دغه رساله پوهنمل سيداصغر هاشمي ليکلې ده او په ننګرهار کې هاشمي خپرندويي ټولنې ۱۱۰۰ ټوکه په ډېر ښه صحافت کې چاپ کړې ده.

پنځوونکی «تخلیقګر» هغه څوک دی، چې د ټولنې  بهرني ایماژونه «مثبتې او منفي» کړنې پرې اغېز کوي او د بهرنیو حسونو په واسطه د ده دنني تاثرات د خپلې اغېزې لاندې راوړي او داخلي حسونه یې فعالیت پیلوي.

اند «فکر»، واند «خیال»، ولوله «احساسات» او داسې نور دنني توکي د بهرنۍ نړۍ سره اړیکه لري او همدا بهرني ټولنیز لاملونه دنني حسونه په جوش او خروش راولي او لیکوال دې ته هڅوي چې ولیکي او د دردونو درمل یې همدا لیکل وي او د خوښۍ د لمانځلو لپاره هم د همدې وسیلې کار اخلي.

زه یوه ټولنیزه هستي یم او د ټولنې سمې او ناسمې کړنې مې دې ته هڅوي چې د خپل زړه درد او د فکر او نظر خبرې خلکو ته وکړم. کوښښ کوم چې د خلکو د زړه خبرې وکړم، خو کله کله چې د ټولنې جوړښت او معیارونو ته وګورم، نو دا هم شونې ده چې د دوی د زړه او فکر خبرې په دوی سم اغېز ونه کړي، چې لاملونه یې ټولنیز معیارونه او ناپوهي ده.

«ولسمشر ته لیکونه» رساله د همدغو بهرنیو او دننیو تاثراتو بېلګه ده چې د یوې ځانګړې ټولنې د اغېزو په پایله کې لیکل شوې ده او په کومې جغرافيي کې چې زه اوسم د هغه ځای د سمو او ناسمو کړنو نتیجه ده.

دغه لیکونه کوم خاص کس ته لیکل شوې نه دي. انتقادي، اصلاحي، انساني او نورې… خبرې یې د هر ځای مشرانو ته دي.

په دغه رساله کې «ولسمشر» یو سمبول دی، چې په ټولیز ډول د نړۍ مشـران او په ځانګړي ډول د وروسته پاتې هېوادونو مشـرانو په اړه ټولنیزې لارښوونې، انتقادي ریالیزم«اداري فساد، ظلم او زیاتی، بې عدالتي، نا مساوات، د فیوډالیزم په ضد مبارزه»، هیومانیزم«انسان دوستي، حیواناتو او نباتاتو ته زیان نه رسول، د تبعیض او تعصب سره مبارزه» او په نورو … برخو کې خبرې لري.

دغه لیکونه د ژوندیو او نا ژوندیو توکو خبرې دي، چې ډېره برخه یې د کايناتو لیکونه دي، لکه: «د اوبو لیک، د ګل لیک، د غره لیک، د اوسپنې لیک، د کتاب لیک، د قلم لیک، د ځمکې لیک، د شپې لیک، د اسمان لیک» او نور…

دویمه برخه یې د انسانانو لیکونه دي، لکه: «د ماشوم لیک، د انسان لیک، د ښځې لیک، د کونډې مور لیک» او نور… او درېیمه برخه یې د ژویو لیکونه دي، لکه: «د زمري لیک، د مرغۍ لیک، د شاتو د مچیو لیک» او داسې نور…

په پای کې د الله تعالی دربار ته لاسونه لپه کوم، چې ما سم او اصلاح کړي او هغه خلکو ته لارښوونه وکړي چې انساني ستونزې لري.

په ټوليز ډول دا سرليکونه لري.

لیکونه پېغامونه

د اوبو لیک

د کتاب ليک

د کونډې مور ليک

د قلم ليک

د ځمکې ليک

د شاتو مچيو ليک

د عالم ليک

د ماشوم ليک

د غرونو ليک

د ګل ليک

د اوسپنې ليک

د انسان ليک

د شپې ليک

د اسمان ليک

د غريب ماشوم ليک

د زمري ليک

د مرغۍ ليک

د ښځې ليک

د ليوني ليک

One thought on “ولسمشر ته ليکونه رساله چاپ شوه”

ځواب ورکول غ.حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *