تاند، سه شنبه، د عقرب ۱۳ مه: افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په بېجینګ کې د افغان سولې په تړاو پر جوړېدونکې ناسته تیره ماښام ټلیفوني خبرې کړي دي

له ارګه رسنیو ته په لیږل شوي خبرپاڼه ویل شوي چې، د افغان سولې په تړاو د بېجینګ خبرې د ولسمشرۍ ټاکنو له لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د روانې نومبر میاشتې په وروستیو کې پیلېږي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، دې ټلېفوني خبرو کې چینايي وزیر وانګ يي ولسمشر غني ته د دې غونډې په تړاو مالومات ور کړي دي
او په دي ناسته کې یې د افغان حکومت ګډون د دي خبرو د پیاوړتیا سبب بللی دی

په پام کې وه د افغان سولې په اړه د تېر اکټوبر پر ۲۹ او ۳۰ د چین په کوربتوب په بېجېنګ کې د طالب او افغان حکومت استازو په ګډون ناسته شوې وی، خو دغه ناسته د نامعلومو دلایلو له امله تر نامالومې نېټې وځنډېده.

هغه مهال وسلوالو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې روښانه کړې وه چې په دې ناسته کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی یو پلاوی ګډون کوي.

خو د سولې په برخه کې د افغان حکومت وزارت ویل چې، د دې ناستې په هکله له چینايي چارواکو سره خبرې کوي او که دې برخه کې د منلو وړ معیارونه په پام کې ونیول شي، نو دوی به پکې د ګډون پرېکړه وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي دوه ورځې وړاندې رسنیو سره په خبرو کې وویل چې، په چین کې له وسله والو طالبانو سره د بین الافغاني ناستې لپاره افغان حکومت خپل پلاوی ټاکلی او غونډې ته نژدې ورځو کې به یې اعلان کړي.

له دې مخکې ولسمشر غني د افغان سولې په تړاو خپله یوه طرحه وړاندې کړه او ارګ ویلي، له ګاونډیو، سیمه ییزو او په افغان سوله کې له ښکېلو هېوادونو یې غوښتي چې د سولې لپاره د افغان حکومت د طرحې ملاتړ وکړي.

One thought on “ولسمشر او د چین د بهرنیو چارو وزیر پر افغان سوله ټلیفوني خبرې کړي”
  1. داسی ویل کیده چی بین الافغانی ناسته د ۷ لړم یعنی جمعی په ورځ سره وشی مګر تر اوسه دا خبره چا تایید کړی نده
    ترڅو چی اوربند ونشی یا دواړه طرفه په خپل دریځ کی نرمښت ونښی ګمان نه کوم دا وړی شړی شی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *