تاند، یکشنبه، د قوس ۳مه: سره له دې چې په ولسي جرګه کې ځینو وکیلانو د باندنیو چارو وزارت کې د قومي تصفیې خبره کړې خو د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه سرچینه وایي، ولسمشر په دغه وزارت کې د اصلاحاتو لپاره پرلپسې ناستې کوي.

سرچینه وایي، ولسمشر غني په هرو دوو ورځو کې د باندنیو چارو وزارت له سرپرست سره ناسته کوي او د نویو کارونو او پرمختګونو راپور ترې غواړي.

سرچینه وایي، د رباني لخوا د ملګرو ملتونو د ماموریت لپاره ټاکلی مستشار د رباني نږدې کس، په انګلیسي ناخبره او ۱۴م پاس سند یې درلود.

همدا راز ویل شوي، د کابل له هوایي ډګر څخه راستنو کړل شویو دیپلوماتانو هم د استخدام پروسه نه وه طی کړې نه هم په بهرنیو ژبو پوهیدل.

په همدې حال کې د ولسمشر نږدې کس او په دوبۍ کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالصمد افغان هم تاییدوي چې د بهرنيو چارو وزارت څخه د ولسمشر څارنه ډېره جدي او دقيقه روانه ده.

نوموړی وایي، هغه ديپلوماتان چې قانوني وخت يې ختم وي يا یې ماموریت غير قانوني تمديد شوی وي له دندو به کور ته استول کیږي.

د ښاغلي افغان په خبره، هر دیپلومات چې د کوربه هيواد او په نړيوالو ژبو نه پوهيږي هغه به هم کور ته استول کیږي: (( کوم سفيران يا جنرال قونسلان چې لاسته راوړنه نلري هغه به هم ختمیږي کومې نماينده ګۍ چې تشکيل يې زيات وي هغه به کميږي او داسې نور اصلاحات هم راروان دي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ځینو غړو تور پورې کړی و چې حکومت د رباني له استعفی وروسته په باندنیو چارو وزارت کې قومي تصفیه پیل کړې چې د همدې کار لپاره جرګې یو حقیقت موندونکی پلاوی هم وزارت ته واستولو خو دغه پلاوي په خپل راپور کې دا ادعا رد کړه چې یلد وزارت کې قومي تصفیه پیل شوې ده.

پلاوي د جرګې غړو ته ویلي چې د باندنیو چارو وزارت کې چټک اصلاحات روان دي.

One thought on “ولسمشر امر کړی چې بې لاسته راوړنې او په بهرنیو ژبو نابلده سفیران او دیپلوماتان دې منفک شي”
  1. بیا به یی ګلمرجان نه منی یا به بل فرمان له اجرایه ریاست ورولیږی باید ټول هغه کسان چی تنظیمی ګوندونو نماینده ګی کوی ګوښه شی که هغه په هر وزارت کی وی
    د برښنا شرکت باندی ولی تصفیه نه شروع کوی او د وزارت مالیه هغه کسان نه لری چی انور الحق احدی په ګوند پوری تړاو لری او په وزارت مالیه کی دندی سرته رسوی
    او همدارنګه وزارت اقتصاد کی هم باید دا ډول ګام پورته شی
    باید د کار او ټولنیزو چارو وزارت باندی هم ګوندی تصفیه شروع کړی ځکه هلته هم د ګلمرجان کسان دی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *