تاند: ابوبکر جبارخیل- ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له لوري د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د تقنیني فرمان ردیدو په اړه غبرګون وښود.
ولسمشر محمد اشرف غني د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره وايي، د ملي شورا صلاحیتونو ته په بشپړ درناوي د تقنیني فرمان نه تصویبول د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې شاتګ بولي.
ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې د ولسمشر غني له لوري د ټاکنیز کمیسیون د جوړښت، دندو او واکونو په اړه لیږل شوی دویم تقنیني فرمان هم د رایو په اکثریت سره رد کړ.
وکیلان وايي، چې یاد فرمان د اساسي قانون پرخلاف او له اړتیا پرته ور لیږل شوی او حکومت هڅه کوي چې د فشار په راوړلو په ټاکنیزو کمیسیونونو کې پنځوس – پنځوس سلنه ونډه ترلاسه کړي.
وکیلان زیاتوي، چې د ټاکنیز قانون او د ټاکنو د دندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون په شتون کې د یاد فرمان ورکولو ته اړتیا نه لیدل کیږي.
د ولسمشرۍ مانۍ اعلامیه دغه راز وايي، د افغانستان حکومت به د ولسي جرګې د نوي تصمیم په رڼا کې د ملي شورا او د ولسوالیو د شوراګانو د ترسره کولو لپاره ټول کوښښونه ترسره کړي او په همدې موخه به له حقوقي څېړنو او اړوندو بنسټونو، سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونوسره له مشورې وروسته د اصلاحاتو بهیر تعقیب کړي.
اعلامیه زیاتوي، حکومت او خلکو توقع لرله چې د قانون موادو سره د محترمو وکیلانو د عدم موافقې په صورت کې به خپل د پام وړ تعدیلات پیشنهاد او وروسته قانون تصویب کړي، چې د اصلاحاتو بهیر تکمیل او د انتخاباتو د ترسره کولو تیاری چټک کېده.
د ارګ اعلامیه همداراز وايي د ملي امنیت شورا د غړو د موافقې او د ولسمشر د دستور په اساس د کورنیوچارو او مالیې وزارتونو په رهبري دوه ځانګړو کمېټو د ټولټاکنو د امنیت د تامین او د مالي سرچینو د موندلو لپاره کار پیل کړی دی ا و ولسمشر په همدې اړه ملګرو ملتونو ته دټاکنو د ترسره کولو د ارزښت او دې بهیر ته د نړیوالو مرستو د جلبولو په خاطر لیک هم استولی دی.
د ولسمشر دا غير قانوني فرمان افغانانو ته د منلو نه دي.