تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن ملي شورا ته وینا وکړه. د دې وینا اعلان مخکې تر مخکې شوی و. په تیرو کلونو کې د امنیتي ملحوظاتو له کبله د ولسمشر د ویناو اعلان وار له مخه نه کیده.

ولسمشر د لومړي ځل لپاره دا خبره روښانه کړه چې د څلور اړخیزو غونډو په ترڅ کې یې له پاکستانه داسې سند اخیستی دی چې هغه طالبان به ځپي چې د سولې خبرو ته نه چمتو کیږي:

«نن غواړم دا خبره واضح کړم چې موږ له پاکستانه دا توقع نه لرو چې طالبان دې خبرو ته راولي. خو له پاکستانیانو غواړو چې په څلور اړخیزه توافقنامه کې په خپلو ژمنو ودریږي او د هغو کسانو په خلاف نظامي عملیات وکړي چې زموږ د امنیتي ادارو او زموږ د بین المللي همکارانو د استخباراتي معلوماتو په اساس ، او پخپله د پاکستاني مقاماتو په قول، مرکزونه یې په پاکستان کې دي او رهبران یې په پاکستان کې اوسي . دغه راز له پاکستانه توقع لرو چې که په خپله خاوره کې د دغو جنایتکارانو په خلاف نظامي عملیات نه کوي نو لطفا دې یې زموږ شرعي محکمو ته راوسپاري چې د خپلوعملونو سزا وویني»

جمهور رییس زیاته کړه که پاکستان خپلې ژمنې پر ځای نه کړي له نړیوالو قوانینو سره سم به کابل، د ملګرو ملتو امنیت شورا ته، نړیوالو مدني بنسټونو ته او نورو نړیوالو بنسټونو ته شاکي شي. ولسمشر په ورته وخت کې پر پاکستان سخت انتقاد وکړ او د لومړي ځل دپاره یې وویل چې د طالبانو مشران د پاکستان د خاورې دننه په ښارونو کې دي:

«واقعي طالبان خو په مدرسو کې سبق وایي، او دغه کسان چې قتلونه کوي، چې د علم دښمنان دي او ان جوماتونه ړنګوي، حق نه لري، ځانونه طالبان وبولي. مونږ د قرآن کریم د صریح حکم مطابق حق لرو چې د باغیانو او محاربانو په مقابل کې له خپلو خلکو دفاع وکړو او باغیان په سزا ورسوو. په پیښور او کوټه کې د دې ډلې رهبري د داسې غلام صفته او وطن دښمنو کسانو په لاس کې ده چې د خپلو وطنوالو وینې بهوي او د افغانستان د خلکو له بربادي او تباهي خوند اخلي. له دوی سره د افغانستان د خلکو د خیر او خوشحالي لپاره هیڅ پروګرام نشته او نه دا فکر ورسره شته چې د خپلو وطنوالو ارزوګانو او غوښتنو ته احترام ولري.دوی په سیاسي تعامل کې خپله ناپوهي او بې لیاقتي ثابته کړې ده. زه د افغانستان له جیدو عالمانو خواهش کوم چې دغو جاهلانو او ګمراهانو ته د حق لاره وښیي او له ګمراهي یې راوباسي»

ولسمشر اشرف غني بل لور ته د ملي شورا سره ژمنه وکړه چې په څو ورځو کې به د دفاع وزارت لپاره یو تن او د ملي امنیت د ادارې رییس د رایي اخیستلو لپاره ورمعرفي کړي.

جمهور رییس د پوځ ستاینه وکړه او ویې ویل چې په تیر یوه کال کې افغان امنیتي ځواکونه ډیر تنظیم شوي او مجهز شوي دي. په دې ترڅ کې اشرف غني وویل چې نوی کسانو ته زمینه برابره شوې ده:

« د هیواد تر اتیا (۸۰) زیاتو جنرالانو قدرداني وشوه او د کبر سن په علت تقاعد شول، څو په دې ډول ځوان او تازه دمه نسل ته لاره پرانیستل شي او زموږ اردو لا ځوانه او قوي شي. په دې برخه کې د اصلاحاتو بهیر همدغه شان روان دی.»

ولسمشر بیا وویل چې تیر کال مو محدودې هیلي کاپتر او الوتکې لرلې خو اوس هوایي ځواک دومره پياوړی شوی دی چې په ډیرو لرې غرنیو سیمو کې هم د هیواد دښمنان په نښه کولی او ځپلی شي. ولسمشر بیا وویل چې په تیرو دولس میاشتو کې په کندز کې یوه فرقه او په بدخشان کې یوه لوا تاسیس شوه. اشرف غني د ځانګړیو ځواکونو د پلان جوړونې د مرستیالۍ ادارې جوړولو ته اشاره وکړه او بیا یې وویل چې د توپچي د تخنیک او اسلحې ریاست، د ۷۷۷ ځانګړیو هوایي ځواکونو لوا، د ادارې او سوق مرکز د کابل په ګارنیزیون کې، د ۲۱۵ ساحوي قول اردو روغتون، د قول اردو او لواګانو په کچه د حفظ او مراقبت او تخنیک مدیریت، د استخباراتي ګواښونو د ارزونې مرکز او د راډیویي کشف مرکز هغه ځایونه دي چې په تیرو میاشتو کې تاسیس شوې دي.

د اداري فساد په برخه کې ولسمشر د حکومت یو شمیر فعالیتونو ته اشاره وکړه او له ولسې جرګې یې هیله وکړه چې د قضایي او عدلي پولیسو د فعالیت او تشکیل نوې مقرره تصویب کړي تر څو قاضیانو او څارنوالان د خپلو پریکړو له کولو وروسته د خوندیتوب په فضا کې خپلې چارې پر مخ بوځي.

افغان ولسمشر په اقتصادي برخه کې یو شمیر کارونو ته لکه د کاسا ۱۰۰۰ پروژې او تاپي پروژې ته اشاره وکړه او په ورته وخت کې یې وویل چې سږکال د لړم په میاشت کې په بروکسل کې د افغانستان لپاره کنفرانس جوړیږي چې په هغه کې به تر ۷۰ د ډیرو هیوادونو او تر ۲۰ د ډيرو نړیوالو موسسو استازي برخه واخلي. ولسمشر وویل په دې غونډه کې به نړیوال د راتلونکو پنځو کلونو په مخه له افغانستان سره خپلې ژمنې وکړي چې د ده په وینا حکومت ورته تیاری نیولی دی.

2 thoughts on “ولسمشر غني افشا کړه چې پاکستان د طالبانو د ځپلو سند ورکړی”
  1. اففففففففف زما بې وسه، بې کسه او لاس تړلی ولسه… نور ولې باید په دې خبرو وخت ضایع شي!!! څه فکر کوئ چې ستا د وطن او خاورې قسم خوړلي دښمنان به له تا سره ستا په سوله، سوکالۍ او پرمختګ کې مرسته وکړي؟ هیڅکله هم نه. له تیر څخه له تاریخ څخه ولې ګټه نه اخلو، ولې بار بار تیر ایستل کیږو، موږ بیا چا ته د سوال و زاریو لمن غوړولې؟ ویل کیږي کله چې په یونان کې ښار په ښار حکومتونه وو، یو د بل په چارو کې د لاس وهنې مخنیوی په سوال او زاریو نه و رامنځ ته شوي، بلکی مقابل لوري ځان یوه داسې ځای ته رسولی و، چې د لاس وهنې ځواب یې په خپل عمل او زور سره ورکاوه. ته هم د دغه چارې ترسره کولو لپاره ډیر امکانات لري، په شکایت کولو او پوچو ژمنو هیڅ نه کیږي. نړیواله ټولنه تر ستا پر دې ښه پوهیږي چې ستا په وطن کې څه روان دي او تر شا یې څوک دي. یوازینی کار چې مرسته کولی شي، د رښتینې خدمت ترسره کول، د ځان رسول او د ژمنو کسانو ګمارل دي.

ځواب ورکول لونګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *