تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي چې د کابل ښار د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره به د هیواد د ملي امنیت شورا په دوو اوونیو کې د کابل ښار د ګارنیزیون په اړه اساسي پرېکړه وکړي.

ده وویل چې د افغانستان د وسله والو قواوو د اعلي سرقومندان په توګه به نهایي هڅه وکړي چې په هیواد کې سوله ټینګه شي او د هیواد د امنیت لپاره باید لازمه تیاري ونیول شي.

ولسمشر غني، چې د کورنیو چارو په وزارت کې د دغه وزارت له چارواکو او مامورینو سره له کتنې وروسته خبرې کولې، د ملي پولییسو سرشیندنې وستایلې، ویې ویل چې په خپله به د ټپیانو عیادت وکړي.

1ده همداراز وویل:«د پولیسو ټپیانو ته زما پیغام دا دی چې پوره توجه به ورته کوم.»

ولسمشر غني وویل:«په امنیتي اورګانونو کې به د سمهیو پر اساس مقررۍ نه کېږي، بلکې هرڅوک چې امنیه قومندان ټاکل کېږي، باید زه په خپله ورسره مرکه وکړم.»

ولسمشر د کورنیو چارو د وزارت د ظرفیتونو د پېژندلو او پیاوړي کولو او د پولیسو د اکاډیمۍ د تعلیمي نصاب د څېړلو غوښتنه وکړه، ویې ویل باید دا څرګنده شي چې اوسنی نصاب په عمل کې د پولیسو د اړتیاوو ځواب ویلی شي او کنه.

4 thoughts on “ولسمشر: د کابل د امنیت د ښه کولو لپاره به په ۲ اوونیو کې پر ګارنیزیون پرېکړه وشي”
  1. People have trusted this old shit, now he is not even able to do something about the blasts.

    Every day forces and civilians are dying and he is enjoying with his shemale friend.

    Deploy forces every where and use more intelligence people to arrest the terrorist on time.

    We don’t want Kabul to be like Damascus and Baghdad.

  2. کابل غم کوی نور ولایات دی په لمبو کی سوځي؛؛

    اوبل دغه مسلکی دکاغذ دمخ پکار نه دی زما مسلک هم نه دی پولیس بیا هم تجربه لرم

    ډیر می ښه سر خلا سیږی ستا تر مسلکیانو

    ستا مسلکیان شراب خوری فساد کوی مسلک ورنه هیر دی؛

  3. عزتمند اولسمشره !
    ستا دكاميابي وروسته داخبره ما اوريدلي وه..
    محترمة هر خومره جه به دي كار يعني دكارنيزون به جورولو عاجله وشي بهتره ده خومره جه خند منخ ته راخي طلاءي جانس دلاسه وركول دي.نورستا اختيار دي.
    صرف غوارم ووايم جه دقدرونو استخدام دقدرونو مسلكي بوهه او دهغوي سر شند نه به نظر كي ونيسي.
    قدرونه بايد به رشوت او فساد الوده نه أوسي.

ځواب ورکول baber ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *