غني باید له ربړول شویو طالبانو بخشنه وغوښتل شي

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ وویل، د ځینو طالبانو، چې ربړول شوي او ناوړه چلند ورسره شوی، خوابدي په ځای ده او پکار ده چې له هغوی سره د خواشینۍ د څرګندولو یوه لار وموندل شي.

غني په واشنګټن کې وویل، جنوبي افریقا او روانډا د تېرو وختونو د سرغړونو د تصفیه کولو لپاره د حقیقت او پخلاینې کمیسیونونه جوړ کړل خو هدف یې دا نه و چې خامخا به سرغړوونکو ته سزا ورکوي. دا کمیسیونونه د ځپل شویو او دردېدلیو ملتونو لپاره خورا ګټور و.

غني وویل، له طالبانو سره سوله ضروري ده او د ځینو طالبانو غوسه مشروع ده.

«خلک په دروغو ونیول شول، شکنجه شول، دوی په شخصي کورونو یا شخصي بندیخانو کې بندیان شول.»

«څرنګه دې خلکو ته ویلی شئ چې پرې خواشیني یاست.»

ولسمشر غني چې د واشنګټن د سولې په څېړنیز انستیتیوت کې خبرې کولې، د امریکا د مشرانو جرګې د کمېټې، چې سناتور داین فینشتاین یې مشري کوله، راپور وستایه.

ده وویل چې سي آی اې تر هغه څه چې یې په ظاهره ویلي، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له حملو راوروسته د افغانستان په شمول په بېلابېلو هیوادونو کې زیات بې رحمانه کارونه کړي دي.

غني د افغانانو د جرګې د دود یادونه وکړه، ویې ویل:«پر دې اساس د شلو یا دېرشو کلونو لپاره تیږه اېښودل کېږي او په دې منځ کې ټولنه او خلک خپل کار ته دوام ورکوي.»

ده زیاته کړه:«د سولې معنا د وینې بخښل دي. موږ د ماضي په خاطر راتلونکې قرباني کولی نه شو. باید تعادل راولو. خو که یوازې په تېرو پسې وګرځو، خپله راتلونکې به تباه کړو.»

غني پرون د امریکا د کانګریس د دواړو جرګو ګډې غونډې ته وینا وکړه او د امریکايي مقننانو له تود هرکلی سره مخامخ شو.

One thought on “ولسمشر غني: باید له ربړول شویو طالبانو بخښنه وغوښتل شي”
  1. عزتمند اولسمشره
    ته دافغانستان سر بوخ ،مشر،ريس جمهور، او دمسلحو قواوو سر قوماندان ءي.
    ته دملت او ملت تأسره دي .
    شايد دملت يو تعداد غري نارا ضه او يو تعداد خوشحاله أوسي .
    دكور دمشر دتولي كورني دغرو دزرو نو دساتني مسول دي .جه خفه خخه خفكان تبوس اوهغه ته قناعت وركري او بخلا ءي كري .
    به بخلاينه كي شرم نه بلكه درناوي موجود دي ته دافغانستان دهر طبعه معنوي بلار ءي ستا دنده ده جه دتولو خواستو ته خواب وواءي او دهريوه زره به لاس راوري
    هر هغه خوك جه دافغانستان طبعه او افغان دي اوسلاح به مخكه زدي أودّ صلحي أواز بؤرته كوي.دهغو سره خبري أتري او كذشت دمشر وظيفه ده دا يو افتخار دي نه شرم .
    داولسمشر تو قوع زمونز توقوع او به بخلاينه كي دالله تعالي رضايت دي.
    الله دي به دي لاره كي كاميابه لره .

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي2 ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *