تاند، شنبه، د اسد ۵مه: ولسمشر غني نن د یو ځانګړي فرمان په اساس د سولې عالي شورا دارلانشاء لغوه اعلان کړه.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې تړاو خبري کنفرانس ته وویل، د سولې عالي شورا د دارلانشاء ټول تشکیلات لغوه شوي او مسوولیتونه به یې له دې وروسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته ولېږدول شي.

 ولسمشر څه موده وړاندې د سولې په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کړ او د خپل دفتر رئیس سلام رحیمي یې ورته وزیر وټاکه.

دغه راز یې د سولې عالي شورا د دارلانشا‌ء مشر محمد عمر داوودزی د خپل کمپاین رئيس ټاکلی و.

One thought on “ولسمشر د سولې عالي شورا دارالانشاء لغوه کړه”
  1. this action of president is possitive BUT TOO LATE.
    IN LAST 18 YEARS MILLIONS OF DALLERS BECOME WASTE UNDER NAME OF PEACE SHURWA.
    EVERY ONE GET THOUSANDS DOLLERS SALARY FOR NOTHING.

    THANK YOU

ځواب ورکول RAZ MOHAMMED ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *