سلام عليكم ورحمت الله وبركاته

ښاغلې ولسمشره! د غزني د قره باغ ولس د موقتې ادارې له پيله بيا تر نن پورې د افغان حكومت ننګه او ملاتړ كړى، سره له دې چې سيمه مو په ټوله ياده موده كې نا امنه او له خطره ډكه وه، خو په تيرو دريو دورو ولسمشريزو، پارلماني او ولايتي شورا په ټاكنو كې يې فعاله برخه واخيسته د هركلي نر او ښځې د خپلې خوښې كانديد ته رايه وركړه.

د غزني د قره بآغ ولسوالۍ، په تيره موده كې تر ټولو نا امنه، وروسته پاته او له پامه لوېدلې سيمه وه.

كله به جګړو شدت واخيست او كله به نسبي امن و لنډ مهاله سوله راوګرځېده، سره له هغه هم د غزني د ټولو پښتون میشته ولسوالیو په پرته دلته زدکړو ډیره وده کړې، سږ کال د دې ولسوالۍ ۵۷ کسه د کندهار پوهنتون ۳۱ کسه د ننګرهار پوهنتون له مختلفو پوهنځیو فارغ شول، شاوخوا سل تنه نور یې د غزني، کابل، خوست او نورو خصوصي پوهنتونونو د فراغت په حال کې دي.

د محصلینو دا لوی شمیر ښيي، چې د قره باغ خلک د پوهې اوزده کړو پلویان او د جګړو شدید مخالف دي.

خو اوس په دې سیمه کې ناامني او ګډوډي ده، دلته په لوی لاس جګړې ته لمن وهل کیږي او د تعلیم مخه نیول کیږي.

دوه كاله مخكې په قره باغ كې سيمه ييز پوليسو تشکیل شول، چې ورسره په سيمه كې نسبي امن هم راغى او خلك خپلواك شول.

دا حالت دومداره پاته نه شو، تر دوه كلن امن وروسته، بيا سيمې ته د وسله والو مخه شوه او سيمه يې ورو ورو ناكراره كړه، جګړې زياتې شوې، ويره او ډار په ټوله سيمه كې خپور شو.

د قره باغ په مرکزي سیمه کې، پراته سیمه ییز پولیس ټول د یوې سیمې او یو توکم خلک دي، خو په مرکزي سیمه کې نور پښتنې توکمونه خروټي او دفتاڼي میشت دي، دا دواړه قومونه، د سولې او امن پلویان، د حکومت ملاتړي او د تعلیم او زدکړو سخت لیوال دي.

د قره باغ د مرکز خلکو ځکه سیمه ییزو پولیسو ته ځوانان ورنه کړل، چې ټول یې په تعلیم لیګا ول، د وسلې ګرځولو شوق یې نه لاره، له جګړې یې کرکه لرله.

خو اوس په دې سیمه کې، له تیر یو کال راهیسې نا امني پراخه شوې، بلکې دې نا امنې قومي بڼه خپله کړې، سیمه ییز پولیس د خلکو په کورونو په زور نه ننوتي، سلګونه کورنۍ یې کډې کولو ته اړې کړې، تاوتریخوالی یې زیات کړی.

سیمه ییز پولیس، د سیمې خلک په زور، وهلو او ټکولو بیا یې او خپلې پوستې پرې جوړوي، له خلکو په زور پیسې او ډوډۍ غواړي، دلته اوس هره ورځ جګړه وي، په تیره یوه میاشت کې پنځه ملکي کسان وژل شوي، لس تنه ټپیان شوي، سلګونه خلکو ته مالي زیانونه اوښتي او د خپلو کورونو او کلیو پرېښودو ته اړ شوي.

ولسمشره! په دې سیمه کې د طالب وحشت له یو لورې او د حکومتي عسکرو له لورې د خلکو ځورولو او وهلو له بل لوري، حالت تر بدو بتر کړی.

د جګړې پر مهال د اردو سرتیري، کلي او کورونه له شاوخوا شل کیلومتره لري به توپونه ولي، خلک د حکومت له دې چلنه سخت ناراضه او زړه توري دي، خلک ویرې اخیستي، تاسې ته مالومه ده چې دا خلک د غږ اریدو څوک نه لري، د پارلمان استازي پردي ورته ایستي او کومه مرسته هم نه ورسره کوي چې غږ یې تر تاسې در ورسوي.

د سیمې د ستونزې په اړه څو ځلي قومي مشران ټول شول او د محلي پولیسو مشر ته ورغلل، خو هغه خورا ناوړه چلن ورسره وکړ، د دوی خبره يې هيڅ وانه وریدله او ان ورته وې یې ویل، چې ځئ تر اشرف غني مو لاس خلاص، زما مخه هیڅوک نه شي نیولی، قومي مشران د دې حالت شاهدان دي.

یو ماښام د قره باغ لسګونه قومي مخور، ځوانان او د جګړې زیانمن، ولایت ته ورغلل، دا ستونزه يې له والي، امنیه قومندان، د امنیت له رییس او د اردو له قومندان سره شریکه کړه، هغه شیبه یې ښه کلکه وعده وکړه، خو په سبا یې خپه ژمنه هیره او ولس یې بیا تر ستونې ونیوی.

په دې حکومت کې د ولس او خلکو خبره نه اوریدل کیږي، یواځې د ولسوال، قومندان او حکومت ته نیږدې کس خبرو ته غوږ نیول کیږي، که دا حالت دوام وکړي، خلک مجبور دي له طالب سره ملګري شي، هلته سیمه ییزو چارواکو او اربکیانو چلند طالب جوړولو ته زمینه برابره کړې ده.

نو ښاغلی ولسمشره!

پخوا به پر مخالفو وسله والو تور و چې ولس د سپر په توګه كاروي، خو اوس چې مو وليدل سيمه ييز پوليس، چې د حكومت د امنيتي ځواك يوه برخه ده، په لوى لاس د خلكو ژوند په خطر كې اچوي.

د محلي پوليسو پوستو ته نيږدې كلي او كورونه ټول په ډير بد حالت كې دي او هره ورځ د جګړې په منځ كې راګير وي.

دې ناوړه حالت ته د قره باغ پخواني امنیه قومندان او د محلي پولیسو مشر په لوی لاس لاره اواره کړې، هغوی خپلې ګټې لري، تجارت کوي، د پولیسو حقونه، معاشونه او د هغوی په نوم راغلي تیل او خوراکه جیب ته اچوي، څو ورځې مخکې د قره باغ امنیه قومندان تبدیل شو، نوی کس راغی، هغه د سیمې له شرایطو نه دی خبر، خلک غلطې مشورې ورکوي، له خلکو سره يې چلن سم نه دی، پولیس باید په ریښتني ډول د ټولنې خدمتګار وي.

د شاغولي په کلي کې چې د محلي پولیسو عمومي قرارګاه ده، تر څنګ يې په کلي کې د سیمه ییزو پولیسو یوه بله پوسته هم شته، قرارګاه او پوسته دواړه د خلکو په کورونو کې جوړ شوي، خلک یې په زور ایستل شوي، لس ورځې مخکې د کلي په دوهمه پوسته طالبانو برید وکړ، دوولس تنه سیمه ییز پولیس يې ووژل، د هغوی وسلې یې له ځانه سره یووړې، دغه پوسته په جګړه کې ونړیده، سمدستي یو بل کور په زور ونیو، د شاغولي کلي چې شاوخوا سل کوره دی، ټولو کورونه پریيښي، محلي پولیسو په زور شړلی او یا دوی د جګړې له ويري کلی پرېیښی، پولیسو د دکلي ټولې رسیدلې ونې، په برقي اره چپه کړې او دلیل یې دا وو چې دلته طالبان په کې پټیږي، د دې خلکو فصلونه او زراعت یې خراب کړ، اوس ټوله سیمه، بلکې شاخوا دیرش کلي له جدي خطر سره مخ دي او ناچاره دي خپل کورونه پریږدي.

جناب ولسمشر صيب! تاسې د لوړې په مراسمو او تر دې مخكې هم په وار وار ويلي، چې موازي حكومتونه او نا قاونه وسله وال نه منو او مخه بۀ يې نيسو.

موږ چې د خپلې سيمې حالت او وضعيت ته ګورو، د سيمه ييزو پوليسو كړنې او چلند په څرګنده د يو موازي حكومت، سيمه ييزو زورواكو او ناقانونه وسله والو ته ورته دى، خو له ولس سره ناوړه چلند او د خلكو ځورول يې د زغملو نه دي.

له حقوقي پلوه، د خلکو کورونه په زور نیول، د خلکو ځورول او وهل، د پوستو د جوړولو لپاره په ورځ او شپه کې د خلکو په زور بول، بشري جنایت او جنګي جرم ګڼل کیږي، نو مهرباني وکړئ، سیمه ییز پولیس هلته پرله پسې، بشري جنایت کوي مخه یې ونیسئ.

ولسمشر صيب! موږ پوهیږو چې تاسې ته، د قره باغ د حالت په اړه هیڅ مالومات نه دی درکړل شوی، سیمه ییز چارواکي د خپل موقف او واک د ساتلو په خاطر، د ولس ستونزې پټي ساتي، که تاسې د توحید د مرکز له لارې، هره ورځ د غزني د حالت پوښتنه هم وکړئ، موږ باور لرو چې تاسې ته به دا کیسه هیڅکله ونه رسیږي، له تاسو مو هيله دا ده، چې د مظلوم ولس غږ واورئ، سیمې ته یو پلاوی ولیږئ، چې په ریښتني ډول، د ولس ستونزې درک کړي، د روان نارون په اړه بې پرې پلټنه وکړي او د زیانمنو خلکو غږ واوري.

ولسمشره ! موږ سولې او بشپړ امن ته اړتیا لرو، د سیمه ییزو پولیسو پر ځای دې د ملي پولیسو او ملي اردو پیاوړتیا ته پاملرنه وشي تر څو له یو لوري به سیمه او خلک په امن شي او له بل لورې به د ولس او حکومت تر منځ شته واټن را لنډ شي.

د قره باغ د ځوانانو هڅه داده چې دا ستونزه له نورو حقوقي مراجعو سره هم شریکه کړي.

درنښت.

د قره باغ ولسوالۍ د اوسیدونکيو غږ

One thought on “ولسمشر ته پرانيستى ليك؛ د قره باغ د خلکو غږ”
  1. ګرانه لیکونکي په درد او زګیروي دي پو هیږم

    دا تاسو کټمت زموږ د زړونو خبره کړي، دا نا خوالي یوازي دا لته په قره باغ کې نه دي تم، دا غملړلي محلي پولیس له تاسو لږ ور اخوا د غزني د ګیلان په ولسوالي کې همدا کړه وړه تر سره کوي، ته به وایې دا بیسواده بدماشان ګرده د اشرف غني خان زامن دي، سړی حیران پاته سي او هاغه د کارمل او روسانو د وخت په اصطلاح «وطن پرستان» چې خلکو به وطن پروشان ورته ویل، ور په یاد کړي . څو ورځي وړاندي مې د ګیلان د ولسوالي د شنکۍ کلي ته سر ور شکاره کړ، یو ځوانکی د شیر محمد په نامه چې په شیرک مشهور دی او د خلکو له خولي ښه زبردسته پوډري هم دی او د کلي لنډغر او پوډریان وروسته له روزه ماتي ور باندي راټول وي او د خلکو د ځورولو او تالا کولو لپاره نقشي جوړوي…..، ولیده، هماغلته مې وویل، خدای خبر چې دا وړۍ به شړۍ سي.
    کله چې د غزني ولایت ته راغلم د غزني ولایت د امني قوماندان انګار مې ولټاوه، څه درته ووایم، اشرف غني سره لیده کاته اسانه، خو د امنیې قوماندان مې پیدا مې نه کړ. یا به بیده وه او یا به عسکر ویل چې مصروف دی….
    نو ګرانه اوبه له پاسه خړي. د غزني خلک د بل هر ځای تر خلکو ډیر کړیدلي او لالهانده سوي دي. ددوی خاموشي او بې اتفاقي د همدي لنډغرو لپاره زمینه برابره کړي….

ځواب ورکول کوچی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *