تاند، جمعه، د قوس ۲۹مه: ولسمشر غني د ولسي جرګې له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې ویلي، د اړتیا په وخت کې دې له استجواب او استیضاح وړاندې خپلې پوښتنې مسوولانو او وزارتونو ته په لیکلي ډول واستوي.

ولسمشر د ولسي جرګې د فرهنګي، پوهنې، لوړو زده کړو، حج و اوقافو، طبیعي زېرمو، چاپېریال ساتنې، اوبو او انرژۍ او د شکایتونو د کمېسیونونو له غړو سره د چهار چینار ماڼۍ په لیدنه کې ویلي، په دې کار سره به مسوولان او وزیران په پوره چمتووالي سره د جرګې عمومي ناستو ته حاضرېږي.

ولسمشر مسوولانو ته هم امر کړی چې د ولسي جرګې غړو ته دې د ځواب ورکولو مسئله جدي ونیسي او هر وخت یې چې وغواړي باید ځواب ویلو ته ورشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ولسي جرګې د مسوولینو د نه حاضرېدو شکایتونه کړي او د ولسمشر په کابینه یې نیوکه کړې ده چې د پارلمان لخوا د استجواب موضوع جدي نه نیسي.

One thought on “ولسمشر د پارلمان وکیلانو ته ویلي وزیرانو ته له استجواب وړاندې خپلې پوښتنې استوئ”
  1. ولسمشر: له دې وروسته زموږ اوبه د ګاونډیانو لپاره وړیا نه دي

    ولسمشر غني په یوه تازه بیانیه کې ویلي، چې افغانستان نور اړ نه دی، چې ګاونډیانو ته وړیا اوبه ورکړي او له دې وروسته ګاونډېان زموږ له اوبو څخه وړیا ګټه نه شي اخیستلی.

    له ارګ څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا کمېسیونونو سره د کتنو په لړ کې نن له غرمې مخکې د ولسي جرګې د فرهنګي چارو، پوهنې، لوړو زده کړو، ارشاد، حج او اوقافو، طبیعي سرچینو، د ژوند چاپېریال، انرژي او اوبو، د عریضو او شکایتونو د اورېدو د درې کمېسیونونو مسوولینو او غړو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.

    سرچينه زياتوي، په پیل کې د ولسي جرګې د فرهنګي چارو، پوهنې، لوړو زده کړو، ارشاد، حج او اوقافو کمېسیون مرستیالې لیلما ولي حکیمي، د طبیعي سرچینو، د ژوند چاپېریال، انرژۍ او اوبو کمېسیون رئیس حاجي خان محمد وردګ او د عریضو او د شکایتونو د اورېدو کمېسیون رئیس حاجي محمد صادق قادري د اړوندو کمېسیونو د کړنو، د قوانینو د تصویب، ولایتي سفرونو او د څارنې چارو په اړه خپل معلومات او راتلونکي پلانونه له جمهور رئیس غني سره شریک کړل.

    جمهور رئیس غني د یادو کمېسیونونو مسوولینو او غړو ته د ښه راغلاست پرمهال د اوبو د قانون د تصویب له امله د ولسي جرګې له استازو مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې په ملي بودجه کې د اوبو مدیریت ته د لومړیتوب ورکولو ترڅنګ د کانونو قانون هم تصویب کړي.

    نوموړي د ولسي جرګې له استازو څخه وغوښتل چې د اړتیا پرمهال خپلې پوښتنې په لیکلي ډول اړوندو وزارتونو او مسوولینو ته واستوي، ترڅو اړوند مسوولین له چمتووالي سره حاضر شي او حکومتي مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د ولسي جرګې استازو ته پر وخت د ځواب ویلو موضوع جدي ونیسي.

    هغه د پوهنې، لوړو زده کړو، ارشاد، حج او اوقاف وزارتونو کې د اصلاحاتو بهیر، د سولې پروسې او اوبو د مدیریت، د برېښنا د تولید، د ظرفیتونو د لوړولو، د کرنې او کانونو د انکشاف ، زېربنا او نورو برخو کې د حکومت راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

    ده وویل، د پوهنې سیستم د ارزونې او نویو اصلاحاتو په پایله کې د بنیادي تحولاتو ترڅنګ باید د وزارت له لوري د هیواد په کچه د ولایتونو ترمنځ د منابعو غیرعادلانه وېش له منځه لاړ شي.

    هغه زیاته کړه، وزارت او ټوله دستګاه باید ښوونځي ته ځواب ویونکې وي، نه برعکس او په راتلونکي کې د شپږ زره ښوونځیو د ودانیو د جوړولو ترڅنګ به ښوونځي له نوري فایبر سره هم وصل شي.

    ده وویل، سره له دې چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ټول تمرکز د حج ادا کولو پر پروسې دی، مګر لا هم د حج پروسې په مدیریت کې ستونزې او بې عدالتۍ موجودې دي. مسوولین دې پر عربي ژبه برلاسي او داسې معلمین استخدام کړي چې د حج په ارکانو او مسایلو پوه وي.

    غني د اوبو ارزښت ته په اشارې وویل، اوبه ژوند ته مثبت بدلون ورکوي او د ولسي جرګې له لوري د اوبو د نوي تصویب شوي قانون له تطبیق سره به په دې برخه کې ښه پرمختګ رامنځته شي.

    نوموړي د هوا له ګرمېدو سره د اوبو ارزښت او بیې لوړېدو ته په اشارې یې وویل، له دې وروسته ګاونډیان زموږ له اوبو څخه وړیا ګټه نه شي اخیستلای او نه به هم د اوبو اوږدمهالي تړونونه وکړو.

    ولسمشر د کانونو ترڅنګ د اوبو، لمریزې او بادي برېښنا د تولید ظرفیت ته په اشارې وویل، موږ د بادي برېښنا د تولید په موخه له زیمینس کمپنۍ سره په مذاکراتو کې یو. په راتلونکي کې به افغانستان د برېښنا د تولید، لېږد او مدیریت له لارې پرېمانه عاید ترلاسه کړي.

    غني څرګنده کړه، سوله زموږ د هیوادوالو لویه غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب او مسوولیت دی او په دې اړه اجماع موجوده ده، مګر طالبان باید له پاکستان، نشه یي توکو، جرمي شبکو او بین المللي تروریستي سازمانونو سره په خپلو اړیکو کې د وضاحت ترمنځ د ولس پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووایي.

    ده په ټينګار سره وویل، له سراسري اوربند پرته سوله بې معنا ده. د سولې ټول ابعاد سنجول شوي، د برابرې شوې طرحې او پلان د تطبیق په موخه به اساسي بحث وشي.

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *