تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني د هرات والي فضل الله وحیدي له کاره ګوښه کړ.
وحیدي وروسته له دې د هرات له ولایته برطرف شو چې په دغه ولایت کې د تاوتریخوالو او اختطافونو پر له پسې راپورونه خپاره شول.
د هرات د صنفي اتحادیو یو شمېر غړیو او فعالانو په وروستیو ورځو کې د خپل ولایت د امنیتي وضعیت پر خرابېدو اندېښنه ښکاره کړه او په دې خاطر یې پر خپل سرذپرست والي فضل الله وحیدي نیوکه وکړه.
خو وحیدي ویلي و، څوک چې پر ده نیوکه کوي «غله او لوټمار» دي.
د ولسمشر ماڼۍ تراوسه پوري د ښاغلي وحیدي برطرفي رسماً نه ده اعلان کړې خو له موضوع خبرې سرچینې وايي چې ولسمشر وروسته له دې د وحیدي د لېري کولو پرېکړه وکړه چې هرات ته تللي پلاوي د دغه ولایت د حالاتو په اړه خپل راپور ده ته وړاندې کړ.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې هم د هرات د والي فضل الله وحیدي لېري کېدا تایید کړه.
د هرات شینډنډ ولسوالي په وروستیو کې د خورا سختو تاوتریخوالو شاهده وه، تر دې چې د دولت وسله وال مخالفان وتوانېدل د لنډ وخت لپاره د دې لویې ولسوالۍ بازار ونیسي.
ولسمشر غني تر دې مخکې د کندوز او پکتیکا والیان لېري کړي او د دواړو لپاره یې نوي کسان ګومارلي دي.
ولسمشر غني ویلي چې په حکومت کې د اصلاحاتو لپاره به یو شمېر جګپوړي چارواکي بدل کړي خو دا په داسي حال کې ده چې تراوسه پوري یې خپله کابینه نهايي کړې نه ده.
وحیدي مخکې تر دې چې د هرات والي وټاکل شي د کونړ والي و.
داكار بايد مخكي إنجام شوي وو اوس نا وخته دي.
دا يو لوي قهرمان وو دبيسو به راتلو لو كي.