تاند، چهار شنبه، ددلوې ۱۶مه: ولسمشر غني د یو تازه فرمان له مخې ټولې ۸ دولتي تصدۍ یو تر بله مدغم کړې او د انکشاف ملي شرکت د رامنځته کېدو امر یې کړی دی.

د ولسمشر د تازه فرمان له مخې ویلي د کور جوړونې تصدي، د بنايي ساختماني تصدي، افغاني دستګاه، د هلمند ساختماني تصدي، د غوري سیمنټو فابریکې، د جبل السراج د سمنټو فابریکه، د ارزاقو تصدي او د کندهار د کرنیزو فارمونو تصدي دې په یو بل کې مدغم شي او د دوی لپاره دې نوی د انکشاف ملي په نوم شرکت تشکیل شي.

ولسمشر همدا راز د ارګ د عملیاتي ادارې مرستیال عبدالرحمن عطاش د دغې نوي دولتي شرکت اجرائیوي مشر ټاکلی چې په وینا یې د کابینې او عالي شوراګانو په ناستو کې به هم ګډون کوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د تصدیو د ادغام چاره یې د دولتي تصدیو د انسجام او کارونو د ښه والي لپاره کړې ده.

د ولسمشر د تازه فرمان له مخې مالیې وزارت ته امر شوی دی چې د انکشاف ملي شرکت لپاره دې لومړنۍ بودیجه دوه میاشتو کې ورکړي او بیا دې د دغې شرکت ټوله بودیجه د ارګ د عملیاتي ادارې له جیبه ورکول شي.

3 thoughts on “ولسمشر غني، ټولې دولتې تصدۍ په یوه نوي شرکت کې مدغمې اعلان کړې”
  1. سلامونه داخو ډیر ښه کار وشو- خودکرزی په مافیایی حکومت کې دحجار ی اونجاری تصدی په (خواجه ملا ) کې، دجنګلک تصدی، دافغان نساجی تصدۍ، دبګرامیو نساجی تصدی ،دپلچرخي دمرمرو اورخاموتصدۍ ، دآهو بوټونو تصدۍ اوپنځه نورې تصدۍ دلیوانو خوراک شوې

  2. دا یو ډېر ښه کار شوی چې د کور جوړونې تصدي، د بنايي ساختماني تصدي، افغاني دستګاه، د هلمند ساختماني تصدي، د غوري سیمنټو فابریکې، د جبل السراج د سمنټو فابریکه چې د یو واحد مقصد لپاره جوړې شویدی سره یوځای شوې . البته د ارزاقو تصدي او د کندهار د کرنیزو فارمونو تصدي که څه هم دولتي تصدي دي خو د خپل خدمت له امله له نورو مختلفې دي . هیله ده چې پورتنۍ تصدۍ او شرکتونه په ښه شکل سره خپل وطن ته د خدمت جوګه شي.

  3. سلامو علیکم۰
    که د بودجی دموجودیت په صورت کی د کور جوړولو ته پاملرنه وشی او په ټولو ولایاتو کی
    کور جوړولو چاری پر مخ ولاړی شی۰ بی کارانو ته به کار پيدا شی۰ دا کار به د حلکو ژوند ته تغیر ورکړی۰
    د وطن په ابادی کی دخدای جل جلا له څخه مو کامیابی غواړم۰
    مننه

ځواب ورکول raoufliwal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *