تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له لوري د ملي وحدت د حکومت ۷ نوماند وزیرانو او د ملي امنیت رييس ته د اعتماد رایې د ورکولو هرکلی وکړ.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: ولسمشر د ملي وحدت د حکومت نویو وزیرانو ته د افغانستان خلکو ته د خدمت په لاره کې د بریالیتوب هیله کوي او ډیر ژر به د پاتې وزارتونو لپاره نوماند وزیران د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ور وپیژني.

ولسي جرګې نن د ملي وحدت د حکومت د ۸ تنو پیشنهادي وزیرانو، د کورنیو چارو د وزیر په توګه نور الحق علومي، د بهرنیو چارو د وزیر په توګه صلاح الدین رباني، د مالیې د وزیر په توګه اکلیل حکیمي، د عامې روغتیا د وزیر په توګه د ډاکټر فیروز الدین فیروز، د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو د وزیر په توګه سیدحسین عالمي بلخي، د کانونو او پطرولیم د وزیر په توګه داوود صبا، د کلیو د پراختیا د وزیر په توګه نصیر احمد دراني، د حج او اوقافو د وزیر په توګه فیض محمد عثماني او د ملي امنیت د لوی رئیس په توګه رحمت الله نبیل ته د باور رایې ورکړې.

له بلې خوا اجرايي رييس عبدالله عبدالله د ولسې جرګې له دې پریکړې نه راضي نه دی چې لس تنه کاندید وزیران یې رد کړل.

د اجرایه رییس له ویاند مجیب الرحمان رحیمي وویل چې د دوی توقع وه چې ولسي جرګه به وړاندیز شویو وزیرانو ته د اعتماد رایه ورکړي ځکه چې د وزیرانو معرفي کېدا د ولسي جرګې پر له پسې غوښتنه وه.

رحیمي وویل، اجرايي رييس هیله لرله چې د کابینې د ځنډېدو په هکله مشکل نور پای ته ورسېږي خو متاسفانه ولسي جرګې ډېر کانمدید وزیران تایید نه کړل.

رحیمي په عین حال کې وویل، سره له دې چې دوی په دې پرېکړه خوښ نه دي خو څرنګه چې اساسي قانون دا واک ولسي جرګې ته ورکړی دی د ولسي جرګې پرېکړې ته احترام کوي.

ولسي جرګه نن په عین حال کې اعلان وکړ چې ۴۰ ورځې رخصتي کوي او له رخصتیو وروسته به پاتې وزیرانو ته د اعتماد رایې د ورکولو په اړه پرېکړه وکړي.

5 thoughts on “ولسمشر د ولسي جرګې د پرېکړې هرکلی وکړ خو اجرايي رييس خوښ نه دی”
  1. دا څنګه خبره ده چی د اشرف غنی د ټیم اکثرآ د کار وړ، نومول شوی وزیران رد شوی دی خوښ دی او د عبدالله چی ډیری نا اهله دی تاید شوی دی خپه دی؟ دا خو منطق نه شی کیدلای..که سیاست به وی؟

  2. سلامونه او نیکی هیلی می اومنی هیله ده چی پورته متن سم دقیق ولولئ او بیا یی نشر ته چمتو کړی ستاسو دلا بریا په هیله

  3. وایم منم دی ګلمرجانه
    څه چی تا غوښتل هغه وشول. د افغانستان اوسنی شرایط دا ایجابوی چی مونږ د امنیتی چارو کار پوه او مجرب وزیران ولرو. ښاغلی شیرمحمد کریمی د مسلک او تجربی له پلوه ترټولو پوه او وړ شخصیت وو خو هغه دومره پیسی او ګوندی ملګری نه درلودل چی د ولسی جرګی له خوا رایی ترلاسه کړی. آیا مونږ به له هغه بل لایق شخص دی مهمی دندی ته پیدا کړو؟ د دی مهم وزارت د مسوول شخص د نه تعیین کولو ګټه به چاته ورسیږی؟

ځواب ورکول R.Heemat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *