تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني /شنبه/ په وارسا کې وویل، د پاکستان په وسیله د سولې لپاره د افغانستان هڅې ناکامې شوي ځکه چې پاکستان د ښو او بدو ترهګرو ترمنځ توپیر کوي.

ولسمشر غني د ناټو سرمشریزې ته په وینا کې وویل«موږ له ګاونډیو هیوادونو سره د همکارۍ د پیلولو هڅه وکړه، له پاکستان څخه مو هیله لرله.»

ولسمشر غني همداراز وویل چې د سولې په څلور اړخیز بهیر کې له ښکاره ژمنې سره سره پاکستان عملاً د ښه او بد تروریست ترمنځ د توپیر مسله مطرح کړه.

«زموږ د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ کلیدي ستونزه پر هغه څه نه درېدل دي چې موافقه مو پرې کړې ده. د همدې لپاره موږ د نړیوالې ټولنې له لوري د هغه څه د تطبیق غوښتونکي یوو چې موافقه پرې شوې وي.»

پاکستان په څلور اړخیز ګروپ کې افغانستان ته رسمي ژمنه ورکړې وه چې وسله وال طالبان به، چې مشران او رهبري شورا یې په دغه هیواد کې دېره ده، د سولې خبرو ته حاضروي او که هغوی خبرو نه نه تیارېدل، پاکستان به د طالبانو مشران او د هغوی کورنۍ له خپلې خاورې باسي خو اوس پاکستان وايي چې هغه طالبان نه ځپي چې د پاکستان امنیت نه ګواښي او همداراز وايي چې ولي د افغانستان د امنیت لپاره له افغان طالبانو سره په خپله خاوره کې وجنګېږي.

له بلې خوا پاکستان د شنبې په ورځ ناوخته د ناټو په سرمشریزه کې د ولسمشر غني پر څرګندونو خوابدي ښکاره کړه او هغه یې د افغان مشرتابه له لوري پاکستاني ضد څرګندونې وبللې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل«دا د خواشیبنۍ وړ ده چې افغان مشرتابه د پاکستان خلاف څرګندونې کړي او پاکستان یې په افغانستان کې د ناکامیو مسوول بللی دی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ښو او بدو طالبانو او په خپله خاوره کې د افغان طالبانو د موجودیت په اړه د خپلو چارواکو څرګندونو ته هیڅ راز اشاره نه ده کړې.

پاکستاني چارواکو پخوا په زغرده ویلي چې هغه طالبان چې د پاکستان پر ضد جنګېږي بد طالبان دي او د هغو خلاف جنګېږي، خو له افغان طالبانو سره، چې په افغانستان کې جنګېږي، پاکستان ستونزه نه لري.

2 thoughts on “ولسمشر غني، د افغانستان د سولې هڅې د پاکستان له کبله ناکامې وبللې”
  1. ماشاالله ولشمره الله غيبي نصرت وكره چى دا دال خوره تورمخى داسي دنيا ته معرفي كرى أصلاً زموز دوطن دبدبختيو عامل همدا نور نو هغو افغانانو ته هم شرم حيا او غيرت پكار دى چى دا خوار مظلوم او درپدره افغانان دپنجاب په اشاره وژني او الله دى ددى ملت دشمنان چى هرسوك وى اوپه هر نامه وى الله دى تباه كرى

ځواب ورکول حامد قندهارى ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *