تاند، پنجشنبه، د حوت ۱۵مه: والسټریټ ژورنال خبر ورکړی چې ولسمشر غني زلمي خلیلزاد ته د لیدنې وخت نه دی ورکړی او په دې اړه یې د هغه غوښتنه هم رد کړې ده.
د راپور له مخې خلیلزاد تېره ورځ چهارشنبه کابل ته راغلی او د عبدالله تر څنګ یې له حامد کرزي سره هم کتلي خو ولسمشر غني ورته اجازه نه ده ورکړې چې لیدنه ورسره وکړي.
د دې خبر جزیات نه دي خپاره شوي، خو د ارګ ځینې سرچینې وايي، چې خلیلزاد غوښتل د طالبانو د پنځه زره بندیانو د خوشې کولو او د ولسمشر غني د لوړې د مراسمو د بیا ځنډولو غوښتنه ترې وکړي.
خلیلزاد همدا راز کوشش کوي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ناکام شوی عبدالله عبدالله یو وار بیا د حامد کرزي په مشوره له ولسمشر غني سره په واک کې شریک کړي.
دزلمی خلیلزاد فعالیتونو ثابته کړه چه دی متآسفانه هغه ظرفیت چه د افغانستان د صلحی په مورد کی د ټولو خواؤ ترمنځ ( آمریکا ، افغانستان ، طالبان ، پاکستان ) باید ولری ، نه لری .
دی نشی کولای په همه جانبه طور هغه باریکی ، عوامل او واقعیتونه چه د افغانستان د جنګ ، صلحی ، پرمختګ او افغانستان د اساسی قانون په رابطه موجود دی مراعات کړی .
په ژور تاسف باید ووایم چه د خلیلزاد رول د افغان سولی په بهیر کی ډیر منفی دی ، ځکه نوموړی صرف د امریکا د ګټو او خپل شخصی سیاسی کریر لپاره تلاش کوی ، دا ځل به د خلیلزاد تیروتنی له افغانانو ډیره لویه قربانی واخلی ، ځکه خلیلزاد ډیر نیمګړی قرار داد له طالبانو سره لاسلیک کړ ، او طالبانو ته یی لوی جرات ورکړ چه دا د افغانستان او د افغانستان د خلکو په ګټه ندی .