ډاکتر علي وردک

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د بریتانیا د جنوبي ویلز پوهنتون استاد ډاکتر علي وردک ته د افغانستان په عدلي او قضايي سیستم کې د کار په خاطر د نړیوالې جایزې پر ګټلو مبارکي وویله.

ډاکتر علي وردک، چې د جنوبي ویلز پوهنتون (University of South Wales) د کریمیناوژۍ یا جرم پېژندنې استاد دی، په خپل اثر کې، چې نړیوال میډال یې ګټلی، د افغانستان په عدلي او قضايي سیستم کې د اصلاحاتو وړاندیزونه کړي دي.

د سږ کال (۲۰۱۵) په لومړیو ورځو کې د بریتانیا د کریمینالوژۍ مجلې (British Journal of Criminology) ډاکتر وردک ته په افغانستان کې د جګړې او جرم په اړه د بې سارې څېړنې په خاطر د ( awarded the prestigious Radzinowicz Memorial Prize) معتبره جایزه ورکړه.

د ډاکتر وردک د دې بې ساري تحقیقي کار په اړه په نړیوالو رسنیو کې د راپورونو له خپرېدو وروسته د افغانستان ولسمشر اشرف غني نوموړي ته لیک ولېږه او د ستر کار په خاطر یې مبارکه ورته وویله.

1

11 thoughts on “ولسمشر غني افغان عالم ډاکتر وردک ته د نړیوالې جایزې د ګټلو په خاطر مبارکي وویله”
  1. ښاغلی ډاکتر صاحب وردک ته د یوه افغان په توګه د زړه له کومې مبارکي وایم. سرلوړی دې وي

  2. Congratulations! To Mr. Dr. Ali WARDAK, we are proud of your awesome research in criminology portion. I am sure it is critical for Afghanistan.

  3. عزتمند ورور داكتر وردك ته دزره له كومي مباركي وايم داستا لوي افتخار او ستا افتخار دافغانانو افتخار دي.
    ستا دنورو كاميابيو به هيله..
    جنرال حبيب الله جلالزوي دهالند خخه.

  4. Congratulations, we are proud of you and hope that afghan universities and government can use your knowledge and particular in criminological research.

  5. Salamoona
    It is a great news that an Afghan able to received world reward. Just say congratulation hope have more rewards in future.
    Regards
    Mohammad Arif Haleemy

  6. ډاکټر صاحب علي وردګ!
    ډېر زیات د خوښۍ او سرلوړۍ ځای دی چې د افغانستان یو پوه بچی او وردګ ځوان پدې وتوانید چې نړیوالو ته دا په ګوته کړي چې افغانستان ډېر تکړه او غښتلي بچیان لري، که جنګ او وېرونه یې له خاورې لېرې شي د نړۍ په کچه به یې د پوهانو او مخکښو بچیانو د عزت او ولولو شمله هسکه ورپیږي.
    زه یوازې د یوه وردګ په توګه نه بلکې د ګران افغانستان د یوه بچي په توګه تاسوته د دغه لوړ شان او لاسته راوړنې مبارکي وایم او ستاسو دغه ویاړ ته د ټولو افغانانو لپاره د سرلوړۍ په سترګه ګورم.
    الله تعالی دې د وردګو میندې دې هېڅکله بورې نکړي چې ستا په شان د ویاړ او سرلوړۍ بچیان افغانستان ته راوړي.
    ګران افغانستانه! خدای جل جلاله دې تل په پوهو، دينداره اوغیرتي بچیانو سرلوړی او تل پاتې لره.

  7. Dear Dr Wardak
    I, on behalf of myself and the pakhtoons of Khyber Pakhtoonkhwa congratulate you on this awsome achievement. It shows that Pakhtoons are as good as any other people if they are provided with the right opportunity at a right time.

  8. ﺟﻨﺎﺏ ﺩاﻛﺘﺮ ﺻﺎﺣﺐ اﺟﺎﺯﻩ ﺭاﻛﺮﻱ ﺯﻩ ﻫﻢ ﺗﺎﺳﻮﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻭاﺭ ﺳﺮﻩ د ﻣﺒﺎﺭﻛﻲ ﻣﺮاﺗﺐ ﻭﺭاﻧﺪﻱ ﻛﻢ ﺩﻳﺮ ﻣﺒﺎﺭﻛﻲ ﺩﺭﺗﻪ ﻭاﻳﻢ د ﺗﺎﺳﻮ ﻻ ﺯﻳﺎﺗﻮ ﺑﺮﻳﺎﻭﻭ اﻭ ﺗﺤﻘﻴﻘﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﻫﻴﻠﻪ.

    1. وردګ صاحب ته د زړه له کومی ددی نړیوالی جایزی مبارکی وایم الله ج ورته نور هم همت ورکړی چی دده په شان داسی نور د وطن بچیان هم وروزی
      د لا زیاتو بریاوو په هیله

ځواب ورکول alamgir shinwari ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *