تاند- ارګ وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله عبدالله له پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره پر مهمو ملی مسلو خبرې وکړې.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلیو غني او عبدالله نن /یکشنبه/ د ښاغلي سیاف په بلنه په پغمان کې د نوموړي کور ته لاړل او سهارنۍ یې ورسره وخوړه.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، درو مشرانو د وروستیو سیاسي او امنیتي انکشافاتو په شمول پر کلیدي ملي مسلو خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې د دوی د خبرو نور جزییات نه دي څرګند شوي خو دا کتنه وروسته له دې کېږي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي یووالي د حکومت پر ضد د یو شمېر پخوانیو چارواکو او په حکومت کې د شاملو ناراضانو د یو کولو لپاره هلې ځلې پیل کړي دي.

دوی تېره اوونۍ د پخواني جهادي مشر صبغت الله مجددي په کور کې غونډه وکړه او له امریکا سره د افغانستان پر امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتونکي شول.

ادعا کېږي چې کرزی او یو شمېر نور ناراض سیاستوال په دې توګه غواړي چې امریکا دوی ته نور امتیازونه ومني.

له سیاف سره د ملي یووالي د حکومت د دوو مشرانو کتنه له طالبانو سره د سولې له خبرو سره هم بې ارتباطه نه بلل کېږي. احتمال شته چې ښاغلیو غني او عبدالله به له طالبانو سره د لوی ملي ايتلاف د خبرو د طرحې په اړه له استاد سیاف سره ږغېدلي وي.

2 thoughts on “ولسمشر او اجرايي رييس له سیاف سره وکتل”
  1. ښه مشوره چی اسلامی او ملی ګټی پری وساتل شی او حکام او ملت د عزت په لاره روان کړی او د مفسدینو او ظالمانو له شر نه دا مظلوم ملت ته نجات ورکړی عین عبادت او جهاد دی
    راځی ملی او اسلامی ګټو ته حق د اولیت ورکړو او د هغی تفکر او کړنو تلاش او هڅه وکړو کوم چی خالق رب العزت پری راضی کیږی او د ټول ملت په عزت کی خپل عزت یقینی کړو نو بیا هر افغان ته نړیوال د احمدشاه ابدالی او میرویس نیکه په سترګه ورته ګوری.
    ډلګیو ، معاملی ،انحصار،تفوق طلبی او نور ټول رذیله ابتکارات او سسخیفی کړنی وازمایلی چی مؤمن ملت پری شاهد دی نور د ازماییش ځای ندی پاتی، نو تجدید ایمان ، تعهد او مؤمنانه عمل یواځینی د نجات او عزت لار ده ورنه ( فتفشلو و تذهب ریحکم …) حتمی ده
    لکه د بیت الله د حلف وحدت د ماتیدو نه تر اوسه ګراف د عزت نزولی او هیڅ قهرمان یا د ځمکی سوپر پاور ددی انزال مخه ونشوی نیولی
    ډیر لوی ۴۰ کلن درس مو مخی ته پروت دی ، دنړی رجالو او ملتونو ډیری ګټی تری واخیستی خو زموږ متشتت قیادت (تحسبهم جمیعا وقلوبهم شتی )تمثیلوی

  2. ښه مشوره چی اسلامی او ملی ګټی پری وساتل شی او حکام او ملت د عزت په لاره روان کړی او د مفسدینو او ظالمانو له شر نه دا مظلوم ملت ته نجات ورکړی عین عبادت او جهاد دی
    راځی ملی او اسلامی ګټو ته حق د اولیت ورکړو او د هغی تفکر او کړنو تلاش او هڅه وکړو کوم چی خالق رب العزت پری راضی کیږی او د ټول ملت په عزت کی خپل عزت یقینی کړو نو بیا هر افغان ته نړیوال د احمدشاه ابدالی او میرویس نیکه په سترګه ورته ګوری.
    ډلګیو ، معاملی ،انحصار،تفوق طلبی او نور ټول رذیله ابتکارات او سسخیفی کړنی وازمایلی چی مؤمن ملت پری شاهد دی نور د ازماییش ځای ندی پاتی، نو تجدید ایمان ، تعهد او مؤمنانه عمل یواځینی د نجات او عزت لار ده ورنه ( فتفشلو و تذهب ریحکم …) حتمی ده
    لکه د بیت الله د حلف وحدت د ماتیدو نه تر اوسه ګراف د عزت نزولی او هیڅ قهرمان یا د ځمکی سوپر پاور ددی انزال مخه ونشوی نیولی
    ډیر لوی ۴۰ کلن درس مو مخی ته پروت دی ، دنړی رجالو او ملتونو ډیری ګټی تری واخیستی خو زموږ متشتت قیادت (تحسبهم جمیعا وقلوبهم شتی )تمثیلوی

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *