ډاکټر عبدالله به د ملګرو ملتونو په عمومي اجلاس کې د افغانستان نماینده ګي وکړي. دا هم ویل کېږي چې اجراییه رییس به هغې مېلمستیا ته هم ورشي چې د امریکا ولسمشر یې کوربه دی.

ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو په سږنۍ ناسته کې به ولسمشر غني د افغانستان استازولي کوي، د افغانستان د سولې او پر ځینو مهمو مسایلو (لکه د القدس ستونزه) به د افغانستان دریځ نړۍوالو ته وړاندې کوي. د افغانستان له پاره دا ښه خبره وه چې دریځ یې د هېواد تر ټولو ستر مقام د نړۍ ترټولو مهم تریبیون له لارې نړۍوالو ته بیان کړي. ولسمشر په وروستیو شېبو کې خپل تصمیم بدل کړ او اجراییه رییس یې نیویارک ته واستاوه.

د دېوالونو تر شا اوازې او انګازې نیویارک ته د ولسمشر د سفر د لغو کېدو تر شا ځینې عوامل په ګوته کوي چې، که واقعیت وي (او غالباً چې له واقعیته به ډېر لرې نه وي) نو د افغانستان په دیپلوماسۍ کې د ملي امنیت د سلاکار تر بدلون وروسته ستره ننګونه بلل کېدای شي. ویل کېږي چې افغان ولسمشر د امریکې له ولسمشره د ملګرو ملتونو د عمومي اجلاس په حاشیه کې د ملاقات غوښتنه کړې وه او هغه نه وه منلې. د ولسمشر سلاکارانو ته اندېښنه پیدا شوې وه چې که ښاِغلی غني و نه شي کړای چې له ښاغلي ټرمپ سره وویني نو دا به په کورني سیاست کې د ولسمشر غني موقف ضعیف او ننګول شوی ښکاره کړي.

که د افغانستان دیپلوماتیکې دستګاه په نورمال ډول کار کړی وای، لومړی به یې دا پته لګولې وه چې آیا د امریکې مقامات حاضر دي چې له افغاني مقاماتو سره وویني که نه؟ که دا معلومه شوې وه چې له هغه لوري لېوالتیا نه شته نو افغان لوري باید هېڅکله د رد ځواب د اورېدلو خطر پر غاړه نه وای اخیستی. ولسمشر نیویارک ته د ملګرو ملتونو عمومي اجلاس ته وینا کوله او په درنښت بېرته خپل هېواد ته راته. دا د افغان دیپلوماسۍ یوه سخته ناکامي ده چې ولسمشر یې په داسې یو حالت کې واقع کړ چې هم یې نړۍوال حیثیت ته صدمه ورسېږي او هم یې په کور دننه د میاشتو او کلونو دیپلوماتیکې بریاوې له نشت سره برابرې کړي.

د ښاغلي اتمر تر استعفا وروسته د افغان ديپلوماسۍ دغه بې ځایه حرکت ځینو ته دا تصور پیدا کوي چې ولسمشر به و نه شي کړای چې په خپل څنګ کې د ښاغلي اتمر د حضور تشه ډکه کړي.

خو تر دیپلوماتیکې اشتباه وراخوا، ولسمشر غني ته د ټرمپ له خوا دا خوار نظر د افغانستان په سیاستونو کې د ولسمشر حیثیت هم له پوښتنې سره مخ کوي. په داسې حال کې چې امریکا د افغانستان له پاره د یو نوي خاص استازي ټاکل یو مهم سیاسي اقدام بولي، په داسې حال کې چې امریکا نېغ په نېغه له طالبانو سره مذاکرې ته کښېني او دا زحمت هم پر ځان نه مني چې دا ملاقاتونه د تېر په څېر پټ وساتي، په داسې حال کې چې په پاکستان کې د حکومت بدلېدل د افغانستان د سولې په لرلید کې کیفي بدلون راولي، په داسې حال کې چې د افغانستان امنیتي وضعیت د حکومت له ډاډمنو بیانیو سره سره ورځ تر بلې خرابېږي، په داسې حال کې چې د ټاکنو برخلیک لا هم د شکونو په شپول کې نغښتی دی ولسمشر غني سره د ملاقات په ردولو د امریکا مشرتابه افغانانو ته دا پیغام ورکړ چې افغان ولسمشر ورته د افغانستان په سیاسي – نظامي – امنیتي معادله کې هغه اهمیت نه لري چې څو اونۍ مخکې یې درلود.

د اوازو پر بنسټ ولسمشر غني د ملي امنیت له سلاکار سره په دې خبره لارې بېلې کړې چې ګواکې هغه نیت کړی و چې د افغانستان د شطرنج د تختې په دې اړخ کې لومړی دریځ خپل کړي، په داسې حال کې چې ولسمشر هم غواړي چې د دویم ځل له پاره له خلکو باور وغواړي. د نیویارک د سفر لغو کېدل دا ښیي چې ښاغلي غني ته به دا لوبه هومره اسانه نه وي لکه ده چې انګېرلې وه. د افغانستان پر سیاسي صحنه د امریکا حقیقي یا فرضي ملاتړ د سیاسي برخلیک ټاکونکی عنصر بلل کېږي. هغه کړۍ چې تر ننه یې فکر کاوه چې د امریکا له ادارې سره د ولسمشر ښه روابط په ټاکنو کې د هغه د بریا تضمین کوي، اوس دا ډاډ له لاسه ورکوي او د ځان له پاره به د بل پارټنر په لټه کې راوځي.

که ښاغلی غني د یوې مخلصانه مشورې د اورېدو حوصله ولري، اوس باید پر دې فکر وکړي چې د ده له پاره د ملت د باباګانو کتار ته ورننه وتل غوره دي او که په تش لاس د ریاست د یوې بلې دورې په خاطر د سیاسي قمار میدان ته ورګډېدل؟

3 thoughts on “ولسمشر غني ته د خطر زنګ | رحمت سپین غر”
  1. ASHRAF GHANI ALWAYS DOING POSITIVE.GREAT LEADER&ECONOMIST,HONEST AFGHAN.
    ASHRAF GHANI HAVE TO DO MORE IMPORTANT THINGS FOR PEACE PROCESS.ASHRAF GHANI FALLOW THE SAME DIRECTION WITH USA.
    Dr ABDULLAH IS ONE PART OF GOVERNMENT MUST PARTICIPATE
    IN EVERYTHING,
    ASHRAF GHANI IS GREAT WIDE MIND LEADER.WE DON,T HAVE ANY ONE OTHER LIKE ASHRAF GHANI IN THE COUNTRY,
    LETS SUPPORT ASHRAF GHANI FOR REBUILD OF AFGHANISTAN.
    I WANT LONG HAPPY HEALTHY&SAFE LIFE FOR GREAT ASHRAF GHANI.THANK YOU

  2. ډاکتر عبدالله به بیا غوښتل چې په بله الوتکه کې نیویارک ته لاړ شي نو ښاغلي دوکتور محمد اشرف غني به تصمیم نیولی وي چې یو مشر کفایت کوي.
    باید ووایو چې د افغانستان د دیپلوماسي دستګاه د ملا صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت او ډاکتر عبدالله په اختیار او خدمت کې ده نه د افغانستان د ولسمشر او ملت .

  3. دغه لیکنه ما ته سمه نه ښکاري. متاسفاهه چې کمپاین رانژدې شي، دا رنګه لینکنې زیاتې شي. قلموالو، د بنده ګانو روزي په خدای پور ده، له اتمر صاحبه یا بل چا یې مه غوائ،

ځواب ورکول بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *