د ارچي په بمبارۍ کې ټپي شوی ماشوم/ عکس د فرانس پریس عکاس اخیستی دی

تاند- ولسمشر غني یو کمیسیون موظف کړ چې د کندوز د ارچي ولسوالي د دوشنبې د ورځې د هوايي حملې په اړه څېړنې وکړي.

شاهدان وايي چې د افغان هوايي ځواک په حمله کې ملکیان وژل شوي دي. د کندوز چارواکو په لومړي سر کې د ملکیانو مرګ ژوبله له دې سره سره نه منله چې د ښار په حوزوي روغتون کې ټپي ماشومان بستري شوي وو.

خو وروسته یې ومنله چې د جګړه مارو طالبانو ترڅنګ ملکیان هم وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

افغان چارواکي وايي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په داسې حال کې د طالبانو پر یوه مرکز هوايي حمله وشوه چې طالبان په یوه غونډه کې رایوځای شوي ول؛ په غونډه کې د طالبانو د کوټې د شورا یو استازی هم حاضر و. خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې د حملې په ځای یا مدرسه کې د قرآنکریم د حافظانو د دستاربندۍ غونډه روانه وه.

ولسمشر غني او همداراز ملګرو ملتو ویلي چې باید د دې پېښې په اړه څېړنې وشي.

له بلې خوا اجرايي ریاست ویلي چې طالبانو د یوه خونړي پلان د جوړولو لپاره خپل کسان د هیواد له داخل او بهره ارچي ولسوالي ته وربللي وو چې یو ځل بیا افغانان ووژني.

د اجرايی ریاست د خبرپاڼې پر اساس ملي اردو د کره معلوماتو پر اساس هڅه وکړه چې دا پلان شنډ کړي او خلک له یوې لویې غمیزې وژغوري خو له دې سره سره داسې راپورونه هم شته چې په حمله کې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اجرايي ریاست او ارګ په خبرپاڼو کې ویل شوي چې د متقاعد جنرال خدایداد هزاره په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د پېښې په اړه تحقیقات وکړي.

هم ارګ او هم اجرايي ریاست په دې برید کې د ملکیانو پر مرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړې او د هغوی د کورنیو له غړیو سره یې خواخوږي کړې ده.

One thought on “ولسمشر غني د ارچي د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی وګوماره”

ځواب ورکول daood ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *