تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /یکشنبه/ د ځوانانو د پارلمان په غونډه کې بې له دې چې د عبدالله عبدالله د پنجشنبې د ورځې د انتقادونو یادونه وکړي او یا د عبدالله نوم واخلي، په غیر مستقیم ډول د نوموړي انتقادونو ته ځواب ووایه.

ولسمشر غني وویل«رهبري په غبرګون نشي کېدای، رهبر باید خپل چاپیریال بدل کړي»

ده همدارازوویل«مشران حق نه لري چې خوله بې ځایه وښوروي او هر څه ووایي، د مشرتابه د خصوصیاتو د زده کړې لپاره دې بازنامه، دستارنامه، سوات نامه او د خوشال خان افکار ولولي.»

ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل«ولسواکي په دې نه کېږي چې میم زرما ټوله زما، دا د میم زرما وطن نه دی، دا د زمرو وطن دی. ولسواکي د ټولو افغانانو د مساوات منل دي.»

ولسمشر همداراز یادونه وکړه«صبر، زغم او تحلیل د یوه ښه ولسمشر ځانګړنې دي. صبر، تحلیل، د اوضاع ارزونه، تله په لاس کې اخیستل ضروري دي، خو دا په دې معنا نه ده چې څوک قاطعیت له لاسه ورکړي.»”

د ځوانانو د پارلمان غونډه د مشرانو جرګې په تالار کې جوړه شوه. په دې غونډه کې له ټول افغانستانه ۱۳۰ تنو ځوانانو د روزنیز پارلمان د غړو په توګه پکې برخه واخسته.

عبدالله خپلو متحدانو ته وینا وکړه

2نن /یکشنبه/ عبدالله عبدالله خپلو ګوندي او سمتي متحدانو ته په وینا کې ژمنه وکړه چې د ملي یووالي د حکومت موافقه به په بشپړ ډول عملي کړي او د دې موافقې د اجرا په برخه کې به نوی پړاو پیل شي.

ده له خپلو پلویانو او متحدانو په دې بخښنه وغوښته چې د ده په وینا په تېرو دوو کلونو کې د ملي یووالي د حکومت موافقه نه ده عملي شوې.

عبدالله خپلو پلویانو ته وویل«زما حقیقي څېره وپېژنئ ، زه نور د خلکو له حقه نه تېرېږم.»

ده وویل چې د پنجشنبې په ورځ ما د موافقتنامې د بشپړ تطبیق غوښتنه کړې او کوم یې. په دې کې د نورو حق خوړل نشته او دا د افغانستان د ثبات او بقا اړتیا ده او پر دولت او چارواکو د خلکو د اعتبار حق دی.

ده دا هم وویل چې نور به د مهمو موضوعاتو په اړه شخصي پرېکړه ونه کړي بلکې له خپلو متحدانو او د انتخاباتي مبارزې د دورې د ټیم له مشرانو سره په مشوره به فیصلې کوي.

عبدالله عبدالله دا څرګندونې د شمال ټلوالې او جمعیت ګوند له پخوانیو مشرانو لکه یونس قانوني، بسم الله محمدي، امرالله صالح او عطا محمد نور سره له مشورو وروسته وکړې.

ښاغلي عبدالله په تېرو دوو ورځو کې د عبدالرب رسول سیاف او محمد اسماعیل خان په شمول له یو شمېر نورو پخوانیو جهادي قوماندانانو او مشرانو سره هم وکتل.

خو څرګنده نه شوه چې ښاغلیو سیاف او اسماعیل خان د ده د وروستي دریځ ملاتړ کوي او که نه کوي.

د عبداله عبداله د وینا په منځ کې به بیا بیا د تکبیر نارې وهل کیدې. اجرایي رییس وویل چې زما د هڅو په قدر څوک پوه نه شول. تاسو که ما ملامتوئ زه له تاسو پښنه غواړم، تاسو شل ځله راغلي یاست او یوه خبره مو کړې ده خو هغه نه دی شوی خو بیا هم تاسو حوصله کړې ده. ما دا حوصله تر پنجشنبې وکړه خو د پنجشبې په ورځ ځوانانو داسې فکر وکړ چې د خپلې ځوانۍ په باره کې به دوی ته څه وایم خو ما نورې خبرې وکړې او حال مې بیان کړ.

د ده په نننۍ غونډه کې، چې د سپیدار په ماڼۍ کې جوړه شوې وه، یونس قانوني، بسم الله محمدي، امرالله صالح، صلاح الدین رباني او عطا محمد نور او د اجرايي ریاست دوه مرستیالان حاضر ول.

ډاکټر عبداله بیا په خپله هم د تکبیر ناره پورته کړه او د خبرو په دوام یې وویل، که له ستونزو سره مخامخ شوم خلکو ته به مخه کړم چې دا مشکل دی.
عبدالله عبدالله وویل چې ما د ستونزو یوه وړه برخه بیان کړه او د افغانستان ډیرو خلکو راته وویل چې موږ خو خبر نه و. ډاکټر عبدالله بیا د ولسمشر اشرف غني خبرې ته چې د ځوانانو د پارلمان لپاره جوړې شوې غونډې ته کړې وه چې زه د فساد په باره کې څه هڅې پيل کړم پر موږ انتقادونه کیږي، اشاره وکړه او ویې ویل چې هیچا زموږ په څیر د فساد پرضد جدي مبارزه نه ده کړې.
5 thoughts on “ولسمشر غني«مشري په دې نه کېږي چې میم زرما ټوله زما» عبدالله: نور له خپلو متحدانو سره مشوره کوم”
  1. شرایط کنونی کشورایجاب همدیگرپزیری وتحمل وبردباری ویکسوئی وهمگرائی رامیکند. حکام یابه اصطلاح دولت مردان فعلی ماباید دردورنج ملت ستمدیده ودرخاک وخون تپییده مارادرک کنند وبخاطرخداوحفظ ارزش های دینی وملی ازخودخواهی وقوم پرستی اجتناب نمایند وبخاطروحدت ویکپارچگی ملت مسلمان ماکارکنند وموضوع (میم زرماتوله زما-ومیم زرما نیم دتانیمه زما)راکناربگذارند درغیرآن هردوی شان منفورملت وتاریخ هستند وخواهندبود.

  2. غنی صاحب ښه وایی داسی نکیږی چی ټول افغانستان دی دا یوه ولسوالی وخوری بس ده د جهاد او مقاومت په نامه یی ډیری حرامی ټولی کړی نور دا خبری خلکو ته خسته کنی شوی دی چی د کابل خلک ددی کوڅه ډبو ټلوالی تر سوږمو رسیدلی دی هر جرم همدوی کوی دا ملک په څو محدودو غلو رهزنو او وطن پلورونکو پوری اړه نلری. چی لږ فشار پری ورشی عبدالله بیا سم د لاسه سفارت خانو ته منډی وهی غنی صاحب اصلاحات راوله اوولس درسره ولاړ دی

  3. غله عبدالله زه یوداسی څوک پیژنم چی د مشاورپه حیث دی نیولی خو باور وکړی ددوو حیوانانودتقسیم به هم سم ونشی کولای
    حسن

  4. که هر څوک ټول افغانستان ته داسې خدمت کوی لکه دشمال تلواله یې چې دخپل ځان او خپلې ډلې ټپلې لپاره کوي نونور افغانان نه داسې خدمت غواړي او نه هم داسې کثیف خدمتګزاران.
    او نه هم نورداسې لنډه غرو ته دا موقع ورکوی چې تنها بو څو محدود لوچکان دټول افغانستان د خلکو په حقوقو او پاکو احساساتو لوبې وکړي او دوی دې خپلې چړچې کوې.

ځواب ورکول عبدالرووف لیوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *