تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له ډېره وخته وروسته د لومړي ځل لپاره اسلام اباد ته د سفر بلنه منلې ده.
پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي چې ولسمشر غني په کابل کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر باجوه سره په کتنه کې موافقه وکړه چې د دوو هیوادونو د اړیکو د ښه کېدا لپاره به پاکستان ته لاړ شي.
پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي، تر دې وړاندې په مې میاشت کې اشرف غني د پاکستان بلنه رد کړې وه.
خو ده تېره اوونۍ د پاکستان لوی درستیز ته ډاډ ورکړ چې له خپلې ټولې کورنۍ سره به پاکستان ته سفر وکړي.
ولسمشر غني باور لري چې په پاکستان کې د قدرت اصلي مرجع د دغه هیواد دیموکراتیک اورګاونه نه دي بلکې پوځ او استخبارات یې د دغه هیواد بهرنۍ پالیسي ټاکي او له همدې کبله یې تېر ځل هم په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشرانو سره زغردې خبرې وکړې خو هغوی په خپلو ژمنو عمل ونه کړ.
د دوشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې پاکستان ته یو بل چانس هم ورکوي څو د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.
داسې ښکاري چې ولسمشر غني هم یو وار بیا پاکستان ته د دوستۍ لاس اوږدوي او غواړي چې دا هیواد یو ځل بیا وازمويي.
دا په داسې حال کې ده چې اکثره افغان کتونکي او شنونکي د پاکستان پر نیت شک لري او وايي چې پاکستان په ځلونو د وخت ضایع کولو لپاره د دوستۍ او همکارۍ ژمنې کړي خو نتیجه یې برعکس وه.
ارګ تراوسه پورې پاکستان ته د ولسمشر غني د احتمالي سفر په اړه څه نه دي ویلي.
باید لار نه شی
محترم او معظم ولسمشره
هیله کوم چې ددې تور مخيو او پليدو پاکستاني رهبرانو په خبرو و نه غولېږي. دوی د شيطان اولاده دي. دوی په خدای، رسول، په هيڅ دين او ائين او اخلاقي او بين المللي اصولو پابندي نه لري. دا ډېر بې شرمه خلک دي. ترسو چې دوی یو بين المللي تعهد نه وي کړی هلته مه ځه. پرېږده چې له دنيا سره تعهد وکړي چې نور به بې ګناه افغانان او زمونږ بين المللي دوستان نه وژني نو بیا هلته ولاړ شه. دوی ستاسو له ارادې دارېږي خدای مه کړه څه مشکل درته جوړ نه کړي. ستاسو او ددې معصوم افغان ولس د لا کاميابی لپاره دعا کوم. الله دې مل او ملګری شه
دا سفر به هم ګټه ونلرى
که څه هم د ازمایل شوي بیا ازمویل غلط کار دی، خو
که جلالتمآب محمد اشرف غنی د افغانستان ولسمشر د پاکستاني مقاماتو بلنه منلي وي ، باید د دې پړاو خبرو لپاره پوره تیاری ونیول شي.
له پنجابیانو سره تر هغو هېڅ سند او موافقتنامه لاسلیک نه شي ، څو چې دوی خپله صادقانه همکاري عملا په اثبات نه وي رسولي. د مثال په توګه:
د تش په نامه ملایانو له ملاتړ نه لاس وا خلي، پر افغانستان د توغندیو بریدونه بند کړی ، د ډیورند کرښې په امتداد کې د دواړو هېوادونو رسمي دروازې د افغانانو پرمخ پرانیزي، د سوادګرو مالو ته تر کراچۍ او ګوادره بې له قیدو شرطه اجازه ورکړي، د ترهګرو ځالي بندې کړي او مضر کسان د افغانستان دولت ته په لاس ورکړي. د افغانستان د اړیکو په باب له نورو هېوادونو سره محدودې نه کړي او له افغان کډوالو سره انسانی چلند وکړي.
که پاکستان په عمل کې ثابته کړه چې نور د ملانصرالدین له خره را ښکته شوي دی ، په هغه صورت کې ورسره متقابله دوه اړخیزه رویه او ديپلوماسي وشي.
ع ح سهاک