تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالبانو سږ کال درې هدفونه لرل چې یو یې هم پوره نه کړای شو.

ښاغلي غني په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، د طالبانو لومړنی هدف دا و چې کندوز ونیسي، بیا پر هلمند کنټرول ترلاسه کړي او په درېم پړاو کې پر کابل یرغل وکړي.

ولسمشر همداراز لیکلي«دوی غوښتل په څو جبهو کې هممهاله جګړې ته دوام ورکړي، خو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په برکت او د هغوی په مېړانه او سرشیندنه دښمنان په ټولو جبهو کې ناکام شول.»

ولسمشرغني د ملي شورا له یو شمېر غړیو سره په کتنه کې وویل چې هند د لومړي ځل لپاره په یو وار د یو ملیارد ډالرو لویه مرسته افغانستان ته ځانګړې کړه چې د دغو پیسو لویه برخه به د کډوالو په بېرته راستنېدو، د هغوی پر مېشتولو او د متوسطو بندونو پر جوړېدو ولګول شي.

ده وویل«د مهاجرو راستنېدا او ځای پر ځای کېدا زموږ یو مسوولیت دی، موږ دې مسلې ته د ستونزې په توګه نه بلکې د یوه فرصت په سترګه ګورو.»

محمد اشرف غني وویل«زموږ نړیوال دوستان، چې په خپله له ستونزو سره مخامخ دي، غواړي چې افغانان خپل هیواد ته راوګرځوي او اروپایانو د کډوالو د راستنولو لپاره د مرستو پکېجونه په پام کې نیولي دي.

ولسمشر زیاته کړه، د هند او افغانستان ترمنځ د هوايي کرښې رامنځته کېدل یوه لویه بریا ده ځکه چې له دې سره د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا د سیمو بازراونو ته زموږ لاره پرانیستل کېږي او د افغانستان صادرات په ملیونونو ډالره زیاتېږي.

د ولسمشر غني په وینا افغانستان یو وار بیا په منځنۍ اسیا کې خپل مقام او ځای ترلاسه کړی او نور یوازې د پاکستان د کراچۍ په بندر پوري محدود نه دی.

د افغانستان ولسمشر همداراز ویلي چې په دوو میاشتو کې به د اقینې بندر فعال شي او د ازبکستان له نوي حکومت او روسیې سره د دوستانه اړیکو له لارې به سوداګري اړیکې پراخې کړي.

One thought on “ولسمشر غني، وايي طالبانو سږ کال ۳ هدفونه لرل چې یوه ته هم ونه رسېدل”

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *