تاند، دوشنبه، د دلوې ۷مه: ولسمشر غني د پاکستاني حکومت لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیول کېدو په غبرګون ویلي، د پښتین او د هغه د ملګرو په نیولو او ځورولو خواشینی دی.

ښاغلي غني ویلي، په دې اړه د بښنې د نړیوال سازمان د اعلامیې بشپړ ملاتړ کوي او په داسې حال کې چې سیمه د افراطیت او ترهګرۍ له دوامداره ګواښ سره مخ ده، حکومتونه باید د بشري حقونو له فعالانو او سوله خوښو مدني حرکتونو څخه ملاتړ وکړي.

ولسمشر په یو پیغام کې ویلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر د عدالت غوښتونکو خوځښتونو پر ضد دولتي تشدد د سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځي او دی یې په کلکه غندي: ((که حکومتونه له دغه ډول خوځښتونو سره اختلافات لري نو دغه اختلافات دې د خبرو اترو او ډیالوګ له لارې حل کړي نه د خشونت او زور له لارې.))

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره شپه دوه بجې د پېښور په تاکال سيمه کې د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی له لوري نيول شوی دی.

د غورځنګ د رهبرۍ شورا غړي او د پارلمان وکیل محسن داوړ د هغه د نيول کېدو پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې منظور پښتین نامعلوم ځای ته وړل شوی دی.

محسن داوړ په یو ټویټ کې ویلي دا دوی ته په پرامنه ډول د خپلو جمهوري حقونو غوښتنو سزا ورکول کيږي.

محسن داوړ د منظور پشتين د خوشي کولو غوښتنه کړې او ویلي يې دغه ډول ګامونه به د دوی حوصلې ماتې نه کړي او نور به يې پياوړي کړي.

له منظور پښتین سره یې یو شمیر ملګري هم نیول شوي دي او نن راپورونه خپاره شول چې ښاغلی پښتین محکمې ته هم وړل شوی دی.

منظور پښتین وړمه ورځ له یو افغان تلویزیون سره د لر او بر د یووالي خبره کړې وه.

One thought on “ولسمشر غني، د پاکستان لخوا د منظور پښتین نیونه او ځورونه غندلې ده”
  1. دلته په افغانستان هر پښتون د منظور پښتون په نیولو غبرګون ښوولی او یا به وښایی مګر عبدالله چی د ټاکنو په وخت کی ځان پښتون ګڼی چی کله پښتون د غیرت خبره شی بیا وایی زه تاجک یم دا خو خیر ده را به شو حکمتیار، فاروق وردک او طالبان چی ځانونه ډیر پښتانه ګڼی مګر د پاکستان له ویری خوله نشی خلاصولی لدی ښکاری چی اصلی همدا کسان په افغانستان کی د پښتنو دښمنان دی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *