د شاهین قول اردو جومات

تاند- ولسمشر محمد اشرف غني نن /شنبه/ بلخ ولایت ته لاړ چې پر شاهین قول اردو د پرونۍ حملې له ټپیانو او د قربانیانو له خپلوانو سره وویني.

رویټرز خبري اژانس وايي چې په دې برید کې ۱۴۰ تنه وژل شوي دي.

ارګ مزارشریف ته د ولسمشر غني سفر تایید کړ خو نور جزییات یې نه دي څرګند کړي.

په شاهین قول اردو کې یوه سرتېري، چې له حملې روغ وتلی، تاند ته وویل «د فرض لمونځ له ادا کولو وروسته له جوماته ووتم چې سنت په خپله خونه کې وکړم، په دې منځ کې له جوماته د ډزو ږغ راغی. شاته مې چې وکتل تروریستان په رنجر موټر کې سپاره ول او پر هر چا یې ډزې کولې، ما له ازغنو سیمونو ټوپ کړل او ژوندی پاتې شوم.»

دا حمله د هند صدراعظم نریندر مودي او ناټو پغندلې ده.

د وروستیو راپورونو له مخې په دې برید کې لږترلږه ۱۴۰ تنه سرتېري وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې حمله کوونکو، چې د ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و او په پوځي موټر کې قول اردو ته ننوتل، د قول اردو په جومات کې د جمعې پر لمانځه پر ولاړو بې وسلو پوځیانو یې ډزې وکړې.

One thought on “ولسمشر غني بلخ ولایت ته لاړ”
  1. عسکر باید هېڅ وخت بې وسلې نه وي دا یوه خبره. بله دا چې افغان امنیتي ځواکونه تل د ترورستانو په وړاندې د جهاد په حالت کې دي او د جهاد په حالت کې باید نیم کسان لمونځ وکړی او نیم ورته پیره وکړي. بیا هغو چې لمونځ خلاص کړي هغوی باید پیره وکړي او لومړۍ پیرې کسان لمونځ وکړي. لعنت په ترهګرو او د ترهګرو په روزونکو

ځواب ورکول جمیل خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *