تاند، جمعه، د حمل ۱۵مه: ولسمشرغني یو وار بیا له عبدالله عبدالله سره د واک د ویشلو طرحه رد کړې ده.

نن له ارګ څخه په خپره شوې خبرباڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني ته تېره شپه د ولسي جرګې مشر او ګڼ غړي له عبدالله سره تر لیدو وروسته ورغلي، خو ولسمشر نه ده منلې چې له عبدالله سره دې واک وویشي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالله کولی شي د سولې پروسې مشري واخلي او ملګرو ته به یې په کابینه کې ځای ورکړل شي، خو واک به ورسره هیڅکله د پخوا په څېر نیمايي نه شي.
 ولسمشر ټینګار کړی چې عبدالله ته د سولې عالي شورا صلاحیتونو، بودیجه، امکاناتو او د پریکړو په څرنګوالي بحث او انعطاف ښودلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې ارګ ته نږدې سرچینو د نوم نه اخیستلو په شرط تاند ته وویل، عبدالله له ولسمشر غني څخه د صدراعظمۍ څوکۍ او ۶۰ سلنه واک غوښتی دی.
همدا راز یې غوښتنه کړې چې دی باید د کابینې په ۴۰ سلنه انتخاب کې هم صلاحیت ولري چې ولسمشر یې دا طرحه رد کړې ده.

ولسمشر غني تر دې وړاندې هم ویلي وو چې عبدالله عبدالله له قانون سره په ټکر کې تشکیلات غواړي او دی پر اساسي قانون د معاملې واک نلري.
6 thoughts on “ولسمشر غني، له عبدالله سره د واک د تقسیمولو طرحه یو وار بیا رد کړه”
  1. ښه شوه چی صحفه مو جوړه شوه زه خو دا لس کاله بد عادت شوي یم چی هره لحظه یې ونه ګورم لکه څه شي چی می ورک کړي وي.

  2. ښه شوه چی صحفه مو جوړه شوه زه خو دا لس کاله بد عادت شوي یم, چی هره لحظه یې ونه ګورم لکه څه شي چی می ورک کړي وي.

  3. د دومره غوښتنو انګیزه او عامل څه کیدای شی؟
    آیا دوی د ملی خدماتو روښانه سابقه ، صادقانه خدمات اوشهکاری لری؟
    تعلیمی او تربیتی اساس یی قوی دی؟
    د دوستم ،محقق او نورو بانکونه د رایو ورسره دی؟
    آیا متخصصین او رجال لری؟
    که دا تنظیمی انحصارګر جنون او۴۰کلن خودسر عادت دی چی ملی او اسلامی ګټو څخه عاری او ځان ورته غیر مسؤل واجب الاحترام ښکاری هغه چی وایی:
    چهل سال عمر عزیزت ګذشت مزاج تو از حال طفلی نګشت
    نومرض او غرض دی،علاج یی ډیر حکمت او ثالث بالخیر متدین حکما غواړی

  4. سلام
    داکتر اتل ښه وایی: زموږ یو شمیر نه بلکې ډیر اپور تونستان دخپلو ګتو په خاطر دبی کفایته اودلا شاوخوا را غونډ شوی لکه وږی کجیران زه فکر نه کوم چې د شخصیت ، دانش اوبیتش به ما حول کې دغه ډول کاسه او کپړی مو قعیت ولری .او له هغه نه چې د شوروا ی نظار غړی تښتی . داکیږی از هر چمن لندغری د اودلا کمال ، شخصیت ، پوهه او ددیبلو ماسی ابتکار دهغه له لیک نه معلو میږی
    چې دامریکې د بهرنیو چارو وزیر ته یی استولی دی همدا ناپوهی وه چې د افغانستان د بهرنیو چاو وزارت ماشین یې هم په تپه ودراوه وایی مشک انست که خود ببوید نه انکه عطار ګوید
    ولسمشر غنی باید دې بغاوتګر سره سمه محاسبه وکړی ولس مشره دا دبن معامله نه ده بلکی ستا مسولیت ، د ستراتیژی اړخ ، دیوه ولس تاریخی برخلیک او مقدرات دی دا د فضل معنوی پټکی نه دی چې د انبار او باروتو داور په ما نایی کاروی

    .ولس مشره ستا دریځ نیغ به نیغه تګلاری غواړی نه ګونګ او پڅ ما ته دقیام الد ین خادم شعر راپه یاد شو
    پر ماته کښتۍ سبور یم تو بانونه دی به مخکې
    بر دغه لاره یې بیا یم که وم وم ،که نه وم نه وم

  5. ولس مشر غنی د تاریخ جوړونکی شیبو او د ویښو افغانانو د سخت امتحان مرګ او ژوند پړاو تر تاشه کوی او دا د ولس مشر غنی لپاره د ژوند روستی چانس دئ چی څنګه ځان له دغه تاریخی سخت ازمایښت نه بریالی وباسی ، سره له دي چی تر اوسه پوری ‌‌‌‌‌‌ډیري ستری لاسته راوړنی لری او د چټک بریالی توب په لور روان دۍ هغه داچی . د افغانستان دزوریدلی ملت دوښمن دای اس ای په لاس جوړ شوی ‌‌‌‌‌‌ډلی ټپلی ټول په ګوندو شوی او خپلې روستی سلګی باسی او لکه د ‌‌‌‌‌‌ډیرانونو چینجی یو د بل سر خوری او د ابدی تباهی ګړنګ ته په لویدو دي. اوس د لوی افغانستان ګد کور ټول عظیم ولسونه د ولس مشردروان اوسپنیز کلک دریځ د لا ټنګښت هیله لری . په درنښت مالیار له سیدنی څخه

  6. که چیری واقعیتونو ته وکتل شی ، داکترعبدالله خو ددغه صلحی د کمیسیون د رهبری استعداد او ظرفیت هم نه لری ، خو بیا هم اشرف غنی د ډیر سخاوت نه کار اخلی ، مګر تر حد زیات سخاوت په سیاسی امورو کی بیا ملی منافعو ته صدمه رسوی او قانون اساسی تر سوال لاندی راځی ، مناسبه به دا وی چه چه دیوی شفاخانی سرطبابت مسؤلیت ورته وسپاری

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *