د پښتو خبرونو د زېرنويس په ليکلو مصروف وم چې دفتر کې نارې شوي!
اوبچه!
صدا را بلند کو، رئيس جمهور چه ميګه؟
د اواز له لوړېدلو سره ټول همکاران د ټلويزون سکرين ته متوجي شول، د ولسمشر غني راسته لاس ته امرالله صالح او چپه لاس ته اسدالله خالد ناست وو.
ولسمشر عادي خو تر پخوا جدي ښکارېدی.
شاوخوا دنګ- چارشانه ځوانان له وسلو سره ټک پر ماشه ولاړ وو.
امرالله صالح په حوصلمندۍ يوې او بلې خوا ته کتل، اسدالله خالد چوپه خوله خاموش ناست وو.
خبريالان کوچنيو کتابچو کې پر ليکلو او عکاسان د کامرو پر سمولو مصروف وو.
ولسمشر غني مايک ته، د لاس ور وړلو پر مهال لومړی صالح او بيا خالد ته پټ څه وويل او له دې سره يې تر اعوذبالله و بسم الله ويلو وروسته پسي زياته کړه:
– ټول افغان ولس او په ځانګړي توګه د افغان ملي امنيتي ځواکونو په ليکو کې د شهيد شوو سرتيرو کورنيو ته ځانګړی سلام وايم او دوی ته دا ډاډ ورکوم چې ستاسي د بچيانو پر وينو به هيڅوک، هيڅ ځای، هيڅوخت هم معامله ونه کړي.
د راسته و چپه لاس د يو ځای کولو پر مهال يې وويل:
موږ د سولې غوښتونکي يوو، وو او غوښتونکي به يې يوو، خو د داسي سولې چې هغې کې د پاکستاني حکومت د ګټو پر ځای د افغان ملت او حکومت ګټي خوندي وي.
د راسته لاس څنډلو او پاکستان ته د ګوتي نېولو پر مهال يې په عادي خو جدي انداز وويل:
– تاسو ټولو ولېدل چې د ابوظبۍ په ناسته کې طالبانو هغه غوښتني مطرح کولې چې پاکستان يې غوښتونکی وو او هغه کړني يې تر سره کولې چې پاکستان يې خواهش ورڅخه کړی او فرمايش يې ورکړی وو.
يوې او بلې خوا ته تر کتلو وروسته يې دا هم وويل:
د ابوظبۍ په غونډه کې له افغان پلاوي سره د خبرو نه کول، د دې ښکارندويې کوي چې طالبان د سولې نه، بلکې د جګړې غوښتونکي دې.
په داسې حال کې چې سترګي يې د کورنيو او بهرنيو رسنيو خبريالانو کې ښخي کړي وې، لومړی يې کرار او بيا يې په لوړ ږغ وويل:
موږ سوله غواړو، سوله غواړو او سوله غواړو؛ خو که مو څوک پر وطن تېری کوي، نو بيا د وطن دفاع کوو او د همدې دفاع په موخه مې امرالله صالح د کورنيو چارو او اسدالله خالد د ملي دفاع د وزير په توګه ټاکلي دي.
امرالله صالح او اسدالله خالد ته يې د کتلو پر مهال وويل:
له صالح او خالد دواړو څخه هېله کوم چې کندهار کې جنرال تادين خان ته امکانات ورکړي او د دې زمېنه ورته برابره کړي چې په ټول جنوبي زون کې د خپلواکۍ د اتل شهيد جنرال رازق په شمول د وطن د عزت و شرف د ټولو ساتونکو شهيدانو، د وينو د يوه – يوه څـاڅکې بدل له طالبانو او پنجاپيانو څخه واخلي.
ټول ننګرهاري ځوانان دې رهبري کړي او د طالبانو د بيخ و بنياد په اېستلو سره دې د شهيد زړور زاهد ارمانونه ور پوره کړي.
لوګريان، پکتياوال، پکتيکاوال او خوستيان دې پر شهيد عزيزالله کاروان ننګ کولو ته راوبولي او له پنجاپيانو پاتې شوي لنګونه دې پر ډيورنډ کرښه غځول شوو تارونه باندي راوځړوي.
شمال کې دې ټول ازبک وړونه دې ته چمتو کړي چې د طالبانو پر ضد داسې ډليېز لارو و کوڅو ته راووځي لکه د قيصاري د ملاتړ په موخه چې د حکومت پر ضد راوتلي وو.
کابل، باميانو، غزني و ډايکنډي کې دې هزاره ګان وړونه، دعليپور ملاتړ ته ورته دا ځل د حکومت پر ځای د امارت پر ضد لارو و کوڅو ته له چړو و وسلو سره راووځي او د نورو وړونو قومونو په ژغورلو سره دې پاکستان و ايران ته خپل افغانيت ثابت کړي.
په داسې حال کې چې صالح، خالد ته کتل؛ ولسمشر غني صالح ته د بيا – بيا کتلو پر مهال پسې زياته:
د امير صاحب شهيد، ټول پلويان او قوميان دې، له خپلو ټولو موټرو و راکيټو سره راووځي او دا ځل دې د هوايې ډزو کولو پر ځای ټالبان وډزوي او تر هغو دې پسې وډزوي چې ختيځ و لويديځ او شمال و جنوب کې یې د قسم لپاره بېلګه پاتې نه شي.
په داسې حال کې چې د خبري کنفرانس خلاف يې، خبرو ته د امرالله صالح او اسدالله خالد په شمول د کنفرانس د ګډون کوونکو له لورې چکچکي کېدلي، سپين ږيري ولسمشر په معناداره خندا حکمتيار مخاطب کړ او د دواړو لاسونو د ښورولو پر مهال يې زياته کړه:
د حزب اسلامي امير حکمتيار صاحب دې، خپل لکونه او ميلينونه پلويان له شمشتو څخه راټول کړي او دا ځل دې په افغانستان کې د امنيتي تړون پر اساس د شته بهرنيانو پر ځای، د طالبانو په نوم هغه پنجاپيان او عربان له افغانستانه وباسي چې د حکمتيار په شمول موږ ټول مرتدان بولي.
پر ميز يې د جوړه لاسونو تر اېښودلو او بيا يوې و بلې خواته د يو او بل لاس غځولو پر مهال پسي يې زياته کړه:
تر څو چې طالبان د جګړې په ميدان کې ځپل شوي نه وي، تر هغو خپل کېدلی نه شي؛ د دې لپاره چې دوی خپل کړل شي او سوله وکړي، نو بايد وځپل شي.
ولسمشر غني لا خبري کولي چې د يک ټلويزون د نيوز مسول حيدري صاحب د چه ګفته؟ چه ګفته له ويلو سره پر اوږي وټکولم او له خوبه يې راکښېنولم.
نو چې د دې خوب مانا به څه وي!؟
رحیم خان شیدا
کابل۔افغانستان
١٣٩٧/١٠/٤å
ددی خوب معنی داده چه یو غټ غم ناپوهه طالیبان دی او بل غټ غم حرام نمکه ګلبودینان، مسعودیان، قیصاریان، علی پوریان او ډوزماران دی
دغه خلک باید نور ځمونږ د سپیڅلی خاوری څخه ژر ختم شی
طالیبانو په غرونو او دښتو کی او دغی نورو ډلګیو په ښارونو کی خلکو او حکومت ته بی شماره طوفانونه جوړ کړی دی
رښتیاهم افغان ولس او ولسمشر ډیر ګذشت او صبر نه کار واخیست او دا د ۲شنبی د ورځی وحشیانه او رذیلانه او د بی ایمانی نه ډکه پیښه چی زاړه مکرویان کی وشوه او دیته ورته په سلګونو پیښی چی تکراریږی، کوم ځای کی یی تاسی ایمانداری او دینداری وینی ؟ قطعا نه. ټول رذالت ، منتهاد دنائت او بی ایمانی ده چی د هیرامنډه یی زامن یی په خپل ګاونډی باندی لوریږی ، نه د پاکستان د ملت عزت ته ګوری او نه اتومی پاکستان ته، اوس هم د جنرالی سره د هیرا ګانو ارذلیاتو کی اخته او د انسانیت د تقاضاوو ظرفیت نلری
د.صاحب غنی ښه فیصله کړی ،اوس هم ناوخته به نه وی چی دی دوو وزیرانو ته ورته ، نبیل صاحب هم دملی مسؤلیتونو د اداء لپاره دا صف نور هم غښتلی کړی ، خیر دی که پرون یی چا خبره نده منلی د خادمو سپین ږیرو منت تیرول په کور ،کلی او دولت کی د ملی ګټو د تحفظ لپاره د سړی زغم او صبر ښیی چی اجر هم لری او په پختګی دلالت کوی
موږ ولیدل چی دا ارذل الناس ګاونډی جنرالان ـ ماشومان،ښخی ، معیوبین او ملکی خلک هم وژنی ، په هیڅ انسانی قانون او معیار پابند ندی او د امریکایی سناتور خبره چی په ۵۰ ډالره خپل ناموس او عزت خرڅوی نو ځکه ورته انسانی ارزښتونه هیڅ ارزښت نلری.
بله داچی ددی ارذل الناس سره بالمثل عمل ضروری دی ،مخالفین یی په هیڅ صورت او د هیڅ قرار داد لاندی نباید متضرر یا معدوم شی ځکه ددوی دنائت د سر ، سره تړلی دی
ښاغلی اتل صاحب
د مقالی لیکوونکی ښاغلی رحيم خان شيدا وای چه په خوب کی می ولیدل چه ښاغلی غنی داسی حرکات اجرآ کړل
مګر تاسو په خپله پورتنی تبصره کی لیکلی چه د.صاحب غنی ښه فیصله کړی
والسلام
ع.عبدالله صاحب!
هو! ښه خوب دی ، په همدی خوب فیصله پکار ده
دا هغه څه دی چی باید وشی ،ښه حل همدا دی
په درنښت او مننه
تر څو چې طالبان د جګړې په ميدان کې ځپل شوي نه وي، تر هغو خپل کېدلی نه شي؛ د دې لپاره چې دوی خپل کړل شي او سوله وکړي، نو بايد وځپل شي.
Looking at my full cup of tea, Mr. Shaida’s waking up dream practicality chance is as follow:
1. With the exception of Dr. Ghani and Gen. Dostum, the vast upper echelon of Afghanistan Government and their backers including Mr. Hikmatyar, Mr. Sayaf and others are Ekhwani Jihadist. At least one of their hand are tied to either Pakistan or Iran archives since they were young and can not be released easily.
2. Talibs, on the other hand insisting on dream of re-inforcing ” Imaret Islami Afghanistan ” form of government that every affair of a nation will be in the hand of a Mullah which by definition is a guarantor of strategic interest of Pakistan in Afghanistan.
Both choices put the people of Afghanistan between a hard and a rock place with limited movements.
Can Mr. Shaida give us another dream ?