تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی راتلونکې اوونۍ چین ته په رسمي سفر لاړ شي.
دا به له واک ته رسېدو وروسته د ښاغلي غني لومړنی بهرنی سفر وي.
ارګ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر اشرف غني ته د چین ولسمشر جینګ پینګ رسمي بلنه ورکړې څو د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ راتلونکې اوونۍ پیکینګ ته په درې ورځني سفر لاړ شي.
د افغانستان ولسمشر به د دې سفر په لړ کې د چین د ولسمشر ترڅنګ د دغه هیواد له صدراعظم او د پارلمان له رييس سره هم وویني.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او چین ولسمشران د دوو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ څو موافقې لاسلیک کړي.
ارګ نه دي ویلي چې دا موافقې په کومو برخو کې دي.
چین یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د افغانستان په لویو پروژو کې د پانګونې اراده لري. دغه هیواد د لوګر د عینک د مسو کان او په شمال کې د امو دریا د تېلو د حوزې د استخراج قراردادونه ترلاسه کړي خو داسي ښکاري چې له خپلو ژمنو په شا شوی وي.
دې هیواد د عینک د مسو کان په قرارداد کې د بیا کتنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې نه د اورګاډي پټلۍ جوړوي او نه برېښنا کوټ جوړوي.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم ولسمشر احمدزی به د چین ولسي جمهوریت ته د دغه رسمي سفر په څنډه کې د افغان او چینایي پانګوالو او سوداګرو په غونډه کې ګډون وکړي او د هغه هېواد سترو تاسیسات او بنسټونه به هم وویني.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی به د پیکینګ یا بیجینګ ښار په شینهوا پوهنتون کې وینا وکړي او په یوه ګردي میزکې به له یو شمېر کارپوهانو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخوکې د اړیکو، سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وکړي.
د افغانستان ولسمشر ته د پاکستان صدراعظم نوازشریف هم د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړې او ده منلې ده.
همداراز ټاکل شوې ده چې راتلونکې میاشت ولسمشر غني لندن ته لاړ شي.
ا شرف غنی دلوړي په مراسیموکي
وویل چي زما اول سفر به دبیت الله شریف نه شروع کیږی اوس یی دیاده ووتل که خلګو خصوص مسلمان اومجاهد اولس ته بازی وه وبه ګورو چی څکوی
ده خو ویل چه اول عمری ته ځی ………………………