جمهوررئیس د خوست روزنتون ماشومانو ته په خطاب کې: ستاسو په څېرو کې عالي درجو ته د رسېدو جرئت او قوت ښکاري

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازیګر د خوست ولایت د شهید سلطان محمود خیرخواه روزنتون ماشومانو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شوه، لومړی د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معینې حسنا جلیل د ماشومانو د حقونو ملاتړ پالیسۍ او د ماشومانو د حقونو ملاتړ لپاره د مشورتي پروسې پیلولو، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې تر ۱۸ کلنۍ د کم عمره ماشومانو د ګمارل کېدو مخنیوي او د پولیسو له لوري په غوره ډول د ماشومانو د حقونو ملاتړ قانون ساتنې په اړه، معلومات ورکړل.

هغې زیاته کړه، موږ لومړی دغه پروسه د دارالتادیبونو او روزنتونونو ماشومانو څخه پیل کړې چې د خوست ولایت روزنتون ماشومانو په متفاوت ډول زموږ کوربه توب وکړ.

حسنا جلیل وویل، موږ د ملي پولیسو په استازیتوب د دې ماشومانو ملاتړ کوو او زیاته یې کړه، دغه ماشومان د یووالي، یو بل منلو او راتلونکې ته پاملرنې ارزښتونو پر اساس ژوند کوي او هر یو یې غواړي د ټولنې د ګټورو افرادو په توګه راڅرګند شي.

وروسته د خوست والي محمد حلیم فدایي خبرې وکړې او یتیمانو او بې سرستو ماشومانو ته د جمهوررئیس د پاملرنې او دا چې د ماشومانو د حقونو ملاتړ قانون یې توشیح کړ مننه وکړه وې ویل، د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره ۴۳۸۹ شهیدان ثبت شوي دي.

هغه د خوست ولایت د ماشومانو حمایوي مرکز د ودانۍ د تجهیز او پراختیا، د دولتي کارکوونکو ماشومانو لپاره د وړکتون جوړولو، د شهیدانو کورنیو ته د سرپناه برابرولو او د خوست ولایت د ماسټر پلان د نهایي کولو غوښتنه وکړه.

ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات خبرې وکړې وې ویل، دغه وزارت په ۶۸ روزنتونونو کې د لس زره ماشومانو ملاتړ کوي. هغه له جمهوررئیس څخه له ۸۰ څخه ۱۱۵ افغانیو ته د روزنتونونو د ماشومانو د اعاشې زیاتوالي، د روزنتونونو د مقررې توشیح او نافذېدو او په دې مقرره کې د هغو ماشومانو شاملول چې ذهني ځنډ لري، له امله مننه وکړه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وویل، د ترکیې په مرسته په بدخشان، بلخ او د کابل په علاء الدین الحاقیه کې درې روزنتونونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د نویو فعالو شویو روزنتونونو لپاره د ۴۴۲ کسانو ګمارنې ته اړتیا لرو.

په دې کتنه کې د خوست روزنتون د یتیمانو په استازیتوب بصیر خان خبرې وکړې او ۵۰۰ تنو ته د خوست ولایت د شهید سلطان محمود خیرخواه روزنتون د ظرفیت لوړولو، یتیمو ماشومانو ته د ورزش زمینې برابرولو ته د پاملرنې، لېسې ته د روزنتون د ښوونځي د لوړولو او په دې روزنتون کې د نورو یتیمو ماشومانو د شاملولو په اړه یې خپل وړاندیزونه جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو او ترڅنګ یې په یتیمو ماشومانو د شفقت ترڅنګ وویل، تاسو زما زامن او لوڼي یاست او تاسو پوهېږئ چې د اسلام لوی پیغمبر حضرت محمد (ص) یتیم و او دا په دې معنی ده چې یتیمان لوی کارونه ترسره کولای شي.

جمهوررئیس له بصیر خان څخه چې د روزنتون د نورو ماشومانو په استازیتوب یې په جرئت او وضاحت د هغوی غوښتنې وړاندې کړې مننه وکړه وې ویل، د کالیو او نورو اړتیاوو پوره کولو لپاره تاسو ته دوه سوه زره افغانۍ هدیه کوم او همداراز د ورزش په برخه کې پنځه سوه زره افغانۍ مرسته کوم.

د هیواد جمهوررئیس د خوست ولایت خلکو د شجاعت او زړورتیا د ستایلو ترڅنګ وویل، ستاسو نورو وړاندیزونو ته د رسېدو په موخه به یو پلاوی خوست ولایت ته سفر وکړي.

جمهوررئیس پوهنې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د خوست ولایت د شهید سلطان محمود خیرخواه روزنتون لېسې ته د ابتدائیه ښوونځي د لوړولو په اړه خپل وړاندیز ترتیب کړي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې یتیمو ماشومانو ته په خطاب کې وویل، تاسو هغه وخت خپلو هیلو ته رسېدلی شئ چې درس او سبق ووایئ او د دې کار جرئت او قوت ستاسو په څېرو کې ښکاري.

د دې کتنې په جریان کې، د خوست ولایت د شهید سلطان محمود خیرخواه روزنتون ماشومانو یوه ترانه وویله او د ماشومانو د حقونو د ملاتړ له امله یې جمهوررئیس ته لوح تقدیر ډالۍ کړ.

One thought on “ولسمشر د خوست د روزنتون ماشومان ولیدل”
  1. ګیډی ګیډی سلامونه دی وی افغان یتیمانو ته۰
    د افغان دولت مشران او په مجموع کی ټول افغانان باید د یتیمانو و روزنی او پالنی ته خاصه
    پاملرنه وکړی۰ دولت باید د یتیمانو لپاره یوه لیلیه په هر ولایت کی ولری۰
    د افغانستان د نفوسو یوه برخه شهثدان شوی دی دا د مملکت یو عمده مسوولیت دی
    وجدان باید قاضی کړی هغه چا چه د جهاد او روان جنګ څخه میلیونونه ډالر حاصل کړی
    د وطن د یتیمانو روزنه پالنه او تداوی خپل واجب وګڼی۰
    د وطن یتیمان د دی وطن اینده سرمایه ده
    هر افغان مسلمان باید اخلاقی وظیفه وبولی چه یتیمان د درګو د معتادی څخه وژغوری۰
    مننه

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *