تاند – د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /دوشنبه/ یو وار بیا وویل چې د افغانستان په خاوره کې د طالبانو د سیاسي دفتر د جوړېدو هرکلی کوي خو د سولې په هرراز خبرو کې باید حکومت برخه ولري.

ولسمشر غني د موقت حکومت د جوړېدو نظر په کلکه رد کړ، ویې ویل چې راتلونکی کال به په هر صورت د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.

په مسکو کې د یو شمېر مخالفو سیاسي ګوندونو او طالبانو په غونډه کې ځینو کسانو د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي غني، چې د سولې ملي مشورتي پروسې غونډې ته وینا کوله، وویل چې په هیواد کې به د سولې لپاره راتلونکې میاشت (کب) په پلازمېنه کابل کې یوه لویه مشورتي جرګه راوبولي.

ښاغلي غني وویل «سوله په احساساتو نه راځي، موږ باید زغم ولرو او هدفمن واوسو نو د دې لپاره د یو – بل منلو ملي بحث ته اړتیا ده.»

ده وویل چې افغانستان د جرګو او مرکو هیواد دی او د جرګې له لارې جګړه پای ته رسېدای شي.

«دا وطن د جرګو او مشورو وطن دی؛ د دې لپاره چې مشوره پراخه شي، د لویې جرګې د دایرولو په اړه ستاسې مشوره منم. لویه مشورتي جرګه دې د حوت د میاشتې په ورستیو کې په کابل کې دایره او د افغانستان د ټولو خلکو استازي دې په کې ګډون وکړي. زه ټولو طالبانو ته وایم په هر څه چې تاسې غواړئ خبرې وکړئ، زه ورته چمتو یم، ځکه زه په جرګو کې رالوی شوی یم. راشئ او د جرګې له لارې خپلې غوښتنې راسره شریکې کړئ.»

ده وویل چې په دې لویه جرګه کې به سیاسي او قومي مشران راوبلل شي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې نړیوال لا هم د ده د حکومت ملاتړ کوي «زموږ بحث له نړۍ سره د منطق او ګټو بحث دی. دا د احساساتو بحث نه دی. باید نارامه نشئ، په ارامۍ او تعادل رفتار وکړئ. زموږ بحثونه له نړۍ سره سم روان دي او بالاخره به په پښو درېږو.»

په ګاونډي هیواد کې د وسله والو ځالې لا هم شته

ښاغلي غني نن په ارګ کې د امریکا له سرپرست دفاع وزیر پاتریک شناهن سره په کتنه کې وویل، د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژۍ ښې پایلې لرلې خو په ګاونډي هیواد کې د وسله والو د ځالو له منځه وړل، چې ستراتیژیکه موخه وه، لا هم نه ده ترلاسه شوې.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم د دواړو خواوو په کتنه کې وویل شول چې د ترهګرۍ ضد جګړه او د سولې پروسه به د تلپاتې سولې تر ټینګښت پورې دوام لري.

دوی دغه راز وویل چې د افغانستان او امریکا پوځي اتحاد به هم د سولې تر ټینګېدو پورې دوام لري.

2 thoughts on “ولسمشر غني، باید د سولې په هر راز خبرو کې د افغانستان حکومت ګډون ولري”
  1. ولسمشره پدې کې ډيره ګناه ستا هم ده. که تاسو خپلې پخوانۍ ژمنې سرته رسولی وی اوڅه مو چې په کمپاین کې ویل عملي کړی وی، دغو جاسوسو، پردیپالو، خاینو او غاصبو اشخاصو ته مو د سازش پر ځای جزا ورکړې وی نو هر څه به سم وی. ستا نه هم ورخ اوبو وړی.

  2. سلام
    ولس مشرہ : د مسکو غوندی کی دومرہ کاسہ او کپریو تہ ضرورت نہ وہ ھمدارنگہ پہ غوندہ کی یو شمیر کسان یوازی دودی خوارہ پہ نوم ناست ول
    یو کشمش او خلویشت قلندرہ
    زہ تا سرہ منم چی افغانستان د جرگو ،مشورو، ناستو او ولارو ھیواد دی او تول قومی مشران د جرگو او سولی پہ اجتماعی میکانیزم پوھیزی خو لہ بدہ مرغہ یو شمیر یی د جھاد پہ وخت کی لکہ چرگان غلط اموختہ شول او د پیسو پہ فساد کی یی بشپر لاس رسی پیداکر بلہ دلہ یو خہ نیم او نیم کلہ پوھہ لاستہ راورہ چی پہ ھرخہ کی خان دخیل بولی نو طبیعی خبرہ دہ دلتہ د جرگہ موقف پہ تاریخی لحاظ بدلون مومی۔
    موز باور لرو چی کرزی د جرگے پہ مانا او مفھوم نہ پوھیزی دا خکہ چی ھغہ ددی کرکیچ موسس دی نوموری دغہ جنجالی ناز اونخری دبن لہ معاھدی کرار کرار پہ تولنہ کی رامنخ تہ کری چی دولس تمہ داسی نہ وہ بلکی پرمختگ وہ
    روسانو خو زمونز گران افغانستان پہ کندوالہ بدل کر او خہ یی چی د لاسہ کیدل ھغہ یی عملی کرل د جرگے پہ قانون کی تاسی دغہ نا ورین تہ خہ دول تعریف ورکوی ؟ یوہ خبرہ او بلہ دا چی دیپلوماسی پہ قاموس باید لہ ھغو سرہ خنگہ محاسبہ شوی وای؟
    د مسکو پہ غوندہ کی خو یو بشپر شمیر د طالبانو مخالفین ول چی ھم یی پہ دولت کی ستر قدرت لری اوھم بی یی حسابہ دالر لاست راورل آیا جرگہ دا امتیاز ور کوی چی ھمدا کوم او ھمدا؟
    زغم،ٹبات، صبر او ھدف منہ برنامہ د ھیواد لپارہ دیرہ مطمنہ ستراتیزی تاکی د یوہ حکومت مودل او ساختار کی د اھمیت ور خبرہ دہ موز پہ دی باور چی خینی واقعیتونہ تہ ھم باید و منی چی شتتہ او سالمے نیوکی تہ کلہ ناجلہ غوز ونویسی
    تا تل د سھامی شرکت لہ مینخہ ورلو وراندیز کاوہ خو لا دیردی
    مبارزہ خو لہ عدم تشدد سرہ یو خای

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *