکه ده. انشاالله چی کرزی او دده نوری ډلی به رسوا کیږی.

  6. استاد ربانی وحد پدې هیله چې روغ او جوړ وی!

    استاد محترم ښه تحلیل دی زما په نظر کرزی غوښتل د پښتنو رایې د زلمی رسول د کاندیدا په وجه باندې وویشي او اشرف غنی رایې راکمي چې بیلاخیره همداسې وشول چې په کندهار او په ځینو نورو پشتون میشتو ولایتونو کې د زلمی رسول رایې ډیري او د هیواد په کچه باندې دریم ځای خپل کړی.

    بله دا چې کرزی نه غواړی د واک په ګډی داسې څوګ کښیني چې د ده دورې ته ګوتنیونه وشي او غوشتل یې چې داسې کمزوری انسان واک ته ورسیږي چې افغان ملت د کرزی آرمان وکړی.

    بله دا چې نه غواړی د کرزی خیلو مافیایی سیستوم له منځه ولاړ شي

  7. I don’t think that this would be the scenario that you had written, i think Dr.Asharaf Ghani should accept that he has lost the election. And the president he should be praised for being neutral in the election.

  8. دکرزی اوس ھم پہ تیرو 30کلونو پہ خپل ملت زڑہ نہ سوزی ھرسوک چہ زمونژدوطن سرہ جفا کوی اللہ دپہ خپل صورت داسی وسوزوی لکہ پہ تیرو 30کلونو کی زموژ ملت چہ سوزیدلی

  9. چې دبل په لاړولوند شي ازنهاور شي جرمن ته که جمال دخوشال زوی شي بد نامی پریږدي وطن ته

  10. With due respect. Ustad, even I don’t know you but I can see your greatest talent in the analysis.so, we are proud of people like you. May you have long life to wake more and more people up to fight for birthrights in our war-ravaged nation.Ahmad Fareed from London.

  11. Dear All.
    Let suppose that Mr. Abdullah is selected as Afghanistan president, What will be our move? or we gonna set and see that a Panjshiri leading us??? I can’t tolerate that, we should have strategies before anything changes!

  12. ګرانه استاده اسلام علیکم !
    قدرمنه کرزی خو هغه دښمن دی چې مخامخ ځان دوست اعلانوي او وروسته یې زمونږ د ځلمیو په مرګ پسې را اخستې ده دی هماغه د نظار شورا غلام دی تاسې وګوری مونږ پښتانه په ټاکنو غولوي او دولت یې د نظار شورا او پنجشیریانو ته میراثي ګرځولی د کوم قانون په اساس دی د نظار شورا ته وايي چې فهیم مو ختم شو بل مرستیال رامعرفي کړی ، دی تل د پنجشیریانو په خوشحالولو پسې ګرځي د هیواد ملي منافع یې په فکر کې هم نشته یواځې د پنجشیر په منافعو پسې ګرځي که نه زمونږ د خوګیاڼو ولسوالۍ ساحه څو چنده له پنجشیر څخه زیاته ده ولې دا نه ولایت کوي ، یواځې پنجشیر ته چې یوه ولسوالي ده د ننګرهار د درویشت ولسوالیو په اندازه امتیاز ورکوي او د ننګرهار د ګمرګ عواید په پنجشیریانو ویشي هغوي ته یې مکتبونه جوړ کړي ښه روغتونونه لري هر نوع سهولتونه ورته عیار دي اما رازه اوس زمونږ ننګرهار ته کوم امتیاز چې ننګرهار ته ورکوي په هغې زمونږ د مرګ لپاره اسلحې اخلي په بټیکوټ ، کوټ ، شینوارو ، خوګیاڼو ، هزارناو ،اګام ،حصارک ،شیرزادو ………کې یې زمونږ د ځوانانو مرګ راوړی او خویندې مو په امریکائي سپیو خوري تاسې وګوری په ننګرهار کې د نظار شورا سره حضرت علي جوړ دی نو د هغه ولسوالۍ ته یې امن راوستی او ټول موسساتو ته هدایت کیږي چې هلته کارونه وکړي مګر په مقابل کې خارجي قواؤ ته په نورو ولسوالیو کې د علمیاتو هدایت کوي زمونږ حیایې برباد کړه زمونږ ژوند یې برباد کړ داسې ولسوالان یې رالیږلي چې خلک کوکنارو کرلو ته هڅوي او دولت بیا د دې کوکنارو ګناه په ولس ور اچوي او د کوکنارو د ګټې لپاره یې پنجشیریانو باندې مافیا جوړې کړي دي او پښتانه پرې زوروي .زه کرزی له پخوا پیژنم چې یو خاین او د پنجشیریانو بار وړونکی دی
    د مکر ګوډیا ښه دې پیژنم انسان یمه زه +++++++++++++ کله نادان یمه زه کله نادان یمه زه

  13. دوهم پړاو کی کمیسون د انتخاباتو کولی شی پ هر پاڼه سریل نمبر ووهی او هر ولایت ته زانته سریل ولیګی بیا تقلب نه شی کولی

  14. اسلام علیکم
    څرنګه چې ولس تیر دیرش کاله ډیر زوریدلی وو ، دکرزی له حکومته یی زیاتې هیلې او ارزوګانې درلودې خو هغه دکرزی صاحب د اتلافی حکومتونوښکار شوې ،نودکرزي تیرو دورو دملت ته وښؤده چې اتلاف څه معنی …………..نو اوس ملت یو مثبت بدلون غواړی .یومتل دی وایی ، څوک چې اوبه واخلی زګ ته هم لاس اچوي ،، د کرزی صاحب چې داتلافی حکومت اخیرې شپې ورځې دی نوکښښ کوی چې په یوداسې چاپورې ځان ونښلوی چې ددوی د ټولو ناروا ګټې په کې خوندی وی او دا ملت بیا همغسې ناهیلی پریژدی ، خو انشاء الله ددوی دد ي ناروا هدفونو ته درسیدو لپاره به سختې او مشکیلی لارې په مخکې دی.

  15. واقعيت دي سي د كندهار زون بشتامه دوه لوي أصول هميش له زان سره لري.
    ١- كله سي خبره دازادي شي همدوي زان مخكي كوي او مشرتوب لاس كي نيسي.
    ٢- كله سي دغلامي خبره سي همدوي اول قطار كي وي.
    دوارو حالاتو كي ورسره دمشرقي اوجنوب بشتانه دريزي. خو كله سي دمشرقي او يا جنوبي بشتون زان رامخكي كي دكندهار زون ورسره خيانت كوي لكه اوس حالاتو كي.

  16. استاد محترم
    تحلیل پرځای خای ده ، همداسی ده کرزی صیب نه غواړي خدای مه کړه داسی څوګ مقام ته ورسیړي چې خپله دی (کرزی)د محاکمې میز ته را کش کړي.که خیال مو وي عني صیب په خپله یوه مرکه کې د کابل بانګ موضوع ته اشاره وکړه چې که زه ولسمشر شم لومړی به د کابل بانګ خبره روښانه کوم ، نو مالومه خبره ده چې د کابل بانګ به موضوع کې کرزي خیل صیبان هم ښکېل دي ……..ورته نور ډیر مسایل دي چې کرزی لالا ورنه ویره لري
    په ډیره پښتانه مینه
    احساس تنی

ځواب ورکول ehssas tani ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *