د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني بدخشان ولایت ته د سفر پر مهال نن مازدیګر په لویه ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په پیل کې د بدخشان والي محمدزکریا سودا د هیواد جمهوررئیس ته د ښه راغلاست پر مهال د بدخشان ولایت د امنیتي، اجتماعي او انکشافي وضعیت په اړه وویل، په انکشافي وضعیت کې مثبت تغییرات راغلي او د بدخشان په کچه څو عام المنفعه پروژې تطبیق شوي دي. هغه زیاته کړه، د بدخشان ولایت عواید د تېر کال په پرتله ۸ سلنه زیات شوي.

د بدخشان والي همدارنګه وویل، د بدخشان په ولسوالیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستیو عملیاتو مثبته پایله لرلې او څلور ولسوالۍ په بشپړه توګه د تروریستانو له شتون پاکې شوي دي. نوموړي د امنیتي او دفاعي ارګانونو رهبرۍ ته د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه وې ویل، اوس هم تهدید موجود دی او د تصفیوي عملیاتو د دوام غوښتنه یې وکړه.

والي وړاندیز وکړ چې د بدخشان لس ولسوالۍ په ځانګړي ډول د تروریستانو له وجود څخه تازه پاکې شوې ولسوالۍ دې د ولسي تړون په برنامه کې شاملې او د فیض اباد روغتون دې حوزوي روغتون ته ارتقا ومومي. نوموړی د بدخشان ولایت د شهیدانو د ورثې او معلولینو د حقونو د ورکړې غوښتونکی شو او وې ویل، مالدارۍ، توریزم جلبولو، د قانوني او معیاري کانونو استخراج، اوبو مدیریت او چین نه بدخشان ته د نوري فایبر تمدید ته پاملرنه کولای شي د خلکو د بې وزلۍ په لمنځه وړلو او د اقتصادې کچې په لوړولو کې اغیزمن واقع شي.

په دې غونډه کې د بدخشان د ولایتي شورا رئیس بشیر صمیم، په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازو ډاکټر ضیا یفتلي او ډاکټرې نیلوفر ابراهیمي د کانونو د قاچاق د مخینوي او د قانوني اسختراج، مواصلاتي لارو د احیا، خلکو په ځانګړي ډول ښځو ته د روغتیایي خدمتونو د پاملرنې او د بدخشان د ولسوالیو د امنیت د ټینګښت په اړه خپلې غوښتنې بیان کړې.

جمهوررئیس غني د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د بدخشان د ځوانانو د پام وړ ونډې په خاطر د مننې پر مهال وویل، د بدخشان ځوانان زموږ د نورو وطنوالو ترڅنګ د هیواد په هر ګوټ کې له وطن دفاع کوي. هغه زیاته کړه، بدخشان د ملي یووالي زانګو ده.

جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستیو عملیاتو او د تروریستانو له وجود څخه د څلورو ولسوالیو تصفیې ته په اشارې وویل، زموږ ځواکونو ثابته کړه چې کولای شي موږ ته د تروریستانو له شره نجات راکړي، زموږ ژمنه داده چې عملیات به په چټک ډول دوام ولري. هغه زیاته کړه، امنیتي جامع پلان په لاس کې لرو او په مرحله وار ډول پلی کېږي.

جمهوررئیس محمداشرف غني همداراز وویل، د تصفیه شویو ولسوالیو د هوساینې او وضعیت د ښه والي لپاره دوامداره کار کېږي.

د هیواد جمهوررئیس د بدخشان له ځوانانو څخه چې مخکې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې خدمت کړی وغوښتل چې سیمه یېزې اردو سره یو ځای شي او د خپل ولایت د امنیت په ټینګښت کې برخه واخلي. هغه زیاته کړه، په ولسوالیو کې د امنیت د تامین لپاره د دولتي خدمتونو په وړاندې کولو کې پراخو اصلاحاتو ته اړتیا ده.

جمهوررئیس غني د شهیدانو ورثې ته د حقونو په ورکړه کې د ځنډ په اړه وویل، د شهیدانو ورثې ته د حقونو په ورکړه کې ځنډ په هیڅ ډول د منلو نه دی او د ملي امنیت سلاکار ته یې لارښوونه وکړه چې ژر دې دغې ستونزې ته رسیدګي وشي.

د هیواد جمهوررئیس د بدخشان خلکو ته په فیض اباد ښار کې د خرقې مبارکې جامع جومات جوړولو مبارکي وويله او زیاته یې کړه، د فیض اباد د عیدګاه جومات جوړولو ته ۸۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کېږي. هغه زیاته کړه، د اوبو ملي برنامه ژر بشپړېږي چې د سیندونو د غاړو جوړول او استحکامات پکې لومړیتوب لري.

دیته په کتو چې اوس د لاجوردو قیمتي ډبرې په ناقانونه ډول استخراجېږي جمهوررئیس غني د بدخشان له پانګوالو وغوښتل چې د لاجورد قیمتي ډبرو د پروسس لپاره خپلې طرحې ترتیب کړي او د اړتیا پر مهال دولت مشارکت ته هم چمتو دی. هغه زیاته کړه، د سیمه ییز اقتصاد د ودې په خاطر به سرحدي بازارونه له تاجکستان سره پراختیا ومومي.

2 thoughts on “ولسمشر غني: بدخشان د ملي یووالي زانګو ده”
  1. اشرف غنی قهرمان و ستاره پیشرفت افغانستان در قرن بیستویکم ! زنده باشد و عمرزیاد برایش خداوند ببخشد .

  2. هغه زورواکی چی لاجوردو او نورو قیمتی ډبرو په قچاق کی لاس لری د یو ځانګړی محکمی له لوری محاکمه بیا دی دوی تیر تاریخی پس منظر ته په کتو د دوی له لوری شوی غلا او فساد په اړه افغان ولس او رسانیو ته هرڅه افشا او یاد غله او مفسد اشخاص د دایم الابد لپاره بندیخانی ته واچوی ترڅو بیا داسی اشخاص پیدا نشی چی د وطن ملی ګټو ته په بده سترګه وګوری

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *