کندهار، افغانستان- د کندهار ولايت چارواکو او ګڼ شمېر مخورو نن تر غرمې مخکي له ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي سره د ويډيويي کنفرانس له لاري خبري وکړې او نوموړي ته يې په بېلابېلو برخو کي خپلي ستونزي او غوښتني وړاندي کړې.

د غونډي په پيل کي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا ډاکټر اشرف غني احمدزي ته د ولسمشر کېدو مبارکي وويله او ورپسې يې د ولايتي ادارې د مشرتابه په حيث خپلي غوښتني وړاندي کړې. د کندهار سرپرست والي په دغه ولايت کي د يوه نوي پراخ زندان جوړولو، د يو شمېر سرحدي ولسواليو لپاره د ودانيو جوړولو، د ښار او ولسواليو د لويو لارو سړکونو پخولو، د ښځو لپاره د زراعت يو ځانګړي پروګرام رامنځته کولو او د نساجي فابريکې د بيا فعالولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي ويسا داراز غوښتنه وکړه چي د کندهار لپاره د برېښنا نه شتون يوه له لويو ننګونو څخه ده. نوموړي وويل په دغه ولايت کي پخوا ګڼ شمېر فابريکې فعالي وې، خو د برېښنا د کمبود له امله له سقوط سره مخ سوې. ويسا هيله وښوده چي په اينده کي د کندهار برېښنا په اساسي توګه ورغول سي.

ويسا وويل د تدارکاتو مسئله ډېره پېچلې ده او ټولي چاري يې په مرکز کي مخته وړل کيږي، چي دې مسئلې دوى ته لويي ستونزي ايجاد کړي دي او ډېرى وختونه پروژې له دې امله چي تدارکاتي چاري يې پاته وي، ځنډيږي. د ولايتي مامورينو د استخدام پروسه ډېره پېچلې او اوږده ده. نوموړي د افغانستان له منتخب ولسمشر څخه هيله وکړه چي دې ټکو ته خاصه توجه وسي. ويسا غوښتنه وکړه چي د اوبو رسولو، ښارسازي او محيط زيست ادارې د ښاروالۍ په چوکاټ کي واوسي، چي له دې سره به خلکو لويه اسانتيا برابره سي.

1ښاغلي ويسا وويل د نشه يي توکو د له منځه وړلو په بهانه ميليونونه ډالر مصرفيږي، خو د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت عملاً هيڅ نه دي کړي. څه وخت مخکي يې له کابل څخه ٤٠ ټراکټرونه د ترياکو د له منځه وړلو لپاره راولېږل. دا ټراکټرونه يې د نويو په نامه راواستول، مګر يو کال يې هم کار نه دى کړى. زاړه ول او اوس ټول له فعاليته لوېدلي دي. ځوانان چي په نشه يي توکو روږديږي، يو له لويو لاملونو څخه يې دا دى چي د نشه يي توکو پر ضد سم کار نه دى سوى. ښاغلي ويسا يادونه وکړه چي که په کندهار کي د ځوانانو لپاره سپورټي ميدانونه جوړ سي، تر ډېره بريده به له نشه يي توکو او له مخالفينو سره له يو ځاى کېدو راوګرځي.

د ښاغلي ويسا بله غوښتنه دا وه چي اوسمهال د واليانو صلاحيتونه تر ډېره بريده محدود دي او ډېرى وختونه خلک مجبور دي چي د عادي کارونو لپاره مرکز ته مراجعه وکړي. نوموړي له ولسمشر څخه وغوښتل تر څو د واليانو په صلاحيتونو کي لازم تغيرات راولي.

د کندهار د تجارانو په مشرۍ د سوداګرۍ د خوني رئيس حاجي نصرالله زهير ولسمشر ته د نوي دندي مبارکي وويله او زياته يې کړه چي افغانستان د صنعت او زراعت ودي ته اړتيا لري. د خلکو غوښتنه دا ده چي زراعت ته وده ورکول سي او د صنعت د ودي لپاره لومړنى شرط د برېښنا برابرول دي.

نوموړي وويل که ګمرکي تعرفې راټيټي سي، نو تجاران به د لسو پر ځاى شل کنټېنره واردات کوي. ښاغلي زهير زياته کړه چي له تجارانو څخه په ګمرکاتو کي د وارداتو پر مهال ماليه اخيستل کيږي او د کال په پاى کي بيا د بېلانس غوښتنه کيږي، چي دا د تجارانو په وړاندي يوه لويه ستونزه ده. نوموړي وويل که دولت د وارداتو پر مهال ماليه او محصول اخلي، د کال په پاى کي دي بېلانس نه غواړي او که بېلانس اخلي، ماليه او محصول دي نه اخيستل کيږي.

نوموړي د وروستۍ غوښتني په ډول وويل چي د کندهار لپاره دي حلقوي يا د باى پاس په نوم سړک جوړ سي، تر څو لوى موټرونه ورباندي تګ راتګ وکړي.

د کندهار د خلکو په استازيتوب څارنوال عيسى محمد خان وويل چي د دغه ولايت شپېته سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري، له معارف رياست څخه د ښوونځيو، معلمينو او زده کوونکو په نوم پيسې ايستل کيږي، خو نه د ښوونځي درک وي، نه د معلم او نه د زده کوونکو. نوموړي غوښتنه وکړه چي د معارف د ودي او په دې رياست کي د فساد د له منځه وړلو لپاره رغنده کار وکړي. نوموړي داراز له ملي راډيو-ټلوېزيون سره د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه وويل که ملي راډيو-ټلوېزيون تقويه سي، د دې په مرسته په هره برخه کي خلکو ته عامه پوهاوى ورکول کېداى سي.

د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د کندهار د خلکو د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته په داسي حال کي چي د کورنيو چارو، فوايد عامې، کرني او مالدارۍ، معارف، د برېښنا شرکت، عامي روغتيا او لوړو زده کړو سرپرستانو حضور درلود، له پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه مننه وکړه چي د افغانستان عزت او حيثيت يې په دنيا کي خوندي کړ او ويې ويل چي د کندهار د امنيت خوندي کول او د معارف کيفيت او وده د ده د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي.

ولسمشر زياته کړه: “دا مجلس مو د دې لپاره جوړ کړى چي وزير صاحبان والي صاحبانو ته مستقيماً ووايي چي څه يې کړي او څه کولاى سي. موږ-تاسي به وروسته پر لويو مسايلو وږغيږو چي د کندهار اساسي نقشه جوړه کړو او څنګه کولاى سو کندهار د افغانستان يو بنيادي تجارتي ولايت جوړ کړو.”

د کورنيو چارو سرپرست وويل پخوا دا ستونزه موجوده وه چي په ولسوالي کي به کله د ملي اردو يو سرتېرى ټپي کېدى، روغتون ته يې د انتقال پروسه ډېره ځنډنۍ وه. سرپرست ژمنه وکړه چي دا ستونزه به ډېر ژر د بهرنيانو په مرسته هواره کړي. هغه وويل د کندهار له زندان څخه څه وخت مخکي يو ډېر لوى قاچاقبر تښتېدلى دى. هيله ده چي ولسمشر په دې اړه امر وکړي چي دا سړى بېرته ژر ونيول سي او بندي کړل سي.

د برېښنا شرکت عمومي رئيس وويل د کجکي د بند رغولو چاري عملاً پيل سوي، امنيتي مسايل يې حل سوي او تجهيزات انتقال سوي دي. داراز به ډېر ژر له کابل څخه تر کندهاره د يو ايس اى ډي په مالي مرسته د برېښنا مزي وغځول سي او دا پروژه به په درو کالو کي بشپړه سي. هغه زياته کړه چي د کندهار د دهلې بند د جوړېدو او د ارتفاع چاري عملاً دوام لري، کله چي يې تعميراتي کار بشپړ سو، همدا بند به ٢٢ مېګاواټه برېښنا توليد کړي. نوموړي ژمنه وکړه چي پر دې بند به پانګونه کوي، تر څو د برېښنا د توليد صلاحيت ولري. نوموړي داراز وويل چي د يو ايس اى ډي په مالي مرسته به د کندهار لپاره د سولر برېښنا پروژه هم ډېر ژر پلې کړي.

د پوهني سرپرست ژمنه وکړه چي د کندهار د معارف کيفيت ته به خاصه توجه کوي. نوموړي بله دا ژمنه وکړه چي د ٣ اوونيو په اوږدو کي به د درې ميليونه ډالرو په ارزښت د اسلامي تعليماتو د زده کړي مرکز جوړ کړي، چي ټولي تدارکاتي چاري يې بشپړي سوي او څلور زره طالب العلمان به پکي زده کړه کوي. په دغو درو اوونيو کي به د کندهار د مرکزي دارالمعلمين، د ارغنداب د دارالعلوم او د نوي ښار د تخنيکي ښوونځي د جوړېدو چاري پيل سي. ده زياته کړه چي د راتلونکو درو مياشتو په اوږدو کي به ٦٥ لويي او وړې پروژې پيل سي. نوموړي د کندهار له خلکو وغوښتل چي د بندو ښوونځيو په پرانيستلو کي مرسته ورسره وکړي.

د فوايد عامې سرپرست وويل چي د کندهار د ارغستان او ميانشين تر منځ د غځېدلي سړک قرارداد سوى او تر راروان کال پوري به يې تدارکاتي چاري بشپړي سي. نوموړي داراز وويل چي د ښوراوک ولسوالۍ د سړک قرارداد ته اماده دى. سرپرست داراز يادونه وکړه چي د ده له لومړنيو کارونو څخه به يو دا وي چي د ټولو ولايتونو باى پاس سړکونه ورغوي.

د زراعت سرپرست وويل چي د درو مياشتو په اوږدو کي به د ملي باغدارۍ او مالدارۍ يوه لويه پروژه پيل سي چي اوس يې په کندهار کي دفترونه پرانيستلي دي. د منطقوي زراعت په نوم د سل ميليونه ډالرو په ارزښت يوه بله لويه پروژه د امريکايانو په مالي لګښت پيلېدونکې ده او د دې پروژې اجراکوونکي ادارې عملاً خپل دفتر پرانيستى دى او کندهار والي به يې نظارت کوي. يوه بله پروژه به په سپين بولدک ولسوالي کي د درو مياشتو په اوږدو کي پيل سي چي صادرات او واردات کنټرول کړي. دا به يو لابراتوار وي چي واردېدونکي او صادرېدونکي نباتات کنټرول او صحي کيفيت يې وګوري.

ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي په پاى کي د خلاصې په شکل وويل د کندهار پوهنتون هر اړخيزه بررسي دي وسي، چي د کيفيت له لحاظه څنګه دى او دا يوه ډېره مهمه مسئله ده. جمهور رئيس د کندهار له اوسېدونکو وغوښتل چي د ښوونځيو د کيفيت په باب مرسته ورسره وکړي او ټول ښوونځي په ګډه تقويه کړي. جمهور رئيس ژمنه وکړه چي د ناامنه ولسواليو د نارينه او ښځينه زده کوونکو لپاره به د ليليو زمينه برابره کړي.

جمهور رئيس وويل چي د تجارت په برخه کي تعرفه وسيله ده، نه هدف. هغه زياته کړه: “تاسي ما ته څو ورځي وخت راکړئ چي موږ تاسي په دې اړه يوه ناسته وکړو. عالي اقتصادي شورا د همدې لپاره جوړيږي، چي موږ تاسي په بنيادي توګه وکړاى سو د تعرفې مسئله حل کړو.”

,ولسمشر داراز وويل چي د لويو موټرونو د دروند بارېدو مخه دي ونيول سي او هر څوک چي د لويو موټرونو د ترازوګانو د فعالېدو ممانعت کوي، بايد قانوني چلند ورسره وسي. دا د منلو نه ده چي د پاکستان يا ايران د درو موټرانو بار دغلته يوه موټر ته وراچول کيږي.

ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي وويل چي د کجکي بند يوه سمبوليکه بڼه لري او له دې څخه هلمند او کندهار ته برېښنا ورکول کېداى سي. هغه زياته کړه چي د برېښنا مسئله دى خپله تعقيبوي او پرون يې له وزيرانو سره هم خبري ورباندي کړي دي.

جمهور رئيس د کورنيو چارو د سرپرست د خبري په تاييد وويل چي د کندهار له محبس څخه تښتېدلى قاچاقبر دي ژر تر ژره ونيول سي. ولسمشر داراز وويل چي د کندهار چارواکي دي يو مفصل راپور راوليږي چي ولي د کندهار له زندانه بنديان تښتي.

ولسمشر وويل د صلاحيتونو د ټيټوالي په اړه به له ټولو والي صاحبانو او ادارو سره کښېني او خبري به ورسره وکړي او د دې لپاره اصلاحات په کار دي.

ولسمشر يوه بله غوښتنه دا وکړه چي داسي يوه شورا جوړه کړئ چي د ټولو قومونو اراکين پکي ګډون ولري، چي ده ته هم مشوره ورکړي او له مخي يې د ولس په خوښه ولايتي اراکين وټاکل سي. نوموړي وويل بل قدم بايد دا وي چي تاسي د تعليمي برخي بررسي وکړئ او ما ته د اقدام وواياست.

ولسمشر يوه مهمه خبره دا وکړه چي هر وزير به په تحريري توګه د دغو ژمنو يوه کاپي تاسي ته درلېږي او يوه کاپي ما ته. د ژمنو د تعقيب لپاره به زه هم کار کوم او تاسي به يې هم تعقيبوئ.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

One thought on “ولسمشر احمدزى: د کندهار د برېښنا مسئله زه خپله تعقيبوم”
  1. دوستانو او وطنوالو او قانون بوهانو تاس توجو دكورنيو جارو دوزارت سر برست وزير دي جملي ته راجلبوم ؟
    واءي دتشتيدلي بندي به حقله دي ريس صاحب جمهور ماته دهغه دكرفتاري امر راكري.تر خوي كرفتار كرم.
    نه بوهيرم جه دا وزير او يا دكومي كوخي خخه يو نابوهه لار روي راغلي او وزير تا كل شوي دا تر اوسه دخبلو وظائفو دلايحي خخه بي خبره دي داجه دا خبله وظيفه او خبل صلاحيت خخه بي خبره دي نو كيله به دوزارت داخلي دنورو آراكينو خخه نه كوو دايران خدمتكار أكنت نه به خه كيله وي.
    دا نه بوهيزي جه متهم قاجاقبر به كوم جرم نيول شوي او دمتهم به شكل شبي اورخي به محبس كي تيروي او بياد محبسه فرار كوي او يو جرم بخواني جه دا متهم او محبس كى وو دوم جرم ءي دا جه فرار ءي كري أوته محترم وزير صاحب أمنيتي مسول ءي خبله دنده نه بيزني جه دهغه كرفتاري دجا وظيفه ده بيا هم دريس جمهور خخه دهغه دكرفتاري امر ته انتظار كازي .
    تأسف به داسي وزير او تأسف به هغه جا جه سري نه بيزني او دوزارت جوكي وركوي
    داسي مشران وه جه وطن ءي به دغه بدبختيو اخته او غميزي اشرف غني ته بري ايشي دي.
    وزير صاحب.
    ١- داجه بندي در خخه فرار كري ته او ستا أمنيتي مسولين خارنوالي ته معرفي او تحقيق در خخه وشي او جزا وويني.
    ٢- هر خه عاجل مجرم كرفتار او محبس ته وسبارل شي تر خو مخكيني جزا به تطبيق شي.
    ٣-دفرار به ارتباط ءي بعدي دوسيه داغ او به دوران واجول شي دبعدي تصميم دباره عدلي اوركانو ته محول شي
    ٤- داده ستا قانوني او اداري وظائف

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *