سید انتظار خادم

 د ۱۳۹۳لمریز کال ولسمشریزې ټولټاکنې د هیواد د تاریخ په حساسو شیبو کې ترسره کیږي. دا ټولټاکنې که خدای کول،په لمړي ځل به په مسالمت امیز ډول د واک لیږدونه کوي.

د نورو ۱۰ نوماندانو تر څنګ پیاړوی، او منلی ولسي مشر ډاکتر اشرف غني احمدز ی هم ټاکنیزې سیالۍ ترسره کوي. د باوري سرچینو، دلایلو او منطقي وضعیت پر بنسټ به نوموړی ټاکنې ګټي او د ولس خوب به په حقیقت بدلوي. د دې ادعا د تثبیت لپاره، لاندې مستند دلایل د پام وړ او په لیکنه کې ځای په ځای شوی منطق ستاسې مخې ته پریوځي: د وړې بیلګې په توګه د دلوې میاشت په ۱۶ نېټه د فکر او عمل جرګې بنسټیز ملاتړ او بیا تیره ورځ د حاجي ظاهر قدیر په مشرۍ د سولې د کاروان د لارویانو واحد غږ، چې په سر او مال به د نړیوال مفکر او د ولس له منځه د راوتلې څیرې ملاتړ کوي، د ډیرې خوښۍ او د ډاکټر غني د بریا د لا نږدې کیدو زیری دی. له ۱۲۰ زیاتې مدني ټولنې، له ۳۳ پورته غښتلي او هیواد شموله سیاسي احزاب، له ۷۹ پورته د ولسي او مشرانو جرګې غړي، په نامخامخ ډول بې شمیره دولتي اراکین او د ارګ مشران، ناپېیلې علمي او ټولنیزې څیرې، ملي لوی سوداګر، ژورنالستان، ځوانان، غوره مدني فعالې ښځې، رښتینې رسنۍ، نړیواله ټولنه او داسې نور اقشار هره ورځ جوپې جوپې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غږ پورته کوي او خپل ملګریتوب ورسره په ډاګه کوي.

د افغان دولت د یوې پیاوړې سرچینې له قوله ویل کیږي، چې ډیر احتمال لیدل کیږي، چې ولسمشر کرزی هم عیني واقعیتونو او پېچلیو تاریخي حساسیتونو ته په کتو خپل ضمني ملاتړ ښايي له ښاغلي غني څخه اعلان کړي. د ښاغلي کرزي په هملارۍ به د ډاکټر غني تله نوره هم درنه شي او ټاکنیزو نوماندانو ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

هیره دې نه وي، چې ښاغلی غني سر له اوسه په ډیر صراحت ټینګار کوي، چې د ولسمشریزو ټاکنونوماندان باید پوه وي، چې هغوی زما د نن ورځې رقیبان مګر ضرور مې د سبا ورځې د دولتدارۍ ملګري دي. ټول باید له اوسني فرصت نه په ګټه پورته کولو خپل بیړنی ملاتړ له ښاغلي غني څخه اعلان او په اغیزمن ډول ولس ته د خدمت مصدر وګرځي کنه بیا به تری فرصت او د منلو وخت تیر وي. برسیره پر دې، د بې پلوه سرچینو په قول، د افغانستان په قضیه کې ټول ښکیل هیوادونه ورځ بلې ته د ډاکټر غني لوري ته تمایل پیدا کوي او ځینو سفارتونو او د هیوادونو استازو په ښکاره ډول ډاکټر اشرف غني په ډير احتمال ګټونکی او بریالی راتلونکی ولسمشر بللی دی. یاده د وي، چې « لمر په دوه ګوتو نه پیټيږي ».

د ډاکټر غني عملي کړنلارې، د هیواد په حالت هر اړخیزه پوهه، نړیواله پیژندګلوي، د ولس په نبض او ستونزو پوهیدل، او په تیرو ۳۰ کلونو کې د جنګ په قضیه کې ناپېیلتوب د نوموړي هغه مواصفات دي، چې د خلکو د باور ترلاسه کولو په برخه کې یې پیاوړی رول لوبولی دی. د ډاکټر غني محبوبیت او د بریا انګیزه لکه تیزه مګر نرمه سیلۍ په ډیره عجله د هیواد د هر وګړي زړونو ته لار پیدا کوي او د ټولنې هر قشر یې یواځې د هغوی د ارمانونو ترجمان او غوښتنو د پوره کیدو مرجع بولي. ډاکتر غني زیاتوي، چې مکافات او مجازات به یې د نظام بنسټیز اصول وي. نوموړی په دې عقیده دی، چې د لس زره ټیټ رتبه مامورینو مجازات د نظام په اصلاحاتو دومره اغیز نه شي درلودلای لکه د ۲۰ لوړ رتبه چارواکو بندي کول او مجازات.

د نوموړي په خبره، چې که خدای کول ولسمشر شي، نو د هرو ۶ میاشتو وروسته به د ولس د ناپېیلو استازو په وړاندې د خپلو ټولو چارو په اړه ځواب وايي. د ډیرو کلونو راهیسې په دې هیواد کې د زورواکو او ځینو چارواکو له قانون نه معافیت او پورته والی، د قانون یو شان نه تطبیق، او د ټیټې طبقې د ظالم د پښو لاندې اییل کیدل لوی جبر ګڼل کیږي، په داسې حال کې، چې ډاکټر غني د ژوند په هره مرحله کې قانون ته تابع، وطن پرست، او د ملي منافعو قوي مبارز پاتې شوی.

د نوموړې د بریا په صورت کې به خان او غریب، دولتي مامور او عام وګړی، او په کلیاتو کې هر انسان د قانون په یوه تله تلل کیږي او خپلو مسلمو حقوقو ته به لاس رسی پیدا کوي. د هیواد هر وګړی به ځان پخپله ایینه کې ویني، او خپل نقش به د اصولو سره سم تمثیل کوي.

د هېواد ۵۴.۴ سلنه خدماتي اقتصاد، ۲۵.۶ سلنه صنعتي اقتصاد او ۲۰ سلنه زراعتي اقتصاد جوړوي، چې یواځې ۷۸.۶ ‎سلنه افغانان د کرهڼې په برخه کې بوخت دي، ولې متاسفانه، چې لا تر اوسه ورته جدي پاملرنه نه ده شوې. ډاکټر غني داقتصادي پرمختګ د نورو عملي میکانیزمونو ترڅنګ په پام کې لري ترڅو د کرهڼې او مالدارۍ سکتور ته جدي پاملرنه وکړي، د هیواد بې وزله بزګر په خپلو پښو د ودریدو جوګه کړي او د هیواد په ټولیز اقتصادي وضعیت کې ارزښتمن رول ولوبوي. د ۲۰۰۱ کال راهیسې په سوله، جنګ او بیا رغونه له ۶۶۰ ملیاردو او د امریکا د پخواني وزیر رابرت ګیتس کتاب (Secretary at War) د ادعا سره سم له ۱۰۰۰ میلیاردو پورته دالر د افغانستان په جنګ مصرف شوي ولې پایداره سوله او غښتلی اقتصادي بنسټ نه دی رامنځته شوی. د ډاکټر غني د کتاب پر اساس (عادلانه نظام لیار)، افغانستان باید د ۲۰۰۱ کال راهیسې تر اوسه هرکال ۹سلنه اقتصادي وده کړې وای ترڅو نن په خپلو پښو ولاړ وی ولې له بده مرغه تر اوسه هم په دې هیواد کې کلنی عاید له ۷۰۰ امریکايي ډالرو پورته نه شو. بدختانه د تیرو ۱۳ کلونو راهیسې، چې ۴۶نړیوالو مرستندویانو په دې هیواد کې شتون درلود، تراوسه هم د هیواد ۳۶ سلنه وګړي بېکاره او ۳۶ فیصده وګړي د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي! اندیښنه ترسترګو کیږي، چې راتلونکی ولسمشر به د ۲۰۱۴ کال وروسته د کلي او یا هم د نسبي نړیوالې انزوا سره مخ کیږي، اقتصادي مرستې به کمیږي، د بې کارۍ کچه به لوړیږي، او هیوادوال به د ځپونکي فقر سره څپړې وهي. ځکه نو نړیوال اقتصادپوه، د ۲۰۰۴ کال د ۸۰ هیوادونو د مالیې وزیرانو تر ټولو مخکښ او بریالی مالي وزیر او تر هر چا زیات هیوادغوښتونکی زعیم یعنې ډاکټر غني ته رایه د هیواد نجات، ثبات، او پیژندګلوۍ ته رایه ده.

د ډاکټر غني ځانګړتیا په دې کیده، چې نه یواځې د ستونزو په تشریح، د موضوع په څیړلو بلکې د نوموړو ستونزمنو مسئلو سل په سله د عملي کړنلارو په وړاندې کولو او عملي کولو خورا ماهر او مشهور دی. ښه بیلګه به یې د کابل پوهنتون ریاست، د مالیې وزارت مدیریت او د انتقال د پروسې مشري وي. ډاکټر غني روزانه په ۱۸ تر ۲۰ ساعتونو کار مشهوردی او اوسمهال یې بیا ځل د ولس په وړاندې ژمنه کړې، چې خپل راتلونکی ژوند به د ولس په خدمت، د هیواد په بیا رغونه او د هیوادوالو په پورته کولو کې مصرف کوي.

نوموړی بې الایشه، د جاه او جلال نه خوښوونکی او تر هرڅه غوره یې داده، چې ملت ته یې وعده سپارلې، که ۵ کاله وروسته یې له یوې کورتۍ دوهمه کورتۍ هم زیاته شوه، ملت حق لري، چې حساب ترې واخلي او محکمې ته یې کش کړي. د هیواد د پریمانه طبیعې سرچینو، سرشاره اوبو، او ممکنه اقتصادي فرصتونو د استعمال لپاره یې غوره پالیسۍ جوړې کړې او ژر ده، چې هیواد به په یوه نسبی بسیا هیواد بدل شي.

نوموړی د بیلګې په توګه زیاتوي، چې په ۱۹۹۰ کال کې کانګو ۸،۱ او سنګاپور ۲،۲ میلیارده کلنی عاید درلود ولې د فساد د موجودیت، د طبیعي سرچینو د استخراج د میکانیزم او د ناکاره دولتي چارواکو د موجودیت له امله کانګو په ۲۰۱۲ کال کې یواځې ۹،۲ ولې د سنګاپور کلنی عاید ۲۴۵ میلیاردو ډالرو ته پورته شویدی. دا چې زمونږ هیواد حد اقل ۳ تریلیون طبیعي سرچینې او تقریبآ ۴۵ میلیارد مکعب اوبه لري، ژر ده، چې د ډاکټر غني په مشرتوب د ژوند لوړې سطحې ته ورسیږو او د نړۍ د کاروان سره اوږه په اوږه شو.

د دې هرڅه برسیره، د افغانستان جیوپولیټیکي وضعیت او د ۲۱ قرن پیچلی سیاست ته په کتو ډاکټر غني د نړۍ ټولو هیوادونو ته د منلو وړ، د هیوادنیو جګړو نه بیرون او د ګاونډیو سره په ښه همسایه توب او منطقي دریځ خورا مشهور دی. فلهذا، نوموړی تر هر چا وړاندې او د ولسمشرۍ څوکۍ ته تر بل هر نوماند نژدې دی.

د ښاغلي غني د دولتدارۍ کړنلاره به د تحول او دوام د اصولو سره سم په اسلامي اساساتو متکي وي، چې د افغاني کلتوري ټولنې ابعاد او اضلاع به پکې په نظر کې نیول شوې وي. برسیره پر دې به که خدای کول د ډاکټر غني دولتداري د عملي میکانیزمونو پر اساس د ملي حاکمیت په تامین، د مدني او سیاسي ساختارونو په رغښت، د بیان د ازادۍ په تضمین، مشروعو ډیپلوماتیکي اړیکو په ټینګښت او په ځانګړي ډول د دری ګونو قواو تر منځ رابطه د تساند او بیلوالی په اصولو ولاړه وي.

د فساد پر وړاندې مبارزه به یې په قاطع ډول د مجازاتو په اصل استواره وي، چې د هیواد هیڅ وګړی به ترې مستثنی نه وي او ولس به یې شاهد وي، چې د فساد په وړاندې مبارزه به د کابل بانک له قضیې پیل کوي. د ښاریانو حقوق، د دولت دنده، د ښې حکومتدارۍ رنګ، د ولس او نظام تر منځ خوږې اړیکې، متوازن انکشاف، د خدمتونو عرضه، او د سوداګرو دنقش وضعیت به د وړې بلکې مجربې، او ژمنې کمیټې له خوا څارل کیږي او هرو ۳، ۶، ۹ او ۱۲ میاشتو وروسته به ځواکمن اقشار دولت او ولسمشر یعنی ( ډاکټر غني) به ملت ته ځواب ورکوونکی وي.

د نورو اولیتونو تر څنګ، ډاکټر غني ژمن دی، چې دری خوارو او محرومو اقشارو یعنی ښځو، ځوانانو، معلولینو او فقیرانو ته به جدي پاملرنه کوي او نقش به یې په نظام کې په بشپړ ډول ملموس وي. تیر ۱۳ کاله مو کاملآ د جنګ په لمن کې تیر کړه او زه شخصآ دداسې ورځې شاهد نه یم چې د هیواد کومه څنډه به د بې امنۍ له ناورینه نه وي ځوریدلې او کومه کورنۍ به د غم په ټغر ناسته نه وي.

زه باوري یم چې ډاکټر غني به د خپل بې پلوه وجود له امله د سولې د پالیسۍ سره سم ډیر ژر سوله راولي. نوموړي د بې امنۍ ابعاد او د سولې راتګ په محلي، منطقوي او نړیواله سطحه ویشي، چې په ټوله کې ورسره هم ګاونډیان، هم نړیوال او هم د هیواد دننه په جنګ کې دخیلې ډلې موافقې دي. د خوښۍ ځای خو دادی، چې تر اوسه مهاله، د دولت هیڅ کومې مخالفې ډلې د ډاکټر اشرف غني د نوماندۍ بد نه دي ویلي او نه یې هم د نوموړي مخالفت کړی دی.

د دولت سره د مخالفینو مخالفت په خپل ځای، ولې داسې انګیرل کیږی، چې مخالف لوری هم ډاکټر غني ته د ناپېیلی او مجرب انسان په حیث تمایل لري او د هیواد په خپلو برخو کې به خپله رایه په ډاکټر غني ولوروي. اوس هیڅ شی د نوموړي د بریا مخه نشي نیولی، او هیڅ نوماند یې د سیالۍ توان نلري.

راځئ، چې په ګډه سر له اوسه د بریالي سړي په بریا کې مرسته وکړو او د هیواد په وړاندې خپل ملي مسئولیت اداء کړو. د « غږ خیریه بنسټ » په استازیتوب، هیله څرګندوم، چې ډير ژر ډاکټر اشرف غني احمدزی د هیواد د لومړني چارواکي په توګه پر دنده ووینم او خپل ارمان، خیال، او تصور مې د هغه په وجود کې په حقیقت بدلیدونکی شي. د غښتلي او واحد افغانستان په هیله.

سید انتظار خادم ۲۰فروری

——————————

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

8 thoughts on “ولسمشرۍ ته نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزی په بشپړ ډول د بریا په درشل کې”
  1. Deyra medalala aw khayesta likena da. Ke de cha de khple zawreydeli ules gham wi no Dr. Ashraf Ghani ta dey pe deyr ikhlas raya warkrhi. Staso raya ba de hiwad de pe zaan basyaeney aw samsortya le para yaw warh aw lomrhanai gam wi.

  2. پدي كي هيڅ شك نشته چي ډاكټر أشرف غني أحمدزي ددي انتخاباتو ګټونكي دي إن شاء الله،
    دډاكټر أشرف غني أحمدزي مقابلي ته چي كوم كانديدان ولاړ دي، هغه دده په شاګردانو كي هم نه رازي، كه دا ټول كانديدان يو طرف ته شي أو أشرف غني بل طرف ته، بيا هم أشرف غني أحمدزي ګټونكي، دا نور هسي خوشي خپل وخت ضايع كوي.
    خو زه حيران ځينو خرڅ شوو ليكوالانو ته يم، چي د څو پيسو په بدل كي د نرښځي زلمي رسول لپاره خپل وجدان پلوري، لږ شرم اوكړۍ ، له دي انفرادي سوچ څخه راوزۍ ، او دټول هيواد منفعت، او ګټه په نظر كي ونيسۍ .

  3. زمونږ د ملک خوشبختي په اشرف غني کي ده چي کامياب شي اود دي خوار او غريب ملک مشر شي، او حتمً کاميابيږي
    که څوک د وطن د آبادي سره مينه لري ،د اسلام سره مينه لري ،د انسانيت سره مينه لري ،د جهاد سره مينه لري او که څوک د سياست سره مينه لري ………او داسي نور ، نو اشرف غني ته بايد رايي ورکړي ، او هم بايد دوعاوي ورته وکړي چي خدايه غني زمونږ مشر کړي

    د يو موټي افغانستان په لور

  4. اشرف غني سل فيصده له جوزا له مياشتي نه ريس جمهور دي خو ليكوال دلايل كه داسي ليكلي واي سي اول ١ د اشرف غني شخصيت دوهم لويو لويو سياسي احزابو ملاتر لكه منصور نادري رشيد دوستم حزب وحدت خليلي بيا نو نور يي ياد كري واي دي اول ليكي فكر او عمل جركي دا نو سه وزني خبري ليكه زه د فكر او عمل مامورين ستايم خو كه تاسي يي د كاميابي د مثال فه توكه وراندي كوي هم شه ده خو تر دي نه دير نور قوي عوامل هم سته

ځواب ورکول Torialai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *