تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۷مه: ولسمشر غني د کورونا د بحران په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله د عامې روغتیا وزارت درې معینان له دندو لرې کړي دي او پر ځای یې نور کسان ګمارلي.

د عامې روغتیا وزارت د صحي خدماتو معین ډاکټر فدا محمد پیکان، مالي او اداري معینه ډاکټره ماموسۍ زېور او د پالیسۍ معینه ډیوه صمد هغه کسان دي چې ولسمشر له دندو منفک کړي دي او د دوی پر ځای ډاکټر بشیر نورمل، ډاکټر شفیق شهیم، او وحید مجروح د وزارت د نویو معینانو په حیث ټاکل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي د کورونا لپاره افغان حکومت تر دې دمه درې نیم میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې دي، خو لا هم د  افغانستان په ګڼو لابراتوارونو کې د کورونا د تشخیص وسایل نشته.

څو ورځې وړاندې د هرات او اوس د کندهار لابراتوار له همدې کبله تړل شوی دی، همدا راز د لرې پرتو ولایتونو د کورونا مشکوکې پېښې له لابراتواري ازمایښتونو هم پاتې کېږي.

دغه راز په روغتونونو کې د امکاناتو او طبي پرسونل د کمښت تر څنګ د ډاکټرانو د حفظ الصحې برخه کې د امکاناتو نه شتون هم بله هغه موضوع ده چې هرات کې یې په کورونا ۴۱ او کندهار کې ۱۳ ډاکتران اخته شوي دي.

تر اوسه له دې ستونزې درې ډاکټران مړه شوي هم دي.

3 thoughts on “ولسمشر د عامې روغتیا درې معینان له دندو منفک کړل، درې یې نوي ورواستول”
  1. د اروپا او امریکا په ګڼو لابراتوارونو کې د کورونا د تشخیص وسایل هم د دوو څخه تر دریوو ورځو پوری پارچاو یا په ټپه ولاړ حالت کی وی.

  2. همداسی باید وسی چی د مرکز څخه اصلاحات پیل سي په ولایاتوکي چي هرڅومره تغیر او تبدیل وکړی بیاهم هغه عاش هغه کاسه ده

  3. الله پاک دې په ټول عالم ورحمیږی. کرونا خلک پریشانه کړی له دی چی اشرف غنی دری معاونه له صحت وزارته لری کړل خوډیروروسته. دا ولی. دوه نور یی نه پیژنم خو دا یوه یی دطالبانو وخت کی پاکستانی میړه کړی و خلکو ویل دغه ښځه شوروی روسیه کی لویه شوی اصلی دجلال آباد ده وروسته چی د دالرو باران پیل شو دالرو پسی راغله کابل ته پاکستانیان یی پریښودل خو یو اولاد یی کابل ته ورنه وړی کله چی ارګ پاکستان نه شکایت کوی نو بیا ولی دپاکستانی تښتیدلی ښځه معاونه مقرروی ایا هغی نه یی په دری تیږو طلاقه شوی طلاق خط وغوښت؟ او چی جنرال احمدزی یی شکایت وکړ ولی یی غوږ ورته ونه نیو. اوس یی چی ډیری پیسې ووهلی لری یی کړه دا امکان یی ډیر ده چی دا نور دوه معاونونه به هم پیسی وهلی وی دغه وزارت شورای نزار ته رسیدلی دغه کار به عبدالله کړی وی نه اشرف غنی خو ښه کار وشو چی دغه فاسده لری شوه د دی کورنی اخلاق هم بد و داسی ګمان هم شته چی د وزارت معاونت کی هم عبدالله مقرره کړی وی دغه ماقوفی اوس په عبدالله نوره هم بده لګیږی او تاوان مریض دار خلکو ته رسیږی چی دصحت وزیر به په قهر وی او کار به سست کړی ځکه هغه نه پرون وکیلانو هم سختی پوښتنی ور کړی دی

ځواب ورکول Toryalai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *